د انګلستان پرېمیرلیګ او بې سارې ګټه

Image caption د انګلستان د فوټبال عایداتو څارونکي شرکت ډېلایټ په خپل نوي راپور کې ویلي چې تېر کال د پرېمیر لیګ ټول عایدات ۳.۶ مېلیارد ډالرو ته لوړ شوي چې ۲۹ سلنه لوړوالی ښيي.

د انګلستان د فوټبال پرېمیر لیګ کلبونو په ۲۰۱۳-۱۴ کلونو کې رېکارډ کچه عایدات لارل.

په دغو کلونو کې ټول عایدات ۲۹ سلنه لوړ شوي او لامل یې د لوبو د خپراوي پر حقونو له تلویزیوني شبکو سره نوی تړون او د اروپايي فوټبال فدراسیون له لوري د لوبغاړو پېر، پلور او لګښتونو په اړه د نویو تګلارو پلي کول په ګوته شوي.

د انګلستان د فوټبال عایداتو څارونکي شرکت ډېلایټ په خپل نوي راپور کې ویلي چې تېر کال د پرېمیر لیګ ټول عایدات ۳.۶ مېلیارد ډالرو ته لوړ شوي چې ۲۹ سلنه لوړوالی ښيي.

رپوټ وايي چې د پرېمیر لیګ کلبونو په اوسط ډول د مالیې له پرې کولو وړاندې ۱۸۷ مېلیون پاونډه ګټه لرله چې له ۱۹۹۹ کال راپدېخوا تر ټولو لوړه ده.

ډېلایټ په خپور شوي راپور کې ویلي:

"دا ښایي د فوټبال عایداتو په برخه کې لوی پرمختګ او د غټو کلبونو لپاره د ګټې وټې یو نوی پیل وي"

د انګلستان د پریمیرلیګ عایدات په ګډه د اسپانیا او اېټالیا تر لیګونو ډېر دي.

د انګلستان مخکښ لیګ له خپل سیال د جرمني بنډزلیګا نه هم شاوخوا ۱ مېلیارډ پاونډ ډېر عایدات لرل.

Image caption د لوبو د خپراوي عایدات ۴۸ سلنه لوړ شوي.

۲۰۱۳/۱۴ کلونو کې د پرېمیر لیګ عایدات

  • د کلبونو عایدات له ۴۳۳ مېلیون پاونډو (مانچېسټر یونایټېډ) نیولې تر ۸۳ مېلیون پاونډو (کرېسټل پالېس) و.
  • د لوبو د خپراوي عایدات ۴۸ سلنه لوړ شوي.
  • تجارتي عایدات له ۱۳۵ مېلیون پاونډو ۸۸۴ مېلیون پاونډو ته لوړ شوي.
  • د لوبې د ورځې عایدات ۵ سلنه لوړ شوي.
  • د پور کچه هم رالوېدلې او ۲.۴ مېلیارد ډالرو ته راکښته شوې.
  • د کلبونو د معاش لګښت هم ۷ سلنه لوړ شوی.
  • د انګلستان پرېمیرلیګ له ټولو ۲۰ کلبونو ۱۹ یې ګټه کړې.
  • دا له ۲۰۰۵ کال راپدېخوا لومړی کال و چې هېڅ نوی لوبغالی په کې نه دی پرانېستل شوی.

ورته مطالب