افغانستان کې د مېرمنو کار، تعليم که دواړه مهم دي؟

د بي بي سي پښتو تلويزيون د اپريل په مياشت کې د پکتيا ولايت پر پوهنتون رپوټ درلود. په رپوټ کې ويل شوي چې په ٧٠٠٠ محصلينو کې يوازې سل نجونې دي.

دې خبر په ټيوټر د يوې واشنگټن مېشتې سپوږمۍ کاکړ او يوه کابل مېشتي افغان سعد عمار ترمنځ بحث وپاراوه.

د دوى دا بحث د بي بي سي پښتو وېبپاڼې په بلنه د برېښناليک له لارې اوږد شو چې دلته يې تاسو لوستى شئ:

سعد عمار:

خبره په دې را څرخېدله چې په اوس وخت کې د افغانستان د مېرمنو لپاره لومړیتوبونه په څه ډول دي او هغه ادارې یا افراد چې د ښځو د حقونو په نوم په رسنیو کې لوړ غږ لري د کومو لومړیتوبونو لپاره اواز اوچتوي.

زما په اند، تر اوسه د افغان مېرمنو او نجونو هغه لومړیتوب چې باید ډېر بحث پرې شوی واى او ډېر ځل غوښتل شوي واى هغه د تعلیم او د لیک او لوست کچه ده.

د نړيوالې پرمختيا په باب ليکل شوي يوه رپوټ کې به تاسې ولولئ چې د افغانستان په کلیو کې په ډېر کم شمېر مېرمنې او نجونې لیک او لوست کولی شي.

شاید د ۵ سلنې څخه هم کمې وي. په ښارونو کې د ښځو د لیک او لوست کچه ۲۰ سلنه ښودل کېږي خو راپور وایي چې په دې سلنه کې د څرنګوالي او کیفیت ډیرې ستونزې شته، یوه عمده ستونزه په کې دا ده چې ښځینه ښوونکې نشته او که کوم ځاى کې وي، د هغوى د سواد کچه یا د ښوونې کیفیت لوړ نه دی.

هغه ادارې چې ځان د مېرمنو د حقونو استازي یا مدافعین ګڼي، هغوى تر اوسه د لیک او لوست د ستونزې خبره په بنسټیز ډول نه ده مطرح کړې، د هغوى اکثره غوښتنې په دې راڅرخي چې ښځو ته ولې په هرې پروسې کې کمه برخه ورکول کېږي.

د مثال په توګه، ځینو د ښځو د حقونو مدافعینو دا خبره مطرح کړې وه چې په کابینه کې دې ارو مرو ښځو ته زیاته برخه ورکړل شي.

تاسې به خبر یاست چې د افغانستان په اوسنۍ کابینه کې د ښځو شمېر د امریکا او د بریتانيا تر کابینې ډېر دی. په داسې حال کې چې امریکا او بریتانیا کې د ښځو د لیک او لوست کچه ۹۹ سلنه ده.

امریکا کې یوه ورځ چا شکایت و نه کړ چې ۹۹ سلنه مېرمنې لیک او لوست کولی شي خو د امریکا په کابینه کې یوازې درې مېرمنې ځای لري، خو افغانستان کې چې د ښځو د لیک او لوست کچه ۱۰ سلنه ده، دلته په کابینه کې په څلورو مېرمنو هم ځینې ادارې او فعالان خوشاله نه دي.

همدارنګه، د افغانستان په ولسي او مشرانو جرګو (پارلمان) کې د ښځو سلنه د امریکا او بریتانیا د پارلمان نه لوړه ده. دا ماته جالبه ده چې د افغانستان د پارلمان د ښځینه غړو فیصدي د امریکا له پارلمان څخه لوړه ده.

په افغانستان کې د ښځو او سړو د لیک او لوست د سلنې توپیر ۳۰ دی. د دغه توپیر د راکمولو په اړه تر اوسه ما داسې خوځښت نه دی لیدلی چې د هغوى هدف په رښتیني ډول دا وي چې ښځې او سړي دې په یو انډول تعلیم ترلاسه کړي. زما په نظر ۳۰ سلنه توپیر د ښځو او سړیو ترمنځ ډېر زیات دی.

