ایا د اسامه بن لادن د مړینې له حقیقته خبر یو؟

د اسامه بن لادن د مړینې په اړه په یوه وروستي او لانجمنې نظريې کې ادعا شوې چې د امریکا او پاکستان لوړپوړو چارواکو د نوموړي د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.

ما له شاوخوا دوه لسیزو راهیسې د بي بي سي لپاره د القاعدې ډلې او اسامه بن لادن په اړه څېړنه کړې او په دغه هڅه کې له تورې بورې د پاکستان د جګو دېوالونو تر هغې ودانۍ تللی یم چېرته چې اسامه ووژل شو. نو پوښتنه دا ده چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو په اړه دغه وروستۍ نظریه څومره حقیقت لري؟

د امریکا پخواني خبریال سیمور هېرش تر دې مخکې په ویتنام کې د (مای لای) ټولوژنې او عراق کې د ابو غریب زندان کې د ناسم چلند په اړه د خبرونو خپرولو له کبله د امریکا حکومتونه له شرم سره مخامخ کړي دي.

د امریکايي رسنیو د نیوکو له امله نوموړی څو اوونۍ چپ و خو بالاخره حاضر شو چې له ما سره د (لندن ریویو آف بوکس) مجله کې د خپلې خپرې شوې مقالې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی هېرش ادعا لري چې د پاکستان څارګرې ادارې (آی ایس آی) اسامه بن لادن نږدې تر شپږو کلونو په پوځي ښار ابټ اباد کې په بند کې ساتلی و او بیا یې د یوه نمایشي چاپې له لارې امریکایانو ته وسپاره. د ښاغلي هېرش په وینا، ځکه نو د اسامه د وژلو په اړه د امریکا رسمي خبر او نظریه "یوه افسانه" ده.

د امریکا د څارګرې ادارې (سي آی اې) مرستیال مشر مایکل مورېل چې د څار مالوماتو ټولولو مشري یې کوله او په ۲۰۱۱ کال کې پر هغه شپه د سي آی اې په عملیاتي مرکز کې موجود و چې پر ودانۍ چاپه واچول شوه، خپل مالومات او د ښاغلي هېرش د نظریې په اړه خپل دریځ له ما سره شریک کړل. ښاغلي مورېل وویل: "دا بې معنا ده، بې معنا، تقریبا هېڅ جمله یې کره نه ده".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستاني پولیسو په ۲۰۱۱ کال کې له چاپې وروسته د اسامه بن لادن ودانۍ امنیت نیولی.

د اسامه بن لادن د مړینې پر مهال ما د پنوراما په خپرونه کې څرګنده کړه چې د پاکستان څارګرې ادارې (آی ایس آی) د امریکا سي آی اې ته د موبایل تیلیفون یوه شمېره ورکړې وه چې په مټ یې امریکا وکولی شو اسامه بن لادن پورې تړلې د یوې پوستې مالومات لاسته راوړي. د سي آی اې ګڼو شنونکو او د امریکا لوړپوړو چارواکو د دغې پوستې تعقیبولو او موندلو خبره منلې ده.

خو ښاغلی هېرش دا خبره ردوي او وايي اصلي پرمختګ دا و چې د پاکستان پوځ د څار ادارې یو پخوانی افسر د ۲۰۱۰ کال اګست میاشت کې اسلام اباد کې د امریکا سفارت ته ولاړ او د ۲۵ میلیون ډالرو جایزې په تمه یې سي آی اې ته وویل چې پاکستاني چارواکو اسامه بن لادن پټ کړی دی.

ښاغلی هېرش استدلال کوي چې د پاکستان د پوځ او څار ادارو لوړپوړي چارواکي د اسامه بن لادن د موقعیت په اړه خبر وو. خو سي آی اې دغه نظر ردوي او وايي د پاکستان جګپوړي چارواکي خبر نه وو.

خو یوه بله شونتیا هم شته او هغه د پاکستان پوځ او څار ادارو په منځ کې د ځینو هغو اشخاصو تت شتون دی چې اسلامي اورپکو سره خواخوږي لري.

"دوی هغه پټ کړی و"

دا شونې ده چې د اسامه بن لادن د موقعیت په اړه به یو څوک خبر وو او یا به یې هغه ته پناه ورکولو کې مرسته کړې وي. ماته حیرانونکې وه، کله چې زه ابټ اباد ته ولاړم نو هغه ودانۍ ویجاړه شوې وه چې ښايي اسامه بن لادن په کې د پاکستان پوځ د لوړپوړو چارواکو او پوځي اکاډمۍ ودانیو سره په بیخي نږدې واټن کې اوسېده.

کارلوټا ګال چې پاکستان کې یې د نیویارک ټایمز ورځپاڼۍ لپاره خبریالي کوله، د ښاغلي هېرش د نظریې ملاتړ کوي چې د پوځ او څار ادارو لوړپوړي چارواکي خبر وو. هغه د یوې ځايي سرچینې له خولې خبره شوه چې آی ایس آی د اسامه د چارو پر مخ وړلو لپاره یو ځانګړی میز او په دنده ګومارل شوی کس درلود. دا وايي: "دوی هغه پټ کړی و او د خوندیتوب لپاره یې بند کې ساتلی و".

