امریکا له ۲۰۱۷ کاله وروسته هم په افغانستان کې پاتې کېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په افغانستان کې د بې پېلوټه الوتکو، نورو هوایي بریدونه او د امریکا د ځانګړو ځواکونو عملیات ډېر شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو او بهرنيو جنګیالیو په لاس د پردیو د جګړې او ناامنیو زیاتوالي د هېواد امنیت او ثبات له کلک ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر څو ورځې مخکې خبرداری ورکړ چې بهرنیو ترهګرو ډلو افغانستان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

د ښاغلي اتمر په وینا، القاعده، داعش (اسلامي دولت نومې اورپکه ډله)، د پاکستان لشکر طیبه، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ، د تاجکستان د انصارالله ډله او نورې ترهګرې ډلې د افغانستان په ورستیو ناامنیو کې لاس لري.

ده دا هم وویل چې داعش په افغانستان کې هڅه کوي د نشه يي توکو اقتصاد ته لاسرسی ولري او په دې توګه خپل ترهګریز فعالیتونه تمویل کړي.

د افغانستان د ملي‌ امنیت سلاکار د هېواد د امنیتي حالت دا ډول انځور، د افغانستان وضعیت ډېر خطرناکه ښکاره کوي.

د هېواد د امنیتي حالت جدي خرابوالی، د روانې جګړې څرنګوالی او ورسره د رسمي او غیر رسمي سرچینو له خوا رواني جګړه، په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي حضور او د جګړې دوام ته لاره هواروي.

د هېواد له روانو حالاتو ښکاري چې امریکا له ۲۰۱۷ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې کېږي.

په ظاهره ارګ کې باور دا دی چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو د امریکا مالي ملاتړ او په هېواد کې د داعش او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو له خوا زیاتېدونکي ګواښونه، هغه عمده فکتورونه یا دلایل دي چې په اساس یې باید د امریکا پوځي حضور په افغانستان کې دوام ومومي.

د ملي یووالي حکومت د رامنځ ته کېدو راهیسي، ولسمشر غني او د نوموړي د حکومت نور لوړپوړو چارواکو په وار وار د امریکا متحده ایالاتو سره دا غوښتنه مطرح کړې چې دغه هېواد دې له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو په پرېکړه کې نرمي ښکاره کړي.

د خبري راپورونو په اساس، ښاغلي اتمر څو ورځې وړاندي مشرانو جرګې ته وویل: "افغانستان له امریکا سره د امنیتي همکاریو د تړون له لاسلیکېدو راضي دی."

له امریکا سره د امنیتي تړون د ملاتړ قوي استدلال، لکه څنګه چې ښاغلی اتمر وایي، دا دی چې د دې قرارداد په اساس، "امریکا د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د ورځې ۱۲ میلیون ډالره مرسته کوي."

دلته د یادونې وړ ده چې د افغان امنیتي ځواکونو مطلقه مالي تکیه پر امریکا باندې، دغه هېواد لپاره یوه ډېره مهمه وسیله ده.

د پخواني افغان حکومت د ډېرو هڅو او خبرو سربېره، امریکا په تېره یوه لسیزه کې هېڅ کله و نه غوښتل چې افغان امنیتي ځواکونه په واقعي توګه په عصري وسلو او تجهیزاتو سمبال کړي او یا سمبال شي.

داعش په افغانستان کې؟

افغان ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار په وار وار دا خبرداری ورکوي چې افغانستان کې د "نړیوالې ترهګرۍ"، په ځانګړې ډول د داعش ګواښ مخ په زیاتېدو دی.

د رسنیو له تبلیغاتو نیولې بیا د لوړپوړو چارواکو تر رسمي اندېښنو، آیا داعش په افغانستان کې یو واقعیت دی که افسانه؟

ولسمشر غني تر اوسه څو ځلې داعش تر القاعدې هم خورا بد ګڼلی دی . نوموړي وايي: "داعش افغانستان ته یو «جدی ګواښ» دی، «نړیوال ترهګر غواړي له موږ با ثباته راتلونکی واخلي او د حکومتولۍ نظم په سیمه او نړۍ کې ګډوډ کړي."

