جورجیا کې د سېلابونو له کبله ژوي سړکونو ته راوتلي دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دولتي چارواکي وايي ګڼ شمېر کسان چې په سيمه کې بند پاتې وو د الوتکو په په واسطه خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي

د تېزو سېلابونو له کبله د جورجیا په پلازمېنه ټېبليسي کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د ټېبليسي چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له ژوبڼ ګڼ شمېر ژوی تښتېدلي دی او خلکو ته يې په کورونو کې د پاتې کېدو امر کړی دی.

ورکو شويو ژويو کې زمريان، پړانګان، يګ او لېوان شامل دي.

د اوبو اس د ښار په يوه څنډه کې د بې هوښه کوونکي ټوپک په واسته ارام او بيا نيول شوی دی.

بل خوا د ژغورنې ډلې په ورانو او ويجاړو شويو کورونو کې د بندو کسانو په لټه کې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اوبو اس د ښار په يوه څنډه کې د بې هوښه کوونکي ټوپک په واسته ارام او بيا نيول شوی دی
د انځور حقوق n

په سيمه کې د سېلابونو له امله په لويه کچه زيان اوښتی دی او ويل کېږي ګڼ شمېر کسان بې کوره پاتې دي.

ځايي چارواکي وايي په زرګونو کسان خوراکي موادو ته اړتيا لري او په سيمه کې برېښنا نشته.

دولتي چارواکي وايي ګڼ شمېر کسان چې په سيمه کې بند پاتې وو د الوتکو په په واسطه خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

د ګرجستان لومړي وزير اېراکلي ګبرشوېلي له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې د ژويو تر موندلو پورې په کورنو کې پاتې شي.

ځينې له دغو ژويو موندل شوي او يا وژل شوي خو تراوسه روښانه نه ده چې څومره لادرکه دي.

د ټېبلي مرستيال ښاروال اېرکلي لېکوېناډز وايي د سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۰ ميليون ډالره زيان اوښتی دی.

۲۰۱۲ کال مۍ مياشت کې په ټېبليسي کې د سېلابونو له کبله پنځه کسان وژل شوي وو.

د انځور حقوق AP
Image caption د ټېبلي مرستيال ښاروال اېرکلي لېکوېناډز وايي د سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۰ ميليون ډالره زيان اوښتی دی
د انځور حقوق AP