د ځینو لوستو مېرمنو بې پامه منفي اغېز

د انځور حقوق bbc
Image caption ډېر خلک مو د نجونو د نه تعلیم لپاره یوه بهانه غواړي او اکثر داسې لوستې مېرمنې ورته ښه پلمه ده

وېښتان یې په ولیو پراته و، د شونډو رنګ یې د انار دانو ته ورته و. نوکان یې د ګوتو تر څوکو اوږده و. د سترګو شا یې هم د نورو غوندې نه وه، څو رنګه اېسېدله. د هرې خبرې له ویلو سره به یې سر مخ او شاته کاوه.

کلیوالې مې حیران، حیران تلویزیون ته کتل. مور ته مې ور په څنګ شوه: دا جلکۍ خو زموږ په ژبه غږیږي. مور مې موسکه شوه. ورغبرګه یې کړه: خود نو افغانه ده.

کلیوالې مې سر وښوراوه. مور ته مې وویل: ـ د زوی مې زړه دی لوڼې یې مکتبۍ کړي خو که دغسې وي خدای که له وره پل واخلي.

دا یوه پېښه نه ده چې مې د ځینو لوستو مېرمنو منفي اغیز لیدلى. تېر کال له ښوونځي فارغې شو، څو ټولګیوالو ته یې پلرونو د پوهنتون اجازه په همدې دلیل ورنه کړه، چې ګوندې لوڼې به یې همداسې شي.

زه پر دې خبرې نه کوم چې دا لوستي مېرمنې ښې دي که بدې ؟ غواړم دا ووایم چې دوی په مستقیم یا غیر مستقیم ډول زموږ پر ټولنه په ځانګړي ډول په نالوستې برخه منفي اغېز لري او د ځینو د داسې ازادۍ پلوي نه یم چې د ډېرو نورو ترې واخیستل شي.

تقریبا څه باندې ۸۰ سلنه افغانان مو په کلیو کې اوسېږي. که یوه لوستې مېرمن لوڅ سر، سينګار کړې او زموږ د خلکو له نظره نا سمه د تلویزیون پر کړکۍ راشي هغه خلک فکر کوي ټولې لوستې دغسې دي او داسې به شي.

مهاتما ګاندي ته کوم بهرنی ژورنالیست مرکې ته ورغی. چې ګوري ګاندي په مندر کې ناست او د بوتانو مخته شمعې بلوي. ژورنالېست بیرته ترې ګرځي.

خو ګاندي چې خبریږي ځان ته یې ور غواړي او د پښېمانه کېدو دلیل ترې پوښتې؟ ژورنالیست ورته وايي: ته له نورو هندوانو سره څه توپیر لري؟ ستا ذهن هم د هغوى غوندې دی بت پرست یې.

وايي ګاندي په موسکا ورغبرګه کړه: دا چې زما عقیده او فکر څه دی دا بېله خبره ده. خو هو زه د بت عبادت د میلیونونو هندوانو د درناوي لپاره کوم.

کله کله باید د میلیونونو کسانو لپاره له خپلو وړو شخصي غوښتنو اونظریو تېر شو. هغه وخت کولی شو په ټولنه کې مثبت اغېز ولرو او دا اغېز به مثبت بدلون ولري. یا ممکن دا قرباني تاریخ ته هم تلپاتې شي لکه د ګاندي.

ملګرې مې په یوه نړیوال دفتر کې کار کاوه. کومه بهرنۍ یې نوې دفتر ته راغلې وه، او په تعجب یې ورته ویلي وو : ما فکر کاوه چې افغان مېرمنې به یوازې په عامه ځایونو کې ټیکري په سروي، نه په کور او دفتر کې.

ملګرې مې ورته ویلي وو : همدا ټیکری زموږ کلتوري ارزښت دی. نه غواړم چې لوستي او نالوستي ظاهري توپیر ولرو. زما د لوڅ سر حساسیت باید زما خپلوانې قرباني نه کړي.

ملګرې مې رښتیا ویلي وو. دا مجبوره نه وه چې پړونى پر سر کړي خو هوښیاري به یې د دې سبب شي چې کورنۍ او خپلوانې يې د دې په څیر نورې هم ولري.

برعکس یو شمېر لوستې میرمنې په خپله د دې دلیل دي چې خلک له لوستو مېرمنو ليرېوالی احساس کړي. مثلا: له یوې مخکښې میرمنې سره مرکه وه. کوم چا زنګ وواهه د واده پوښتنه یې ترې وکړه . دې په ډېر غرور وویل : زه هېڅکله واده نه کوم. سړي ته حاجت نه لرم.

شونډې یې بوڅې کړې: ما خو تعلیم د دې لپاره نه دی کړی چې پردي ماشومان دې بیا لوی کړم.

انا مې ټلویزیون بند کړ. زه ډاډه یم که مې انا داسې څو نورې مرکې اورېدلی وای اوس به محصله نه وم او په دې هم پوهیږم د دوی ډېرې خبرې به لکه د دې مرکې پاتې برخه همداسې نا اورېدلې پاتې کیږي.

خو دا نه وایو چې: که مې خور ښوونځي ته ولاړه یو ړوند به له سړکه تېر کړي او یوه بوټي ته به اوبه ورکړي، يا به خپله ډاکټره شي او ډېر به له رنځه خلاص کړي سر به مې لوړ شي.

پلار مې راته وايي تل هڅه کوه د ټولنې له ځینو وړو ارزښتونو سره سمه ولاړه شي.

که همدا ځینې لوستې مېرمنې د ټولنې وړو، وړو ارزښتنو ته پام وکړي، د خپلو شخصي غوښتنو له وړې دایرې ووځي او په دې وځوریږي چې د دوی له امله ممکن هره ورځ یوه کلیواله له ښوونځي پاتې کیږي ډاډه یم رانجه به یې اوښکې یوسي، ټیکری به په وېښتو وغوړوي. ډېرې خبرې به د خلکو په ژبه وکړي. بیا به هغه وخت ډېر پلرونه د دوی په لیدو دا هیله ولري چې لورانې یې دغسې شي.