دی په دې باور دی چې د تپل شوې جګړې ځواب باید په جګړې ورکړل شي. دا یعنې په افغانستان کې د جګړې دوام. خو د چا له خوا تپل شوې جګړه؟ د هند او پاکستان له خوا "نیابتي جګړه؟"

په افغانستان کې د روانې نامالومې جګړې سختوالی او د جګړې د افزارو (طالبان، داعش...) په اړه د ارګ له خوا دا ډول څرګندونې، نه یوازې په هېواد کې بلکې به غرب کې د عامه نظریاتو لپاره د خطر یو زنګ دی.

له بل لورې، سره له دې چې امریکا ادعا لري افغانستان کې یې پوځي ماموریت پای ته رسېدلی، د امریکایي ځواکونو عملیات د طالبانو او هغو ترهګرو ډول پر ضد چې د دوی په وینا امریکا او د افغانستان حکومت ته ګواښ دي، په منظم ډول دوام لري.

په افغانستان کې د بې پېلوټه الوتکو، نور هوایي بریدونه او د امریکا د ځانګړو ځواکونو عملیات ډېر شوي دي.

د انځور حقوق GETTY
Image caption د ملي یووالي حکومت د رامنځ ته کېدو راهیسي، ولسمشر غني او د نوموړي د حکومت نور لوړپوړو چارواکو په وار وار د امریکا متحده ایالاتو سره دا غوښتنه مطرح کړې چې دغه هېواد دې له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو په پرېکړه کې نرمي ښکاره کړي.

امریکا او ناټو تر اوسه له افغانستانه د وتلو پر نېټې هېڅ پرېکړه نه ده کړې.

د اوسني نوي پوځي ماموریت په چوکاټ کې، امریکا او ناټو له "ثبات" نیولې بیا تر "ترهګرۍ سره جګړه، د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د افغانستان د ساتلو" پورې پراخ هدفونه ټاکلي دي چې یو یې هم د اوسنۍ پوځي ستراتېژۍ پر بنسټ شونې نه دي.

د ۹۸۰۰ امریکایي سرتېرو او په لسګونو زرو پوځي قراردادیانو په بڼه، د امریکا اوسنی پوځي ماموریت په افغانستان کې یو ژر نه ختمېدونکې جګړه ده چې کلونه به لا هم دوام ولري.

اوسنی پوځي ماموریت د افغانستان او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون له چوکاټ او محتوا څخه پراخ دی.

د داعش او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو تر نامه لاندې د هېواد زیاتېدونکې ناامنۍ، د کورنیو او بهرنیو رسنیو په واسطه د روانې جګرې دوام او ورسره د افغان حکومت د مشرتابه له خوا هېښونکي سیاسي پیغامونه، د امریکا هدف ته، چې د خپلو جیوپولیتیکي ګټو لپاره غواړي په افغانستان کې پاتې شي، لاره هواروي.

د ملی یووالي حکومت باید افغانستان کې د امریکا د جګړې او پوځي حضور د دوام په اړه د افغان ولس ملاتړ ترلاسه کړي.

د افغانستان د پارلمان غړو، له یوې مودې راهیسې، له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو په نیوکو کې خورا تاوده بحثونه راپورته کړي او له افغان حکومته غواړي چې په دې اړه "بیا کتنه" وکړي.

دوی په دې باور دي چې داعش په افغانستان کې ځای او اساس نه لري او کوم څه چې تر دې عنوان لاندې په هېواد کې روان دي، یوازې یوه "استخباراتي" پروژه ده.

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د پاتې کېدو په نیت، باید د افغان ولس تر منځ د امریکا د پوځي حضور په هکله د زیاتېدونکو ابهاماتو او شکونو مخه ونیسي.

افغانان په خپل هېواد کې د سولې او ثبات په هیله، د امریکا د متحده ایالاتو سره اوس هم د دوستۍ او همکارۍ ښې اړیکې غواړي خو امریکایي چارواکي باید دا درک کړي چې په افغانستان کې د وژنې د لړۍ دوام د امریکا د حضور او دوو اړخیزو اړیکو لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

ورته مطالب