موصل کې د اسلامي دولت ډلې تر واکمنۍ لاندې د ژوند حالت

Image caption د ښار ځیني اوسېدونکي وایي چې د اسلام هغه انځور چې د اسلامي دولت ډله یې وړاندې کوي، دوی ته د منلو وړ نه دی.

بي بي سي د عراق له موصل ښاره داسې ځانګړي تلویزیوني انځورونه ترلاسه کړي چې په دې ښار کې د اسلامي دولت ډلې تر واک لاندې د عادي ولسي وګړو ژوند ښیي.

دا ویډیو د بي بي سي خبریال غدي ساري ته په لاس ورغلې او په کې د باروتو په مرستو د زیارتونو د وېجاوړلو، د تشو ښوونځیو او داسې مېرمنو صحنې ښودل کېږي چې له سره تر پایه یې ځانونه په تور ټوکر کې پټ کړي.

د ښار ځیني اوسېدونکي وایي چې د اسلام هغه انځور چې د اسلامي دولت ډله یې وړاندې کوي، دوی ته د منلو وړ نه دی، خو د دې ډلې له وېرې غږ نه شي پورته کولای.

د موصل ښار اوسېدونکي په وېره کې ژوند کوي، هم د اسلامي دولت ډلې وېره، او هم پر دې ښار د حکومتي ځواکونو د برید وېره. هغه خلک چې توان یې درلود، وار د مخه له دې ښاره تښتېدلي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بي بي سي له خوا ترلاسه شوي ویډیويي انځورونه ښیي چې مېرمنې له سره تر پایه په تور ټوکر کې پټې دي. ان که د لاس ګوتې یې هم ښکاره شي نو د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو لخوا درول کېږي او ګواښل کېږي.

یاسمین د موصل ښار اوسېدونکې ده. په پوهنتون کې یې هنرونه لوستي. اوس هم په پټه ځینې وخت مجسمې جوړوي. وایي د اسلامي دولت ډله د عراق تاریخ او تمدن ته لوی ګواښ دی.

"په موصل ښار کې چې کوم لرغوني توکي موجود وو هغوی د عراق د پخواني تاریخ استازیتوب کاوه. د عراقي ولس د تمدن استازیتوب یې کاوه. کله چې له منځه یوړل شول نو موږ هک حیران شوو. زړونه مو مات شول. د زرګونو کلونو لرغوني توکي یې په څو ثانیو کې مات کړل. هر څه له سترګو پناه شول."

د موصل ښار مذهبي لږکي هم د اسلامي دولت ډلې له سخت دریځۍ او بد چلنده سر ټکوي. زرګونه شیعه او عیسوي وګړي اړ شوي چې له دې ښاره نورو سیمو ته کډوه وکړي. هغه چې دلته پاتې دي، اړ دي چې د دې ډلې هر قانون او هر امر ته سر ټیټ کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption خوشې شوي وېره لري که څه ووايي نو ښايي بیا به ونیول شي.

ابو نور یو عیسوي وګړی دی چې پخوا په موصل کې اوسېده. خو اوس د ازاد کردستان سیمې ته یې پناه وړې.

دی وايي: "داسې ګنګوسې وې چې په موصل ښار کې له ټولو عیسوي وګړو غوښتنه شوې چې جزیه ورکړي. دا یو ډول مالیه ده چې په پخوانیو اسلامي امپراتوریو کې د غیر مسلمانه وګړو لخوا ورکول کېده."

"که چا جزیه نشوه ورکولای نو باید چې اسلام یې قبول کړی وای، او یا له ښاره وتلي وای. زما لپاره شونې نه وه چې خپل دین بدل کړم. زه عیسوی پیدا شوی وم او عیسوی به مرم. بس همدا لامل و چې له موصل ښاره راووتم."

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption انځورونه ښیي چې مېرمنې له سره تر پایه په تور ټوکر کې پټې دي.

هغه عیسوي وګړي چې له موصل ښاره وتلي، کورونه یې د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو لخوا نیول شوي دي.

په ویډیو کې د شیعه وګړو د جوماتونو او همدا رنګه د پخوانیو کلیساو د وېجاوړلو صحنې هم ښودل شوي دي. د ښار اوسېدونکي وایي د اسلامي دولت ډله خلکو ته داسې سزاوې ورکوي چې د اسلامي خلافت په ورځو کې رواج وې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسلامي دولت ډله د عیسویانو د سیمو په نښه کولو لپاره د (ن) توری کاروي.

که چا سګرټ څکلي وي نو په درو وهل کېږي. له غله لاس پرې کېږي. که نارینه زنا وکړي نو له لوړې ودانۍ ښکته را غورځول کېږي، او که مېرمنې داسې وکړي نو سنګساروي یي.

په موصل ښار کې د ولسي وګړو ژوند له کړاوونو ډک ښکاري. تېل نه پيدا کېږي. کار نشته. ډېری ځوانان په کورونو کې ناست دي. ښوونځي تړل شوي او په روغتونونو کې یوازې د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو درملنه کېږي.

که له چا سره یو څه روپۍ پاتې وي، ګزاره پرې کوي. که څوک یې نه لري، نو یوازینۍ هیله او تمه یې له خدایه ده.

ورته مطالب