د منځني ختیځ نقشه څنګه جوړه شوې؟

Image caption اسلامي دولت ډلې د عراق او سوریې د خاورې ځینې برخې نیولې او د خلافت نوم یې ورباندې ایښی

نږدې یوه پېړۍ وروسته له هغې چې بریتانوي او فرانسوي استعمار د منځني ختیځ پولې جوړې کړې، داسې پېښې شوې چې د هېوادونو تر منځ پولې یې له منځه وړي.

هغه هېوادونه چې د لندن او پاریس امپراطوریو د پلانونو له مخې جوړ شوي وو، اوس د جهادیانو، ملتپالو، یاغیانو او جنګ سالارانو له خوا د ټوټې ټوټې کېدو په حال کې دي.

د عراق او سوریې ترمنځ پوله د اسلامي دولت ډلې تر کنترول لاندې ده، د سوریې کردان اوس هغسې کورواکي لري چې عراقي کردانو ډېر کلونه درلودله. نژادي، قبیلوي او مذهبي مشران په لیبیا او یمن کې ځانته د واک خپلې سیمې لري.

په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه په ویجاړېدو دي، ځینې ښارونو چې یو وخت پایتختونه وو خپل اهمیت بایللی دی. ښايي د نړۍ هېوادونه په منځني ختیځ کې سفارتونه ولري خو هلته اغېزناکه وزیران نه شته چې دوی ورسره اړیکې ونیسي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لیبیا زیاتره برخه د اسلامپالو ملېشو په لاس کې ده

د بغداد، دمشق، تبروک او صنعا حکومتونه اوس د خپلو هېوادو د خاورې پر پراخو برخو واکمن نه دي.

د لندن د اقتصاد پوهنځي پروفیسر فواز ګرګیس بي بي سي ته وویل "د قوې استعمال نور د دې سیمې د حکومتونو په انحصار کې نه دی".

دا په دې معنا ده چې ځینې مرکزي حکومتونه اوس د خپل دفاع لپاره پر اورپکو او نا حکومتي لوبغاړو تکیه کوي.

قاچاق

حتی د منځني ختیځ تر ټولو باارزښته زېرمه یعنې تیل د حکومت له واکه په وتو ده. لس کاله کېږي چې عراقي کردانو د تیلو د صادراتو لپاره یو قانوني بنسټ جوړ کړی او د لیبیا یاغي ځواکونه او د اسلامي دولت ډله دواړه له تیلو عایدات ترلاسه کوي.

غیر حکومتي لوبغاړو ته د اومو تیلو پلورل سخت دي خو د چاڼ شویو تیلو او د هغو د نورو محصولاتو قاچاق ورته ډېر آسانه دی.

د تیلو د صنعت یو کارپوه جان هامیلتون وايي: "داسې شبکه شته چې له مذهبي او ایډیالوژیکو پولو څخه تېرېږي، په ټوله سیمه کې خلک هر ډول تیل، ډیزل، پټرول او ورسره تړلي محصولات پېري او پلوري او ډېره ګټه کوي".

د منځني ختیځ بدلونونو لپاره ډېر دلایل شته دي.

ځینې شنونکي داسې دلایل یادوي لکه د عربي ملتپالنې ناکامي، د دېموکراتیکې ودې نشتوالی، د استعمار پاتې شونې، صهیونیزم، د لویدیځ تجارتي ځان ساتنه، فساد، د پوهنې روزنې ټیټه کچه، او په نړیواله کچه د اسلامي بنیادګرۍ بیا راژوندي کېدل.

خو ښايي تر ټولو پیاوړی فوري ځواک چې د منځني ختیخ ټولنې ټوټې ټوټې کوي به سکتاریانیزم یا فرقه پالنه وي. په ټوله سیمه کې سني او شیعه مسلمانان په خپلو منځو کې په جګړو بوخت دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بریتانیا او فرانسې په ۱۹۱۹ کې د پاریس د سولې په کنفرانس کې چې شهزاده فیصل او اډوارډ لارنس پکې ګډون درلود، د سیمې پولې جوړې کړې.