اوس اکثره د ښځو د حقونو فعالان دا خبره راپورته کوي چې په ستره محکمه کې دې ارومرو ښځینه قاضیانې مقررې کړای شي او همدارنګه ځینې ولایتونه دي ښځو ته ورکړل شي.

زما په اند، په اوس وخت کې او د افغانستان حالت په نظر کې نیولو سره، دا غوښتنې د مېرمنو ستونزې نه شي حلولی. اوسمهال لومړیتوب دا دی چې د مېرمنو د لیک او لوست کچه لوړه شي.

د بي بي سي په تازه راپور کې مو ولیدل چې د پکتیا په پوهنتون کې ۷۰۰۰ محصلین زده کړې کوي او یوازې ۱۰۰ نجونې په کې محصلانې دي. تر اوسه چا په دې اړه غږ نه دی پورته کړی چې ولې د نجونو ونډه د ولایاتو په پوهنتونونو کې کمه ده او نه یې چا د حل لارو باندې فکر کړی دی.

زه د ښځو د کار، وظیفې او یا د لوړې دندې مخالف نه یم، زه په دې نظر یم چې د لومړیتوبونو په انتخاب کې له دقته کار واخلو.

موږ ته اوس وخت کې د کوم کار لپاره مبارزه په کار ده؟ په کابینه او سترې محکمې کې ښځې ډېرې کړو او که په ټول افغانستان کې د مېرمنو او نجونو د لیک او لوست کچه لوړه کړو؟ په کلیوالو سیمو کې خلک په دې پوه کړو چې په نجونو باندې تعلیم وکړي او ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي؟ شاید ځواب دا وي چې دواړه کارونه مهم دي. دې کې شک نه شته خو لومړیتوب کوم یو ته ورکوو؟

سپوږمۍ کاکړ:

د ښځو استازیتوب په حکومتي او غیر حکومتي ارګانونو کې او د نجونو زده کړې ته پاملرنه دوه بېلا بېلې موضوع ګانې دي.

زه تاسو سره موافقه یم چې د نجونو د زده کړې په موضوع باندې باید ډېر غور وشي خو د دې خبرې سره مو ستونزه لرم چې اوسمهال پاملرنه باید یوازې د نجونو د پوهنې لور ته واړول شي، نه د دوی کار ته.

په ۲۱مه پېړۍ کې ایا موږ دې ته انتظار وباسو چې د افغانستان ټولې ښځې اول باسواده شي او بیا لوړو دندو ته وګومارل شي؟

زما په اند اوسمهال دواړو ته باید موازي پاملرنه وشي. که موږ پر دې بحث وکړو چې کوم یو ته لومړیتوب ورکړو، دا به د وخت ضایع کول وي. اوس افغانستان له هغې مرحلې راوتی.

موږ باید پر دې بحث وکړو چې څرنګه ښځو ته د تعلیم او کار فرصت برابر شي، نه دا چې ایا د ښځو لپاره تعلیم او کار ضرور دی او که نه، او کوم یو ته باید لومړیتوب ورکړو. زه دلته څو ټکو ته اشاره کوم.

لومړی دا چې که په افغانستان کې د مېرمنو د تعلیم او د لیک او لوست کچه ټیټه ده، دا ستونزه یوازې د ښځو د حقوقو مدافعین او هغه ښځې چې په حکومت کې دنده ترسره کوي نه شي حلولی.

د پوهنې او د لوړو زده کړو وزارت باید د دې کار لپاره منظم پلان جوړ کړي چې نجونو ته د درس ویلو زمینې برابرې شي او کورنۍ يې په دې وپوهول شي چې د نجونو زده کړه هغومره اړینه ده لکه د هلکانو.

زه منم چې د ښځو تعلیم ته باید ډېر جدي کار وشي په تېره بیا هغه ښځې چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او د ژوند شرایط یې ډېر سخت دي ځکه چې دغه ښځې د افغانستان اکثریت جوړوي.

