انګرېزان په اوونې کې له اټکله ۱۲ میلیون بوتله زیات شراب څښي

Image caption څېړونکي وايي دغه موندنې ښايي د عامه روغتیا لپاره مهمې پایلې ولري.

یوه نوې څېړنه ښيي په انګلستان کې خلک په اوونۍ کې له اټکل شوې اندازې ۱۲ میلیون بوتله ډېر شراب څښي.

د انګلستان یوې روغتیايي مجلې (بي ایم سي) رپوټ وايي په ټولپوښتنو کې د پېرل شویو شرابو یوازې ۶۰ سلنه په نظر کې نیول کېږي ځکه په ځانګړو مراسمو کې څښل شوي شراب نه حسابېږي.

د دغې څېړنې په موخه انګلستان کې له څه باندې ۶۰۰۰ کسانو سره مرکې شوې دي.

څېړنې موندلې که په ځانګړو مراسمو کې څښل شوي شراب هم حساب شي نو ۱۲۰ میلیون واحده زیاتېږي چې په اوونۍ کې د شرابو له ۱۲ میلیون بوتلو سره برابر دی.

څېړونکي وايي دغه موندنې ښايي د عامه روغتیا لپاره مهمې پایلې ولري.

د لېورپول جان مورز پوهنتون مشر ساینس پوه ډاکټر بېلېس وویل:

"په ملي کچه، موږ د څښلو شویو شرابو اندازه ټیټه اټکلوو، او اشخاص کولی شي هغه شېبې له پامه وغورځوي یا هېرې کړي چې دوی په کې له حده ډېر شراب څښي".

"ډېری په دې اند دي چې په دغه ډول حالاتو کې ډېر شراب څښل له شرابو سره تړلو ناروغیو خطر زیاتوي."

له شمېرو وتلي شراب

نوموړي وویل هره اوونې شاوخوا د یو بوتل درې پر څلورمه برخه څښل شوي شراب نه شمېرل کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د شرابو څښلو تر ټولو لوړ زیاتوالی د ۲۵ او ۳۵ کلونو تر منځ کسانو کې لیدل شوی دی.

په ټولپوښتنه کې ډېرو ګډون کونکو ویلي دوی د رخصتیو په ورځو کې یا د ځانګړو مراسمو پر مهال ډېر شراب څښي.

د شرابو څښلو تر ټولو لوړ زیاتوالی د ۲۵ او ۳۵ کلونو تر منځ کسانو کې لیدل شوی دی.

څېړنه ښيي د دغه کټګورۍ خلک هره اوونۍ د ځانګړو مراسمو پر مهال ۱۸ واحده اضافي شراب څښي.

تېر کال د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان ومونده چې بریتانیا کې له ۱۵ کلونو د لوړ عمر کسان په منځنۍ کچه هر کال ۱۰،۶ لیټره سوچه الکول څښي چې له ۱۱۵ بوتلو شرابو سره برابر دی.

د شرابو په اړه د څېړنو انسټیټیوټ په وینا په ۲۰۱۲ کال کې نارینه وو هره اوونې ۱۷ واحده او ښځو ۱۰،۲ واحده شراب څښلي وو.

ورته مطالب