"ایران بې روزګاره افغانانو ته پیسې ورکوي چې سوریه کې وجنګېږي"

Image caption افغانې میندې وايي نه پوهېږي چې زامن یې وژل شوي که ژوندي دي.

د سوریې له جګړې لاسته راغلو ګڼو انځورونو کې هغه ویډیوګانې هم شاملې دي چې په ظاهره ټپي او په وینو لړلي ځوان افغانان ښيي چې د حکومت ضد یاغیانو له خوا نیول شوي دي.

جنګیالي وايي دوی ته ایران پیسې ورکولې چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ وجنګېږي او د ژوندي پاتې کېدو په صورت کې ورسره د پاسپورټونو او دندو ژمنه شوې وه.

بي بي سي د دغو ویډیوګانو حقیقت نه شي تایدولی خو داسې شواهد شته چې ځوان او بې روزګاره افغانان چې اکثره یې هزاره توکمي دي، د غوره ژوند لپاره له هېواده تښتي خو پای کې لکه د شطرنج ګوټکونه د سوریې په خونړۍ کورنۍ جګړه کې کارول کېږي.

د یوه غوره ژوند په لټه کې

په افغان پلازمېنه کابل کې د بې دندو افغانانو د ډلې یوه ۲۲ کلن هلک ماته د ایران خپله کیسه وکړه.

ده وویل: "دوی ډېر کسان د دندو او پېژندپاڼو په ژمنه یوځای کړل. خو کله چې موږ هلته ورسېدو نو حقیقت بل څه و، موږ ته وویل شو چې باید سوریه کې وجنګېږو. ما و نه منله".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یوه ښځه د خپل خاوند په اړه وايي: "هغه هلته د پیسو ګټلو او زموږ ژوند ښه کولو لپاره تللی و".

خو ډېرو افغانانو ته د دغه ډول وړاندیز ردول ګران دي. ما دوه هزارو ښځو سره ولیدل چې د کورنۍ غړي یې سوریې ته تللي. دوی له وېرې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، د پایلو له وېرې، خو غواړي خپلې کیسې شریکې کړي چې نورو ته خبرداری ورکړي.

یوه ناارامه افغانه مور چې ډېره نه غږېږي او په ظاهره د بورقې لاندې خپه ښکاري، د خپل خاوند کیسه کوي.

دې وویل: "دی تر دوو کلونو هلته و او بیا خبر شو چې وژل شوی دی. ایران کې خاورو ته وسپارل شو. هغه هلته د پیسو ګټلو او زموږ ژوند ښه کولو لپاره تللی و خو له ما سره یې مشوره نه وه کړې."

دا زیاتوي: "زما پر ماشومانو یې ډېر اغېز کړی. دوی هېڅ راتلونکی نه لري. زه نه پوهېږم دوی ته څه ووایم."

له ښاره وتلو ته اړ شوي

بله مور له تېرو اتو میاشتو راهیسې د خپل زوی په اړه خبره نه ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له کابله هره ورځ په بسونو کې خلک د غوره ژوند په لټه کې ځي.

دا، په داسې حال کې چې پر مخ یې اوښکې روانې دي وايي، "موږ څه کولی شو؟ موږ د هغه د موندلو لپاره ان دوه ډالره هم نه لرو. زه خبره یم چې ملګري یې وژل شوي خو د هغه په اړه خبر نه لرم. موږ له انتظار پرته بله چاره نه لرو. هره ثانیه په سختۍ تېرېږي."

دا وايي ځوان هلکان لا هم جګړې ته پارول کېږي.

"همدا اوس ډېر هلکان روان دي. دوی بې روزګاره دي او ورته ویل شوي چې پیسې او کور به ورکول کېږي. ان که ووژل شي، نو فکر کوي چې کورنۍ به یې ارامه ژوند ولري."

ایران په رسمي ډول د دغو ادعاوو په اړه چې افغانانو ته د جنګېدو په بدل کې پیسې ورکوي، څه نه دي ویلي خو د ایران حکومتي رسنیو د هغو افغانو شیعه ګانو په اړه راپور ورکړی چې "په خپله خوښه" سوریې ته د جګړې لپاره ځي.

د کابل د بس په یوه تمځي کې له ځوانو افغانو سړو ډک یو بس د ایران په لور روان شو، او دا د هرې ورځې کیسه ده.

دوی وايي د کمزوري اقتصاد له کبله له ښاره وتلو ته اړ شوي دي. ځینې یې ښايي پای کې د سوریې په سختې جګړې کې ښکېل شي.

ډېری افغانان یوازې ثبات او سوکالي غواړي خو بیا هم له کوره بهر بې ثباتي په کور دننه کورنۍ اغېزمنوي.

ورته مطالب