زموږ بحث په ټوېټر کې له دې پیل شو چې ګردېز کې د پکتیا پوهنتون ۷۰۰۰ محصلین لري، څه کم سل یې نجونې دي. دا ولې؟ او دلته ملامت څوک دي؟

دلته ملامتې هغه کورنۍ دي چې خپلې نجونې یې لوړو زده کړو ته نه دي پرېښي.، ملامته هغه ټولنه ده چې فکر کوي ښځو ته لوړې زده کړې مهمې نه دي. ګرم هغه حکومتونه دي چې په دې ټکي پوهېدل یا پوهېږي او په اړه یې هېڅ ګامونه نه پورته کوي. ګرم هغه سخت دریځه اورپکي دي چې تل د نجونو د تعلیم په خلاف بې ځایه تبلیغ کوي او هغه افغانان هم ملامته دي چې د سیمي د باوري امن د راوستلو په چارو کې مرسته نه کوي.

د ښځو د حقونو فعالان دومره کولی شي چې د تعلیم د اهمیت په اړه خبرې وکړي او د ټولو تعلیمي ادارو پام د ښځو او نجونو تعلیم ته راواړوي. دا د دوی لپاره شونې نه ده چې د هر کور دروازه وټکوي او کورنۍ دې ته وهڅوي چې خپلې نجونې او خویندې د ښوونې او روزنې مرکزونو ته واستوي.

که څه هم مدني ټولنې په خپل کار ښه پوهېږي او په دې لړ کې لازم ګامونه اخلي، خو له دې سره سره باید د هغوی پام د هغو سیمو لور ته وګرځول شي چې ستونزې په کې زیاتې دي.

موږ (سړي او ښځې) باید مدني ټولنې دې ته وهڅوو چې دغو سیمو ته د ورتګ لارې چارې وڅېړي. د ښځو او سړو سره مخامخ جرګې او مرکې پیل کړي او د ستونزو د کمولو او حلولو په هکله ورسره خبرې وکړي. البته دا د یوې ورځې کار نه دی بلکې ډېر وخت او حوصلې ته اړتیا لري.

نو په کار ده چې دواړه کاره موازي پر مخ لاړ شي. دا په دې مانا هغه ښځې او نجونې چې لوړې زده کړې او د کار تجربه لري، هغوی دې په حکومتي او غیر حکومتي موسساتو کې جذب شي. او هغه نسل چې تر اوسه دغه پوړ ته نه دی رسېدلی، هغوی ته د زده کړې شرایط برابر شي.

دویم دا چې که څه هم ښځې د افغانستان نیمایي برخه جوړوي خو بیا هم په هر بهیر کې د دوی لازمه ونډه له پامه غورځول کېږي. دا یو حقیقت دی، او له دې نه څوک سترګې نه شي پټولی. موږ ولیدل چې ښځو په وروستیو ټولټاکنو کې د سړو په څېر ونډه واخیسته. که نوماندان د ښځو رایې غواړي نو په حکومت کې هم باید برخه ورکړي.

تاسو افغانستان له امریکا سره پرتله کړی. اوسمهال د امریکا په کابینه کې اووه ښځې او په ستره محکمه کې درې ښځې کار کوي. په دې سربېره ښځې د والیانو، سناتورانو او استازو په توګه هم دندې ترسره کوي. ښځې ریسانې، مدیرانې او مشرانې هم بې شمېره دي. هو! د سړو په نسبت په حکومتي ارګانونو کې او په ځینو غیر حکومتي ارګانونو کې ښځې کمې دي، خو ښځې زیار باسې چې دغه تشه له منځه یوسي. د امریکا په هر شرکت کې دا هڅه کېږي چې څنګه د جنډر (ښځو او سړو) مساوات وساتل شي.

ما دا هم د سړو نه اورېدلي چې اکثره ښځې د لیاقت له مخې نه بلکې د دې لپاره جګو پوسټونو ته ګومارل کېږي چې د جنډر موضوع حل شي. که د افغانستان اوسنۍ کابینې ته وګورو نو دا مالومېږي چې اکثره وزیران حکومتي تجربه نه لري او یا هم کومې څوکۍ ته چې مقرر شوي ، تجربه یې نه لري. دلته زه سړي او ښځې دواړه یادوم. زموږ په حکومت کې دننه په ډېرو لوړو پوسټونو کې داسې سړي شته چې د ورسپارل شویو دندو د پر مخ وړلو وړتیا نه لري. بله دا چې په لوړو دندو کې د ښځو ګومارل باید سمبولیکه بڼه و نه لري او د لیاقت او تجربې له مخې وي.

