پښتونخوا کالم- د پښتونخوا نوى قانون

د انځور حقوق AFP
Image caption "که د چا د کورنۍ غړی يا خپلوان د ترهګرۍ په کارونو کې ښکېل وي بايد تصوير او پوره معلوماتو سره تاڼې ته خبر ورکړي. که نه دوی ته به هم سزا ورکول کېږي"

د پښتونخوا چارواكو د ترهګرو لپاره يو نوى قانون اعلان كړى دى، په دغه اعلاميه كې ويلي شوي دي:

ضابطه فوجداري 1898 او د ترهګرۍ د نورو قوانينو مطابق هر خاص و عام ته خبرداری ورکول كېږي چې د هغوي د کورنۍ يا اوسېدونكي رشته دار كه د ترهګرۍ په پېښه يا په تنظيم كې ككړ معلوم شو چې د كوره غيب وي بايد چې نژدې تاڼې يا پولټيكل ايجنټ په دفتر كې د هغه كس انځور د تفصيل سره وركړي.

كه څوك د ترهګرۍ په وارداتو كې ګرفتار شو يا ځانمرګي بريد كې مړ شو نو د هغوي مور، پلار، ورور او خپلوانو ته به د دغه نوي قانون لاندې د پانسۍ، عمر قيد او جايداد د ضبط كولو سزا وركول كيږي_

دا بره ليکلې كرښې د پښتونخوا د چارواكو له خوا د نوي قانون اعلاميه ده، د ترهګرۍ د جرم سزا بل ته وركولو څخه يوعجيبه بحث منځ ته راغلی دى.

لومړی دا چې دا د فيرنګي د دور قانون دى، چې د ازادۍ خوښو لپاره يې جوړ كړى و، دويمه دا چې د اېف سي آر په قانون كې د اګست پر ٢٧ ٢٠١١ پخواني صدر آصف زرداري بدلون منظور كړى و.

دغه قانون ته به يې تور قانون ځكه ويلو چې په اېف سي آر كې به يې د يو سزا بل ته وركوله، اجتماعي ګرفتارۍ به يې كيدې، د يو تن په جرم كې به ټول خاندان زندان ته اچول كېدو، سپين ږيري، ځوان، ماشوم، زنانه به هم نه معاف كېدل.

درېيمه دا چې د پښتونخوا دا نوى قانون د نړيوالو بشري حقونو پرخلاف عمل دى_ څلورمه نقطه د مذهب په آيينه كې ګورو، ځكه چې پاكستان اسلامي ملک دى، په مذهب كې هم چېرته داسې عمل نشته_ كه مونږ د مذهب تاريخ د پيغمبرانو دورونو ته ورسوؤ نو د ځينو پيغمبرانو اولادونه كافران نافرمان پاتې شوي دي، خداى(ج) د اولادونو سزا پيغمبر پلار ته نه ده وركړې خو!

د هغوي په خيال د پښتونخوا د قانون مخالفت د ترهګرۍ حمايت دى، حالانكې داسې نه ده، د ترهګرۍ پرضد ټول ولسونه، سياسي ډلې، مذهبي مشران هر څوك په يوه خوله دي، ټوله نړۍ، ټول هېوادونه دا وخت د نړيوال امن خبره كوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پښتونخوا د ترهګرۍ نوی قانون

په داسې حالاتو كې د پښتونخوا د چارواكو د نوي قانون اعلاميه عجيبه ټوکه ښكاري_ دا د وطن سره د مينې، د پوځ، عدليه، قانون، آئين بيخي غلط تعريف دى_ تراوسه پورې شپېته كاله وروسته د قبايلي ولس د تور قانون د بدلون د پاره هلې ځلې كېدې، چې كوم قانون ته د سټل اير يا سياسي جمهوري مترقي، مدني ټولنې له خوا د تور قانون نوم وركول كېده، هغه تور قانون د پښتونخوا په ټولو برخو راخور شو.

د پاكستان دننه طبقاتي ټولنيز ژوند خو لا د طبقاتي جنګ وتلى نه دى خو د پاكستان په جغرافيه كې پښتونخوا د نورو صوبو په مقابل د آئين او قانون په برخه كې هم خوار دى، چې د پاكستان نور ايالتونه، نورې برخې يو شان قانون لري او پښتونخوا باندې د تور قانون د فيرنګي هغه قانون تپلى كيږي، چې كوم قانون به يې د ازادۍ د قومي تحريكونو د چقولو لپاره په كار راوستو دا په يو ډول د ترهګرو او د پخواني قامي تحريكونو د ازادۍ خوښو حيثيت يو برابر كول دي.

كه د پښتونخوا حكومت د ترهګرۍ خلاف دومره فعاليت سره ګامونه اخلي، نو د سوات عملياتو په وخت چې كوم سرلوړي طالبان مشران د عدالت د مقدمو لاندې دي، د هغوي د مقدمو فيصلې ولې نه كيږي؟

د سوات دعدالت يوه فيصله د ترهګرۍ خلاف نه ده راغلې، پوځي عدالتونو ته د ترهګرو سلسله دومره غلې ولې ده؟ په بندي خانو كې د ترهګرو د اې كلاس د قيديانو په شان سلوك د چا له وېرې؟

د پښتونخوا چارواكي چې د امن له خاطره د ترهګرو لپاره څه ته سخت اقدامات او قانون وايي او په خپله اعلاميه كې خلكو ته خبرداري وركوي، چې د خپلو بې دركه كسانو عكس او تفصيل به مقامي تاڼو او پولټيكل ايجنټ دفتر ته وركوئ، نو قانون اعلاميه كوونكي د پښتونخوا د هغه خاندانونو د ښځينو، بوډاګانو، ماشومانو په لاسونو كې د بې دركه كسانو عكسونه، په اخبارونو او تلويزيون چينلو د كيمرو عكس بندي نه ويني؟!

د پښتونخوا کورنۍ خپل بې دركه كسان غواړي، د پښتونخوا چارواكي دې ددغه بې دركه كسانو تپوس وكړي_ د لويو لويو مدرسو، دارالعلومونو نه د بې دركه ماشومانو درك دې معلوم كړي، چې دا خلک څه شو؟ چا د چا په لاس كې وركړل؟

كه دولت د پښتونخوا د تاڼو او د پولټيكل ايجنټانو د دفترونو غټ غټ بورډونه د مطلوبو كسانو د انځورونو تماشه جوړوي، نو ټولې نړۍ ته ټول پښتون افغان ولې غلط معرفي كوي_ په ترهګرو او بې دركه خلكو كې به څنګه فرق كوي، چې هغوي چا اوچت كړي دي، دا چا. ترهګر، او وچت شوي بې دركه به د قانون د چاڼ نه څنګه چڼوي؟

ورته مطالب