ازانګه کالم: له زلزلې مخکې

د انځور حقوق
Image caption جاپانیان ټولې ( لوړ پوړیزې ) او ( ټیټ پوړیزې ) ودانۍ داسې جوړوي، چې د زلزلو جټکو زغلمو توان ولري

جاپانیان نن سبا د تشنابونو جوړولو په فکر کې دي.

خیر!

تشنابونه یې مخکې هم درلودل، خو اوس غواړي د ټولو ودانیو په لفټونو کې هم یو ( ګرځنده ) غوندې تشناب ولري.

نه یوازې دا بلکې دوی غواړي په لفټونو کې د څښاک پاکې اوبه هم وساتي.

د دې وجه هم شته او هغه دا چې د ۲۰۱۱ کال زورورې زلزلې جاپانیان سخت ویرولي دي.

له هاغې زلزلې وروسته معلومه شوه، چې جاپان کې له زلزلې وروسته یو شمېر کسان ان تر نهو ساعتونو پورې په لفټونو کې ایسار پاتې شوو.

جاپان کې زلزلې معمول دی، خو اوس جاپاني ماهرین وايي په پایتخت توکیو کې ښايي تر پخوانۍ هغې هم زوروه زلزله راشي.

دوی دا حساب کتاب هم کړی، چې که دغسې کومه زلزله راغله د توکیو لفټونو کې به تر ۱۷ زرو پورې کسان ایسار پاتې شي.

په داسې صورت کې جاپانیانو ته دا مهمه معلومه شوه، چې باید د تشناب غم وشي.

جاپانیان د نصاب کتابونو ځینې برخې په کال کې دوه ځلې له سره بدلوي، چې وايي ماشومان باید له تازه علمي تحولاتو خبر واوسي.

په ښوونځیو کې یې هره ورځ تر پنځلسو دقیقو پورې ښوونکي او زده کونکي په ګډه ښوونځي جارو کوي، چې وايي نوی نسل له نظافت سره اشنا واوسي.

له لومړي ټولګي نه ماشوم ته د ټولنیزو اخلاقو درس ورکول کېږي، چې وايي بیا د خبرو پیل له کنځلو و نه کړي.

په عامه ځایونو کې جاپانیان د امکان تر حده موبایل ټیلیفون نه کاروي، چې وايي نورو ته مزاحمت و نه شي.

جاپانیان له لومړي ټولګي نه تر درییم ټولګي پورې له ماشومانو ازمویینه نه اخلي، وايي په دغې مودې کې یوازې له اخلاقي پلوه د ماشوم شخصیت جوړولو وخت دی، نه د ازموینو او حساب کتاب زده کولو.

داسې نور هم ډېرې بیلګې شته، چې د جاپانیانو د پرمختګ راز پکې نغښتی او دا هم ترې معلوميږي، چې له ازادۍ مخکې هم زموږ او هغوی په حال کې ډېر توپیر موجود و.

خو چې راشو په لفټونو کې د تشنابونو جوړولو خبرې ته، نو جاپانیان ځکه دغه چاره کوي، چې په دغه هېواد کې که یوه لور ته په نوم معدنیات نه شته، نو بل پلو هر کال پکې سلګونه ځلې زلزلې پکې راځي.

موږ چې د مرکز په مهمو او ( لوړ پوړیزو) ودانیو کې د معذورو او سپین ږیرو یا ناروغو کسانو لپاره یوه ځانګړې لار نه لرو، د اور لګېدو په حالت کې د بېړني بهر ته تګ لپاره دروازې نه لرو، ډېر وروسته مو دې ته پام اوړي، چې جاپانیان ټولې ( لوړ پوړیزې ) او ( ټیټ پوړیزې ) ودانۍ داسې جوړوي، چې د زلزلو جټکو زغلمو توان ولري، د ژوند کولو جوګه وي، نه یوازې د شپې سباکولو لپاره سرپناه او دغه ده چې جاپانیان اوس په لفټونو کې تشنابونه جوړوي، ځکه دوی له هغو چارو پخوا ځان وزګار کړی، چې دلته یې د کولو لپاره لاهم پیل نه دی شوی.