د ګودر غاړه کالم – خپله خوښه خپل اختیار

Image caption داسې هم پېښ شوي چې مور زوی ته ووایي که کولی شې او که نه، وړتیا یې لرې او که نه، خو زما طب خوښ دی او ته به خامخا ډاکټر کېږې.

ځینې وخت میندې او پلرونه په لوی لاس د خپلو اولادونو هیلې د خپلو غوښتنو او هوسونو قرباني کوي. د هغوی روښانه راتلونکی په تیاره بدلوي او په یو ډول یې له ژوند سره لوبې کوي.

دوی خپلې غوښتنې په زور پرې مني چې دا یې نه یوازې په تعلیمي ډګر کې د اولادونو د وروسته پاتې کېدو سبب کیږي بلکې د میندو، پلرونو ژوند هم ورسره اغېزمنېږي.

د پوهنځي، مسلک او رشتې د غوره کولو په اړه خپلې غوښتنې او هیلې جبري په اولاد منل ستونزې راولاړوي. لکه چې وایي: که این کړې که پین کړې خو دا پټی به شین کړې.

داسې هم پېښ شوي چې مور زوی ته ووایي که کولی شې او که نه، وړتیا یې لرې او که نه، خو زما طب خوښ دی او ته به خامخا ډاکټر کېږې.

ځینې اولادونه د مور او پلار د جبري انتخاب له امله داسې شي چې نه د خپلې خوښې څانګه کې درس ووایي او نه د مور او پلار، بلکې له ټولو پاتې او د پېښوریو خبره نه د دین شي او نه د سادین.

یوې مېرمنې راته داسې کیسه کوله:

د لېوره مې درې زامن او یوه لور وه، ماشومان یې ښوونځیو ته تلل، چې هغه یو یې دلته امریکا ته راغی او په کمپیوټر ساینس کې یې زده کړې پیل کړې. خو مور به یې ورته ویل چې نه، ته به طب وایې او ډاکټر کېږې به.

زوی غریب یې چې هر څه وکړل د مور خبره یې په ځمکه ونه لوېږي، آخر مور ده او حقونه لري، خو نه یی شوی کولی.

مور سره یې ومنله چې سمه ده ډاکټر کېږي به، خو ده طب و نه لوست، او هلته یې مور په افغانستان کې په ټولو ډول وډنګاوه چې زوی مې طب وایي.

سړی لا له پوهنتون فارغ شوی نه و چې دې به ورته ډاکټر ویل او هلک په ډاکټر مشهور شو.

له پوهنتون چې فارغ شو او و‌‌‌طن ته ولاړ، هم ډاکټر ورته ویل کېدل او واده یې هم د ډاکټر په نامه ورته وکړ. خیر خسرګنۍ یې شریف خلک وو، و یې لیدل چې هلک د ښو اخلاقو څښتن دی، دا چې ډاکټر نه دی، خیر دی.

په سړي پسې د ډاکټر شټپنۍ ولګېده، دا یې هم په زړه نه لګېده چې ووایي د زراعت یا ادبیاتو ډاکټر دی، هسې یې سړی د طب په ډاکټر مشهور کړ.

دی به افغانستان کې و خو دوی به ورپسې ویل چې فلانی په دوبۍ کې لوی ډاکټر مقرر شوی.

بله ورځ به چا په کوم ځای کې لیدلی و، ورته ویل به یې، هو ډاکټر صاحب له دوبۍ په خیر راغلې، دا زموږ د ناروغ درملنه خو وکړه.

سړی به ژېړ زبېښلی ناست و چې اوس څه وکړي. د خپلې مور له ډاکټرۍ سره د لېونۍ مینې قرباني، زوی یې هر مجلس کې شرمېدلی وي او اوس رواني ستونزه ورته پیدا شوې، هر وخت خپه وي.

ورته کړل مې، دا نو څه معنا، مور یې نورو ته دوکه ورکوي او که خپل ځان ته. خلک یې څه کوي، یو انسان چې په هر ډګر کې ښې زده کړې وکړي او ځان ورسوي ښه خبره ده، دا خو د ځان غولول دي.

ده په خندا وویل، هو، خو د مور یې ډاکټري ډېره خوښه وه، غوښتل یې چې حتما یې زوی یا لور باید ډاکټر شي. په دې اړه یوې هندۍ پېغلې راته خپله کیسه داسې وکړه:

مور او پلار مې غوښتل چې زه انجنیري یا طب ولولم، خو ما نه شوای کولی له دواړو یو هم ولولوم. له همدې امله لا تر اوسه پوهنتون کې پاتې یم، که ما د خپلې خوښې انتخاب لوستی وای، اوس به د وخته فارغه وم.

یو ځل مې د سوداګرۍ اړوند زده کړې پیل کړې، هغه مې نه شوای کولی، پرې مې ښود، او اوس قانون لولم، ګوره که وکیله شم.

خندل یې او ویل یی ډاکټره خو کېدای نشوای ځکه اوس هم چې چیرته ځم او وینه ووینم، سر راباندې ګرځي او وېرېږم. هر یو ډګر کې زړه او ماغزه خپله پیاوړتیا غواړي.

الله تعالی هر چا ته بېلا بېل استعدادونه ورکړي لکه خوشال بابا چې وایي: هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه.

ښه خبر ده چې اولاد وهڅول شي او د نیکو لارو چارو لارښوونه ورته وشي خو نه داسې زیاتی چې له سمې لارې یې پر کږو روان کړي.

هر مسلک چې څوک وایي خو په کار ده چې ځان ښه په کې ورسوي، نه لکه دا اوسني ځینې نیمچه ملایان او طبیبان چې نه چا ته سمه لاره ښودلای شي او نه د چا درد دوا کولی شي او هغه د چا خبره نیم حکیم خطر جان او نیم ملا خطر ایمان ګرځېدلي دي.

غوره دا ده چې په زده کړو کې هر یو خپلې خوښې او انتخاب ته پرېښودل شي چې په بریالیتوب او شوق سره د علم په حاصلولو کې هڅې وکړي، او په دې ډول د خپل کلي، ولس او هیواد لپاره د خدمت جوګه شي.

په زور، جبر او زبردستۍ سره هېڅ کار هم مخته نه ځي لکه څنګه چې په مینه او خوښې سره ترسره کېږي او په دې توګه بنده د بریالیتوب پر پوړیو ورخېژي.

ورته مطالب