دوه سیمه ییز زبر ځواکونه، سعودي عربستان او ایران دواړه سیمې کې په نیابتي جګړې بوخت دي.

په تېر وخت کې نړیوالو زبر ځواکونو د منځني ختیځ هېوادونه له ټوټې ټوټې کېدو ساتلي وو خو اوس روښانه نه ده چې واشنګټن یا مسکو به وکولی شي او یا و به غواړي چې سوریه، لیبیا، یمن او عراق د واحدو یو موټو هېوادونو په توګه وساتي.

د راتلونکي لپاره هغه پوښتنه چې زیاتره لویدیځ دیپلوماتان یې کوي دا نه ده چې آیا پخوانی نظم بېرته جوړېداې شي که نه، بلکې پوښتنه دا ده چې آیا هغه هېوادونه چې تر اوسه روغ پاتې دي لکه مصر، اردن، بحرین او حتی سعودي عربستان، به یو موټی پاتې شي که نه؟

د منځني ختیځ زیاتره هیوادونه د لومړۍ نړیوالې جګړې په پایلې کې جوړ شول. د سایکس- پیکاټ لوزنامې او ملګرو ملتونو چې هغه وخت (لیګ اف نیشنز) یا د ملتونو ټولنه نومېده د منځني ختیځ هېوادونو اوسنۍ پولې جوړې کړې.

د سایکس– پیکاټ لوزنامه څه ده؟

  • د سایکس – پیکاټ لوزنامه چې په رسمي توګه د کوچنۍ آسیا لوزنامه نومېږي یوه پټه موافقه وه چې د ۱۹۱۶ کال مې کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په وخت د سترې بریتانیا او فرانسې ترمنځ او د روسیې په خوښه شوې وه او هدف یې د عثماني امپراطورۍ ټوټې کول و.
  • د دې لوزنامې له مخې سوریه، عراق، لبنان، او فلسطین چې ټول د عثماني ترکیې برخې وې، د فرانسې او بریتانیا ترلاس لاندې بېلا بېلو سیمو باندې ووېشل شوې. دې لوزنامې خپل نوم د مرکچیانو له نومونو اخیستی چې سرمارک سایکس بریتانوی او جیورجیس پیکاټ فرانسوی و.

"په لوبه کې ستر بدلون"

تر ټولو ستر بدلون هغه وخت راغی چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییلو دولت جوړ شو.

د اسراییلو پولې د یوې ناندره ییزې موضوع په توګه پاتې دي. لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال، ځپي هوتوویلي، په دې وروستیو کې اسراییلي دیپلوماتانو ته ویلي چې دوی باید نړیوالو ته ووايي چې د اردن د سیند لویدیځه غاړه د یهودانو ده.

د انځور حقوق BBC World Service

د لومړۍ نړیوالې جګړې راهیسې په سیمې کې د پولو تر ټولو ستر بدلون په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییلي دولت د جوړېدو په اعلان سره رامنځته شو.

ځینې فلسطینیان هم د پولو د بدلون هیلې لري.

د لندن د ښار د پوهنتون پروفیسره روزمري هولیس وايي: "هغوی د عراق او سوریې ګډوډۍ او د اسلامي دولت نومې ډلې دا بوږنونکی ماشین په دې نظر ویني چې ښايي په لوبه کې د ستر بدلون یوازینی علت وګرځي او ټولې پولې تر پوښتنې لاندې راولي، په داسې ډول چې ښايي بالاخره فلسطینیانو ته ګټه وکړي".

"له دې پرته هغوی خپله راتلونکې له بدمرغۍ ډکه ویني".

منځنی ختیخ د کلونو کلونو ناکرارۍ سره مخ دی. د سیمې ډېر خلک د ملتپالنې په پرتله زیاتره د مذهب او ایډیالوژۍ تر اغېز لاندې دي.

د هغوی لپاره که محافظه کاره او که آزادخیاله یا سیکیولر دي، لومړیتوب دا نه دی چې د نقشې پر مخ پولې بدلېدای شي، بلکې دا دی چې خپل نظریات پرمخ یوسي چې ټولنه څرنګه تنظیم او سمباله کړي.

ورته مطالب