درڅه کالم - "سیلۍ" د زده کړې له مشاله سره

د انځور حقوق BBC World Service

له ژوند او بېکارۍ ستړي میندې او پلرونه په غوسه کې خپل اولاد ته ووایي، ښوونځي ته مه ځه، موږ چې تعلیم کړی څه ګټه مو وکړه‎؟ ورشه یوه کسب او کمال زده کړه، روزي په کسب پیدا کېږي.

د کسبونو خاوندان او د ښار په واټونو کې مزدورۍ ته ناست ماشومان، ځوانان، سپین ږیري بیا همدا افسوس کوي که تعلیم مو کړی وای داسې به خوار نه وو.

ځیني خلک زده کړې د پیسو ګټلو یوازینۍ لاره ګڼي، خو ځینې یې بیا د دغې اړتیا سره سره خپلو ټولنو ته د خدمت کولو او په ټولنو کې د فکري بدلون وسیله هم ګني.

ځینې بیا په زده کړو کې د نجونو زده کړې کفر ګڼي، خو کله چې ښځینه ناروغه ورپېښه شي، نارینه ډاکتر ته یې نه بیایي او هغه شېبه بیا دا شکایت کوي چې ولې ښځینه ډاکټرانې نه شته.

خو چې ورته وایي ولې دې لور ښوونځي ته نه پرېږدې، چې ډاکټره شي؟ ځواب کې به درته ووایي، د ښار نجونې خو شته، هغوی دې ډاکټرانې شي.

له دغو متضادو نظرونو، نهیلو څېرو د ژوند له سل رنګه رنګونو او ستړو سره مې یو تصویر سترګو ته تل ولاړ وي.

د خوست د یوې کليوالې نجلۍ انځور، په تعلیم پسې د ښار خواته روانه یوه نجلۍ، چې د ډاکټرۍ زده کړو لپاره د خوست ښار ته ځي، غواړي ډاکټره شي او د خپل ولایت ښځمنو دردونو ته دوا شي.

د موبایل زنګ مې وشړنګېږي، یو خوږ او ارام غږ مې په غوږونو کې ازانګه وکړي. وروسته له سلام او جوړ پخیر نه یې وپوښتم، پوهنتون ته ځې؟ په ډاډه زړه او زړور غږ راته ووایي هو ځم.

دا زړوره نجلۍ د خوست اوسېدونکې ده چې ځان ته یې د سیلۍ تخلص خوښ کړی او راته وایي د سیلۍ نوم یې ځکه خوښ دی چې د سیلۍ مخې ته څوک د درېدو تاب نه لري.

سیلۍ په سختو شرایطو کې تعلیم کړی او کوي یې او لکه سیلۍ له هرې لوړې او ژورې څخه تېرېږي خو د زده کړې مشال یې له لاسه نه دی غورځولی او لا یې بل ساتلی.

دا چې کله له دولسم ټولګي فارغه شوه، پوهنتون ته یې د تلو نیت وکړ. د کانکور په ازموینه کې د اقتصاد پوهنځي ته بریالۍ شوه خو د هغې او د کورنۍ یې دا مسلک خوښ نه و. د هغوی ارمان و چې سیلۍ ډاکټره شي او هغه ستونزې چې د دې د ولایت ښځمنې یې له صحي اړخه لري هغو سره په راتلونکې کې مرسته وکړي.

سیلۍ راته وایي هغې ډېر په سختو حالاتو کې تر دولسم ټولګي ځان ورساوه، ځکه د کلي خلکو به یې کورنۍ ته ویل لور مو نور زده کړو ته ضرورت نه لري خو د سیلۍ کورنۍ د دغو ټولو ستونزو سره مقابله وکړه او د کلي خلکو ته یې وویل چې لور د دوی ده او واک یې هم د دوی دی.

له نیکه مرغه د سیلۍ کورنۍ اوس هم د خپلې لور لاس نیولی او د ښار په یوه شخصي پوهنتون کې د ډاکټرۍ زده کړې پرې کوي.

سیلۍ ځکه غواړي ډاکتره شي چې په افغاني ټولنه او په خاصه توګه په کلیو کې افغانې مېرمنې له سختو روغتیايي ستونزو سره مخ دي او د ډېرو عادي ناروغیو او ناسمې درملنې له امله مري.

هغه څّه چې سیلي ډېره ځوروي د زېږون په وخت د مور یا ماشوم مړینه ده او دا غواړي د ډاکټرۍ د مسلک په واسطه د زېږون پر مهال د ډېرو میندو او ماشومانو ژوند خوندي کړي.

د سیلۍ د زده کړو په خواریو کې دوه عامله ډېر خوندور دي، له سیلۍ سره کورنی ملاتړ او د سیلۍ کلک هوډ.

سیلۍ وایي غواړي ځانته او خلکو ته ژوند وکړي نه د خلکو خبرو ته، چې د نجلۍ زده کړه ورته بده ښکاري.

هغه وایي ډېری وخت یې د زده کړو فیس په پور پرې کېږي. سیلۍ وایي کله د فیس پیسې په کور کې نه وي خو ورور مې راته وایي، ته زده کړه کوه، پوهنتون مه پرېږده، فیس به پیدا شي.

د سیلۍ هوډ او د هغې د کورنۍ ملاتړ مې په خپلې هغې خبرې ډېره باوري کوي چې د ښځو د تعلیم پر وړاندې لوی خنډ جګړه ده نه کلتوري محدویت، ځکه موږ جګړې وژلي یو، د ناامنیو له امله ډېر ښوونځي تړل شوي او ډېرې کورنۍ خپلې لوڼې ښوونځیو ته د خرابو امنیتي شرایطو له امله نه پرېږدي، یا ښایي منفي فکرونه مو د جګړو ډالۍ وي ځکه که جګړه نه وای سیلۍ به یوازې نه وه.

سیلۍ د ډاکټرۍ د زده کړو تر څنګ شاعرانه ذوق هم پالي او د جګړو همدا ناخوالې په شاعرۍ کې راخلي او د هغې شاعرانه تومنه او ذوق هم د هغې د ډاکټرې کېدو د کلک هوډ په شان ښایسته دی.

هغه وایي که جنګ نه وای هر څه به ډېر ښکلي وو، ځکه زموږ وطن ډېر ښکلی دی. سیلۍ په یوه بیت کې وایي:

خدایه په دې وطن کې څه روان دي؟

کېږي په هر ځای کې د مړینې کیسې

سیلۍ ۱۹ کلنه ده او د داکټرۍ دویم کال پوره کوي. د خپل تعلیم تر څنګ کله کله په خپل کور کې نجونو ته د لومړینو زده کړو کورسونه هم جوړوي او د خپل هېواد او خلکو د خدمت لپاره یې د زده کړې بل کړی مشال تر منزله رسوي.

په ډېرو نهیلیو، کړاونو، ستړي ژوند، چاودنو او د مرګ او ویر په چیغو کې کله کله د سیلۍ په شان هیلې د ژوند کولو همت راکوي او د ژوند ښایستونو وړانګې خپروي.

ورته مطالب