خو ځینې د درناوي وړ امنیتي چارو کارپوهان بیا وايي دا اصلا امکان نه لري چې لوړپوړي چارواکي دې د اسامه په اړه خبر وو.

ښاغلي هېرش ته ستونزمنه مسله دا ده چې د نوموړي نظریه یوازې پر یوې امریکایۍ سرچینې، د امریکا حکومت د څار ادارې پر تقاعد شوي لوړپوړي افسر چې دې نه غواړي نوم یې په ډاګه کړي، ولاړه ده. ښاغلی مورېل دا ردوي او وايي چې دغه سړي د دوی په غونډو کې هېڅ ګډون نه درلود چې دا خبره د ښاغلي هېرش له نظریې سره په بشپړ ډول توپیر لري.

د اسامه د وژلو لپاره چې کله چاپه واچول شوه، د هغې شپې د پېښو په اړه اوس هم ډېرې پوښتنې شته. نوموړی د چاپې له پیل یوازې ۱۲ دقیقې وروسته د امریکا د ځانګړو عملیاتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شو. خو یوه چورلکه وغورځېده، پر دروازو ډزې او چاودنې وشوې او یو شمېر ځواکونه تر ۴۰ دقیقو پر ځمکه پراته وو.

نږدې اوسېدونکو ځایي پولیسو ته خبر ورکړ خو د ابټ اباد د پوځي مرکز چارواکو ورته وویل چې سیمې ته به نه ځي. نو ایا شونې ده چې په وروستیو شېبو کې دې امریکا پاکستانیانو ته خبرداری ورکړي وي چې دوی یې هېواد کې د یو مهم هدف لپاره چاپه اچوي، خو دا یې ورته نه وي ویلي چې هدف څوک دی، او ځايي چارواکو پرې سترګې پټې کړې وي؟ پاکستان کې د امنیتي چارو ځینې شنونکي د همدغې نظریې ملاتړي دي.

د ښاغلي هېرش یو تر ټولو ټکان ورکونکی تور دا دی چې د امریکا ځانګړو ځواکونو د اسامه د بدن ځینې برخې له چورلکې لاندې غورځولې، خو دا ادعا له امریکايي ځواکونو سره د خبرو پر بنسټ نه بلکې له ماموریت وروسته له هغوی د شویو پوښتنو ګروېږنو پر اساس کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر اوباما او د هغه ټیم په سپینه ماڼۍ کې د اسامه پر ضد روان عملیات تعقیبوي.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو (سیل) یو پخوانی افسر هاورډ وسډېن هغه کسان پېژني چې په دغو عملیاتو کې یې ګډون کړی و. هغه ماته په غوسه وویل: "ښاغلی هېرش ډېر غیر مسولانه عمل کوي، دا ډېره خطرناکه خبره ده. زه د سیل ځواکونو داسې یو غړی هم نه پېژنم چې له انسانیته لرې داسې ګام پورته کړي او د یوه انسان د بدن غړي بېل کړي".

د امریکا د دې رسمي نظر په اړه هم پراخ شکونه موجود دي چې ګنې د اسامه مړی سیند ته غورځول شوی و. مایکل مورېل ماته وویل هغه یې انځورونه او ویډیوګانې لیدلي، ما ترې پوښتنه وکړه چې ایا موږ به یې هم کله وګورو نو هغه راته وویل په دې اړه باید سپینه ماڼۍ پرېکړه وکړي.

مایکل شیور چې د اسامه د نیولو لپاره یې د سي آی اې د ځانګړي ادارې (الیک سټېشن) مشري په غاړه درلوده، په دې باور دی چې د اسامه د مړي انځورونه نه خپرول یوه تېروتنه وه او ماته یې وویل: "زه نه پوهېږم ولې دوی خپاره نه کړل ځکه د شیانو پټ ساتل دسیسيي نظریې زېږوي."

ماېکل مورېل فکر کوي چې ښاغلي هېرش ته ښايي آی ایس آی خپله کیسه کړې وي چې وکولی شي د امریکا د مستقیمې چاپې شرم یو څه کم کړي.

خو ښاغلی مورېل مني چې د پېښې په اړه د امریکا د نظریې ځینې داسې برخې شته چې نړۍ به ترې هېڅکله خبره نه شي. هغه وویل: "شوې کیسه په بشپړ ډول رښتیا ده، خو بشپړه کیسه مالومه نه ده".

د اسامه بن لادن کیسه د ده له مړینې سره پای ته و نه رسېده، اوس یې هم نړۍ بوخته ساتلې. تر هغو چې ستونزمنې پوښتنې ځواب نه شي، او د پېښې جزیات څرګند نه شي، نو ښايي په دې اړه چې څوک یې د ژوند او وژل کېدو په اړه څومره مالومات درلودل، نورې نظریې هم پیدا شي.

ورته مطالب