دریم دا چې که د تعلیم موضوع زموږ لومړیتوب وي نو لوستو ښځو ته د کار زمېنه برابرول هم باید زمونږ لومړیتوب و اوسي ځکه لکه سړو غوندې دوی هم باید د خپلو زده کړو ثمره وګوري.

همدارنګه وړو نجونو ته باید سترې ښځې ور وپېژندل شي چې دوی یې د ایډیال په شکل ځانته ونیسي، زیار وباسي چې ځان د هغوی درجې ته ورسوي.

د یادولو وړ ده چې په امریکا کې هم تر ۱۹۲۰م کال پورې ښځو ته د رایې ورکولو اجازه نه وه خو اوس ښځو د ژوند په ټولو ډګرونو کې پرمختګ کړی دی.

په افغانستان کې هم باید د ښځو ونډه په حکومتي او غیر حکومتي موسسو کې ډېره شي ځکه که موږ د افغانستان پرمختګ غواړو نو د خپلو وګړو د نیمايي په حذفولو کې دغه پرمختګ ناشونی دی. له دریو لسیزو جګړو وروسته اوس د دې وخت راغلی چې ښځې او سړي په ګډه دا هېواد آباد کړي.

په نړۍ کې هېڅ داسې پرمختللی هېواد نه شته چې پرته د ښځو له فعالې ونډې یې پرمختګ کړی وي. په بل عبارت، نن سبا یوازې هغه هېوادونه پرمختګ کولی شي چې د ښځو لپاره یې د تحصیل او کار پوره فرصتونه برابر کړي وي.

سعد عمار:

ما بحث د افغانستان د مېرمنو په لومړیتوبونو پیل کړ، یعنې اوسمهال د افغاني مېرمنو لپاره لومړیتوب څه دی؟ او د بحث مهمه برخه چې تاسې ورته په خپل ځواب کې اشاره نه ده کړې دا ده چې د ښځو د حقونو فعالانو تر اوسه د نجونو د تعلیم او مېرمنو ته په حکومت کې د لوړو پوسټونو لپاره غږ په یو ډول نه دی پورته کړی.

د فعالانو زیاته پاملرنه او مبارزه د مېرمنو د لوړو پوسټونو، په پارلمان کې د استازیتوب او د وزارت او ولایت لپاره ده. د مېرمنو د لیک او لوست لپاره چې څنګه په کار ده هغسې یې غږ نه دی پورته کړی. او د فعالانو دا نا انډوله مبارزه د دې لامل شوه چې په تېرو دیارلسو کلونو کې چې څنګه لازمه وه، هغسې د مېرمنو د لیک او لوست کچه نده لوړه شوې.

تاسې به په هغه راپور کې چې لینک یې ما مخکې تاسې سره شریک کړ، لوستې وي چې په میلیونونو ډالر د افغانستان د مېرمنو په نوم ولګول شول خو ګټه یې ډېره کمه او د لیک او لوست د کچې په لوړولو کې د پاملرنې وړ نه وه.

د لومړیتوب بحث په دې معنا نه دی چې یوازې تعلیم ته دې کار وشي او د مېرمنو لپاره دې د کار په فرصتونو خبره نه کېږي. تاسې وویل چې دا به د وخت ضایع کول وي. زما په اند، د وخت او پیسو ضایع کول دا دي چې میرمنې بې‌ سواده پرېښودل شي او په میلیونونو ډالر د هغو بهرنیو او کورنیو سلاکارانو په معاشونو مصرف شي چې دلته د ښځو د حقونو د فعالانو په نوم کار کوي.

