کندوز جګړې کې د بي بي سي خبریال لیدلی حال

د انځور حقوق
Image caption په کروندو کې د بزګرانو پر ځای له زغره والو ګاډو سره سرتېري لیدل کېږي

د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې په کندوز د نا امنیو او د بې ځایه شویو خلکو د خبري پوښښ لپاره دغه ولایت ته لاړم.

له کابل نه له یوه سیمه ییز خبریال سره مل شوم. دغه سفر مو په اندېښنو سره پیل شو، ځکه سیمه ییز خبریال په کندوز کې له خپلو دوستانو سره اړیکه ونیوله، لومړۍ پوښتنه يې دا وه :

نن وضعیت څنګه دی؟

د جنګ لومړۍ کرښه چېرته ده؟

د کندوز بغلان لار څنګه ده؟ درشم که نه؟

خپل دفتر ته یې وویل، چې ماښام ته به د کندوز د وضعیت په اړه راپور ورکړي، هغه څه چې باید ما هم د ورځې په پاې کې کړي وای.

د لارې په اوږدو کې مو یو بل وپیژندل، سلا پر دې شوه چې د بغلان په مرکز پلخمري کې به نه تم کېږو؛ ځکه کله ناکله د وسله والو ډلو ارتباطي کسان د لارې په اوږدو کې د بهرنیو مؤسسو اړوند موټر خپلو ملګرو ته ښيي.

څو ورځې وړاندې پر همدې لار وسله والو یو جرمنی وګړی تښتولی و. د دغه خبر د لیکلو پرمهال خبر راغی، چې د کندوز پولیسو دغه سړی د وسله والو له منګولو خوشی کړی دی.

کندوز ته له رسېدو یوه ورځ وروسته، د بې ځایه شویو کورنیو د لیدو په موخه ښار ته ولاړم، ډېری بې ځایه شویو د حکومت له کړنو سر ټکاوه.

دوې ورځې مخکې حکومت له چورلکو پیغامونه شیندلي وو او له خلکو نه غوښتل شوي وو خپل کلي پریږدي،

د انځور حقوق
Image caption ګڼ کسان په جګړه کې له ایسار کلي کوره وتلو ته اړ شوي دي

چې په عملیاتو کې زیان ورته ونه رسېږي.

بې ځایه شویو ویل، د ځانونو د خوندیتوب لپاره یې ټول شته پرېښودل، خو تر اوسه د عملیاتو هېڅ څرک نه لګېږي.

جنګي وضعیت ددې لامل شوی و، چې والي ته تر رسېدو پورې له څو امنیتي کمربندونو نه تېر شم.

په کندوز کې وم چې په ټولنیزو رسنیو کې خبر شوم، د افغانستان ددفاع وزارت وویل، په کندوز ولایت کې د هلیکوپترو په مټ د خبرپاڼو له خپرېدو خبر نه دي، خو د کندوز والي راته په مرکه کې وویل، هغه سیمې چې د جګړې لومړۍ کرښې بلل کیږي، پیغام پاڼې پکې شیندل شوي. یوه امنیتي مسوول راته وویل د والي ددغې پریکړې له امله ګڼ خلک کډه شوي، خو د مرستو لپاره ورته پاموړ تابیا نه ده نیول شوې.

کندوز د لومړیو دریو ورځو په اوږدو کې مې پرله پسې په ښار کې د توپ د ډزو غږونه اورېدل. دغه وضعیت د کندوز اوسېدونکي له رواني پلوه نارامه کړي وو.

د کندوز د کډوالو په اداره کې مې دې ته پام شو، چې د توپ له هر ډز وروسته به خلکو پر ټیلیفون پوښتنې کولې:

مرمۍ چېرته ولګېده؟

څوک خو به ژوبل شوي نه وي؟

د فیلم ثبتولو لپاره له خپل همکار عبدالحمید کریمي سره ښار ته ولاړم، موټر چلونکي راته څو وارې وویل په ښار کې پر یو ځای له لسو دقیقو ډېر وخت مه تم کېږئ، ځکه د مقناطیسي بمونو خطر شته.

د کندوز ټول ښاریان له دې وېرې په اندېښنه کې وو.

په سبا، مې د خپل همکار په مرسته د راډیو لپاره د ولایتي بحث چمتو والی نیوه، یوې مېرمنې باید په بحث کې ګډون کړی وای، د ښځو له شپږو فعالانو سره مې اړیکه ونیوه، خو ټولو ویل له ښاره بهر دي.

یوې ښځینه فعالې راته وویل یو شمېر میرمنې په کورونو کې دي خو د باندې وتلو ته زړه نه ښه کوي، او دې خپله هم په بحث کې له ګډون نه انکار وکړ. په کندوز کې جګړه ییز وضعیت د ښځو پر رواني حالت زښت ډېر اغېز کړی و.

یو څو پوښتنې راته پیدا شوې، په ښار کې له ګڼو خلکو سره مې خبرې وکړې، چې ویل يې په دې ورځو کې ځینې سیمه ییز چارواکي دفترونو کې ډېر نه لیدل کېږي.

خو سیمه ییزو چارواکو دا نه منله، خو د بحث ګډونوالو د پولیسو د ویاند په مخکې ډېرې بېلګې وړاندې کړې چې لوړپوړي چارواکي خپلو کارځایونو ته نه راځي.

