ریل مډرېډ د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه فوټبال لوبډله

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا پرله پسې دریم کال دی چې دغه ریل مډرېډ لوبډله د فوربس لست په سر کې ځای نیسي.

د امریکا د سوداګرۍ مشهورې مجلې (فوربس) د کلني لست پر بنسټ، ریل مډرېډ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه فوټبال لوبډله بلل شوې ده.

دا پرله پسې دریم کال دی چې دغه اسپانوۍ لوبډله د فوربس لست په سر کې ځای نیسي.

د ۲۰۱۴م کال پرتله، سږکال د ریل مډرېډ ارزښت پنځه سلنه، ۳،۲۶ میلیارد ډالرو ته ولوېد خو عایدات یې، ۷۴۶ میلیون ډالره، د نړۍ تر بل هر سپورتي ټیم زیات وو.

د بلې اسپانوۍ فوټبال لوبډلې بارسلونا ارزښت، ۳،۱۶ میلیارد ډالره و او په لست کې یې دوهم ځای خپل کړ.

د انګلستان مانچیسټر یونایټیډ ارزښت ۳،۱۰ میلیارد ډالره و چې د تېر کال پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي او دریمه تر ټولو ارزښتناکه لوبډله شوه.

مانچیسټر یونایټیډ د انګلستان فوټبال غوره لیګ یو له اتو هغو لوبډلو دی چې د دغه لست د سر په ۲۰ ټیمونو کې ځای لري.

د جرمني اتله لوبډله بایرېن میونیخ څلورم، د انګلستان مانچیسټر سیټي پنځم او د انګلستان غوره لیګ سیالیو نوې اتلې لوبډلې چیلسي شپږم مقام لاسته راوړی دی.

د انګلستان دوه نورې لوبډلې ارسنال او لېورپول په ترتیب اووم او اتم او اېټالوۍ لوبډلې یووینټېس او اې سي مېلان په ترتیب نهم او لسم دي.

د تلویزون او کمیسونو د سپانسرشیپ (مالي ملاتړ) عایداتو په مټ د سر د ۲۰ ټیمونو د منځنۍ کچې ارزښت ۱،۱۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلی چې پنځو کلونو مخکې مودې پرتله ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د مانچیسټر یونایټیډ لوبډله دوهم تر ټولو ډېر عادیدات لرل (۷۰۳ میلیون ډالره)، که څه هم د انګلستان غوره لیګ تېر سیزن کې یې یوازې اووم ځای خپل کړ او د اتلانو لیګ ته یې هم لار و نه مونده.

دغې لوبډلې د (اډيډاس) شرکت سره د ۷۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د لوبو د توکو یو تړون لاسلیک کړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بلې اسپانوۍ فوټبال لوبډلې بارسلونا ارزښت، ۳،۱۶ میلیارد ډالره و او په لست کې یې دوهم ځای خپل کړ.

بل خوا د تېر کال راهیسې د مانچیسټر سیټي لوبډلې ارزښت ۵۹ سلنه او د چیلسي ټیم ارزښت ۵۸ سلنه زیات شوی دی.

د نړۍ د تر ټولو ارزښتناکه لوبډلو د سر په ۲۰ ټیمونو کې د انګلستان ټوټنم ۱۳م، نیو کاسل ۱۸م او ویسټهم یونایټیډ ۱۹م مقام لاسته راوړی دی.

د فوربس مجلې په اند د انګلستان لوبډلو د مالي پرمختګ عمده لاملونه د یورو او امریکايي ډالرو پر وړاندې د بریتانوي پونډو د ارزښت لوړوالی او د څه دپاسه اته میلیارد ډالرو ستر تلویزوني تړون دی چې په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ سېزن کې پیلېږي.

د فوټبال تر ټولو ارزښتناکه ټیمونه:

  1. ریل مډرېډ (۳،۲۶ میلیارد ډالره)
  2. بارسلونا (۳،۱۶ میلیارد ډالره)
  3. مانچیسټر یونایټیډ (۳،۱۰ میلیارد ډالره)
  4. بایرن میونیخ (۲،۳۵ میلیارد ډالره)
  5. مانچیسټر سیټي (۱،۳۸ میلیارد ډالره)
  6. چیلسي (۱،۳۷ میلیارد ډالره)
  7. ارسنال (۱،۳۱ میلیارد ډالره)
  8. لېورپول (۹۸۲ میلیون ډالره)
  9. یوینټېس (۸۳۷ میلیون ډالره)
  10. اې سي مېلان (۷۷۵ میلیون ډالره)
  11. بوروشیا دورتمونډ (۷۰۰ میلیون ډالره)
  12. پاریس سینټ-جرمېن (۶۳۴ میلیون ډالره)
  13. ټوټنم (۳۹۳ میلیون ډالره)
  14. شالکا (۵۷۲ میلیون ډالره)
  15. اینټر مېلان (۴۳۹ میلیون ډالره)
  16. اتلتېکو مډرېډ (۴۳۶ میلیون ډالره)
  17. نپولي (۳۵۳ میلیون ډالره)
  18. نیو کاسل (۳۴۹ میلیون ډالره)
  19. ویسټهم (۳۰۹ میلیون ډالره)
  20. ګلاتاسرای (۲۹۴ میلیون ډالره)

ورته مطالب