د ښځو د حقونو د یوه سلاکار په معاش باندې د افغانستان په یوه کلي کې نجونو ته ښوونځی جوړېدای شي. هغه سلاکار خپله شپه او ورځ په دې تېروي چې ښځې دې سترې محکمې کې مقررې شي او بل خوا زموږ د کلیو نجونې بې ‌تعلیمه پاتي کېږي. دا زما لپاره جدي موضوع ده، او اوسمهال به زما لپاره لومړیتوب دا وي چې کلیو کې نجونې بې‌ تعلیمه پاتي نه شي.

همدارنګه، تاسې په خپل بحث کې د پکتیا د پوهنتون ستونزه چې په ۷۰۰۰ محصلینو کې یوازې سل یې نجونې دي، دا پړه مو په کورنیو، ټولنې او حکومت اچولې. ظاهراً، تاسې د ښځو د حقونو فعالان نه دي ملامت کړي.

له تاسو سره زما د نظر اختلاف همدلته دی چې زما په نظر د ملامتیا اکثره برخه د ښځو د حقونو په فعالانو او په رسنیو باندې راځي، ځکه په تېرو دیارلسو کلونو کې هغوی په دې اړه خلکو ته سم پوهاوی نه دی ورکړی، په داسې حال کې چې هغوی د همدې هدف لپاره له مرستندویانو په میلیونونو ډالر اخیستې دي.

په کلیوالو سیمو کې چې اکثره خلک یې د لیک او لوست سره اشنا نه دي او مېرمنې یې بلکل بې‌ تعلیمه دي، هغوی به څنګه د تعلیم په ارزښت پوه شي. هماغه کسان باید دا خپل کار وبولي چې د همدې پوهاوي لپاره معاش اخلي. خو له بده مرغه دوی ته لومړیتوب دا دی چې کابینه کې څو ښځې وزیرانې شوې او څو ولایتونو کې ښځې والیانې دي؟

تاسې خپل بحث کې وویل چې مدني ټولنې په خپل کار ښه پوهېږي او په دې لړ کې لازم ګامونه اخلي. دې خبرې سره مو موافق نه یم. زما بحث پر همدې دی چې دوی (د ښځو د حقونو فعالان او ورته مدني بنسټونو) د مېرمنو د لیک او لوست د فیصدۍ په لوړولو کې تر اوسه د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.

بیا مو وویل موږ باید مدني ټولنې وهڅوو چې دغو سیمو ته د ورتګ لارې چارې وڅېړي. زما په نظر همدې ځای کې د مدني ټولنې د ځینو بنسټونو نه لومړیتوبونه ګډوډ شوي، او تاسې ورته په غیر مستقیم ډول اشاره وکړه.

یوه خبره چې اکثره فعالان یې کوي دا ده چې د افغانستان نیمایې برخه ښځې جوړوي. دا ډېره مهمه خبره ده او څنګه چې په کار ده دغو فعالانو دا خبره سمه نه ده تحلیل کړې.

دې کې هېڅ شک نه شته چې د افغانستان د ټولنې نیمایې برخه مېرمنې دي، خو دلته که د مثال په توګه د افغانستان وګړي ۳۰ میلیونه حساب کړو، نو ۱۵ میلیونه په کې مېرمنې دي. په ۱۵ میلیونو مېرمنو کې یوازې لس سلنه مېرمنې لیک او لوست کولی شي، او هغه مېرمنو چې لوړ تحصیلات یې ترلاسه کړي وي، ښايي فیصدي یې تر دې هم ډېره کمه وي.

بل خوا هېواد کې د مېرمنو په پرتله د سړو د لیک او لوست کچه ۳۰ سلنه لوړه ده. زما د بحث محوري ټکی همدا دی، کله چې د ښځو او سړو تر منځ د لیک او لوست فیصدي برابره شوه، نو بیا په هماغه انډول د حکومتي دندو د وېش خبره مطرح کېدای شي. که د مېرمنو زیاته برخه بې تعلیمه وي او د ښځو د حقونو فعالان یې د لوړو پوسټونو لپاره غږ اوچتوي او د لیک او لوست فیصدۍ لوړولو ته یې کمه پاملرنه کوي نو دا زما په نظر په لومړیتوب کې تېروتنه ده.