پرېکړه مې وکړه چې د جنګ لومړۍ کرښې ته ورشم، خو امنیتي چارواکو ویل په بېرته نیول شویو سیمو کې د ماینونو خطر شته، چې کله ګواښ ختم شي بیا به د تلو پرېکړه کوو.

پرېکړه مې وکړه چې د کندوز د ناامنیو تر شا پر عواملو رپورټ جوړ کړم، د لسو کسانو نوملړ مې چمتو کړ، چې ورسره وغږېږم.

له یوې پوره ورځې هڅو وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې له یوه نیمګړي ماموریت سره مخ شوی یم، ځکه هر یوه ته چې به مې چې زنګ واهه، را ته ویل به يې:

' کابل ته تللی یم ، یو کار راته پیدا شو'

مزار ته لاړم، د لسګونو دروازو ټکولو ته اړ شوم . د کندوز لسګونو ښاریانو په تېرو څو کلونو کې د حکومت له خوا د وسله والو مخالفینو نه ځپل، د نامسؤولو وسله والو ډلو ډېروالی، په کلیو کې د ځینو پخوانیو قومندانانو زورواکي، د کندوز ځینو ولسوالیو ته د ځینو بهرنیو اورپکو لاره موندل او عشر او زکات راغونډول په کندوز کې د ناامنیو مهم عوامل په ګوته کوي.

د انځور حقوق
Image caption یوې مېرمنې باید په دغه بحث کې ګډون کړی وای، د ښځو له شپږو فعالانو سره مې اړیکه ونیوه، خو ټولو ویل له ښاره بهر دي

د کندوز ډېری اوسېدونکي اټکل کوي، چې د عشر او زکات راغونډول د جګړې ګرم شوی اور لږ سړولی شي.

په پنځمه ورځ له یو شمیر امنیتي کسانو سره هغه ځای ته ورغلم چې څو ورځې وړاندې د جنګ لومړۍ کرښه وه .

د الچین په پله کې د امنیتي ځواکونو پوستې ته ورغلم. سرتېري راباندې راټول شول، هغوی د پوځي توکو له کمښت او په تنخا کې له کموالي راتلو شکایت کاوه.

ویل یې پخوا یې معاش دولس زره وو، خو د نوي والي له راتګ سره یې تنخا دوه زره کمه شوې ده. دغو سرتېرو له خپلو مخالفینو سره د جګړې روحیه لرله، خو ددوه زره افغانیو په کمښت اندېښمن وو.

د پل الچین نه د بېرته را\ستنېدو پرمهال په لاره کې د سیمې له یوه پخواني قومندان سره چې اوس یې د محالفینو پر ضد وسله را اخیستې ، تم شوم.

د ډزو غږونه اورېدل کېدل، قومندان له خپلو کسانو سره د امنیتي ځواکونو په څنګ کې امنیتي حالت ته ځیر و.

له موټره په کوزېدو مې هغه درې یا څلور کلن ماشوم ولید چې د جنګ له اندېښنو لیرې يې د ونې لاندې لوبې کولي، له پلار مې یې د عکس اخیستو اجازه واخیسته، څلورو خواوو ته يې ګوته په ماشه سرتېري ولاړ وو، خو هغه خندل، دا او دده په څېر ګڼ نور کوچنیان چې په دغه ډول یو حالت کې را لوی شي، څه به ترې جوړ شي، لا تر اوسه نه پوهېږم؟

دغه سیمې چې څو ورځې وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه وه، د امنیتي ځواکونو په وینا، اوس په ماینونو فرش شوې ده. په کرنیزو ځمکو کې چې د غنمو د حاصلاتو وخت رانژدې شوی و، د بزګرانو پر ځای وسله وال سرتېري هلته ګرځېدل.

په پام کې وه چې د بي بي سي د انګریزې څانګې خبریالان کندوز ته راشي، هوټل ته ورغلم، ورته مې وویل دوه نورو کوټو ته اړتیا لرم (بهرنی همکار مې راځي) پرېکنده يې راته وویل په دې ورځو کې بهرني میلمانه نه شي منلی، د یو بهرني لپاره ځان خطر ته نه شي ورکولی.

پرېکړه مې وکړه چې تخار ته د ځینو رپوټونو لپاره لاړم شم ، په دې ورځو کې د کندوز- تخار لویه لار د ډاډ وړ نه وه.

موټر چلونکی باوري سړی و، په لاره کې يې هغه ځایونه راوښودل، چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو امکان پکې و، له تخاره بېرته کندوز ته راتګ له اندېښنو ډک وو، چلونکي راته وویل که نن کوم ضروري کار نه لرې، کندوز ته له تګه ډډه وکړه. یوه ورځ مخکې وسله والو په خان اباد کې دوه کسه له موټر نه را ښکته کړي او وژلي وو.

ددې اندېښنې له کبله، چې پر لاره په جنګ کې ګیر پاتې نه شم، څلوېښت دقیقې سفر ستومانوونکی و او له څو ساعتونو ډېر اوږد ګڼل کېده. په افغانستان کې پر دغو ناامنه لارو سفر کول د ټولو هېوادوالو لپاره چې پر دغو لارو تګ – راتګ کوي، اندېښمنوونکی دی.