زه اوس هم په خپلې خبرې ټینګار کوم، کوم شور ماشور چې کابینې کې د ښځو د ونډې په سر دلته موږ ولید هغه نورو هېوادونو کې نه لیدل کېږي. په داسې حال کې چې هلته د ښځو او سړو د لیک او لوست کچه سره برابره وي.

د امریکا او بریتانیا مثال مې ځکه راوړ چې هلته د ښځو او سړو د لیک او لوست کچه برابره ده خو بیا هم د ښځینه وزیرانو شمېر یې د افغانستان له ښځینه وزیرانو زیات نه دی. (په کابینه کې زما اشاره وزیرانو ته وه، تاسې فکر کوم عمومي ریاست او لویه څارنوالي هم وزیرانو کې شمېرلې).

زه یو ځل بیا تکراروم چې پر لوړو دندو د مېرمنو د ګومارلو مخالف نه یم، بلکې دا د ټولنې ضرورت ګڼم. خو په خپل وخت او په تدریج سره. کله چې د ښځو د لیک او لوست کچه لوړېږي په هماغه کچه دې لوړ پوسټونه هم ورکول کېږي. خو که د تعلیم کچه یې نه لوړېږي او د لوړو دندو لپاره یې څو برابره زیات غږ اوچتېږي، نو دا بیا زما په نظر یوه غیر طبیعي او نا انډوله مبارزه ده. او دې ته زه په لومړیتوبونو کې تېروتنه وایم.

سپوږمۍ کاکړ:

ما مخکې هم دا خبره کړې وه او اوس هم پرې ټینګار کوم چې د ښځو د تعلیم په برخه کې باید سړي او ښځې دواړه په ګډه کار وکړي. حکومت، د پوهنې وزارت باید په کلیو او لرې پرتو سیمو کې د نجونو لپاره ښوونځي جوړ کړي.

د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت باید په خپلو لومړیتوبونو غور وکړي او د نجونو تعلیم دې خپل لومړیتوب وګرځوي.

په افغانستان کې داسې ښځې اوس هم ډېرې دي چې د ښځو د لیک او لوست د کچې د لوړولو په برخه کې کار کوي. ما دا نه دي ویلي چې په کلیو کې دې ښوونځي جوړ نه شي او یا په دې برخه کې دې کار و نه شي. زه هم فکر کوم چې دا ډېره جدي موضوع ده او په دې برخه کې باید ډېر کار وشي.

ښوونځی جوړول د پوهنې د وزارت کار دی نو د دې وزارت کارکوونکي، سړي او ښځې، باید په دې برخه کې منظم پلان جوړ کړي چې د هېواد ټولو نجونو ته د زده کړې مساوي زمینه برابره شي.

تاسو ویلي دي چې په افغانستان کې د لوستو سړو کچه د ښځو په پرتله ډېره ده. دا منم خو په کابینه او پارلمان کې ښځې او سړي برابر نه دي، بلکې د ښځو کچه د سړو په پرتله ډېره کمه ده.

ایا تاسو فکر کوئ چې دا څلور څوکۍ په کابینه کې هم ښځو ته نه وای ورکړل شوای؟ په سړي سالاره ټولنه کې چېرته چې سړي فکر کوي باید ټول واک د دوی په لاس کې وي، دا ډېره مهمه ده چې ښځې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي. ښځې د افغانستان نیمایي وګړي جوړوي او دا د دوی حق دی چې په حکومت کې ورته برخه وکړل شي.

د امریکا په کابینه کې اوسمهال ۷ ښځې دنده ترسره کوي. دا لاندې لینک وګورئ.

په اخر کې زه بیا هم تکراروم چې په نړۍ کې داسې هېواد نه شته چې د ښځو د فعالې ونډې پرته یې پرمختګ کړی وي. موږ باید لوستو ښځو ته د کار زمینې برابرې کړو او نالوستو نجونو ته د تعلیم فرصتونه. نه سړي د ښځو پرته پرمختګ کولی شي او نه هم ښځې د سړو پرته. د دوی ګډه فعاله ونډه یوه پرمختللې ټولنه جوړولی شي.