د راډیو اعلان له لارې د ژوند ملګري لټون

د انځور حقوق
Image caption د ګڼې ګوڼې سمبالولو لپاره د پولیسو له راتلو مخکې زینب د ژوند ملګری وموند نصیرو زانګو

نایجریا نه رسیدلي رپوټونه وايي، چې د یوې مېرمنې د رادیويي اعلان له لارې د ژوند ملګري موندلو هڅه بریالۍ وه.

د نایجریا کانو ښار کې د فریډوم راډیو اړوند خبریال نصیرو زانګو بي بي سي ته ویلي، چې د ۲۲ کلنې زینب عبدالمالک له لوري دغه اعلان د سې شنبې په ورځ خپور کړل شو.

اعلان کې له هغو کسانو چې غواړي یادې مېرمنې سره واده وکړي، غوښتل شوي و، چې د چهارشنبې په ورځ راډیو اسټیشن ته ورشي.

د نصیرو زانګو په خبره د ژوند ملګري په توګه د زینب لخوا ټاکل کېدونکي کس ته د ګاډي او کور ورکولو له اعلانه یوه ورځ وروسته سلګونه کسان راډیو اسټېشن ته ورغلل.

نوموړی وايي دومره ګڼه ګوڼه شوه، چې دوی پولیس وغوښتل، چې زینب یې له هغه ځایه بوتله. خو نصیرو وايي د پولیسو له راتلو مخکې زینب د ژوند ملګری وموند او وايي د بریالي کس نوم نه دی څرګند شوی.

د میړه موندلو لپاره د دغه ډول غیرې دودیزې لارې ټاکلو په اړه زینب د نایجریا ځايي ورځپاڼې ته ویلي، چې په خپل پخواني محبوب یې نژدې پنځه میلیونه نیرا '۲۵ زره ډالر ' لګښت وکړ، خو وايي هغه ورسره بې وفايي وکړه.

د بي بي سي خبریال جمیع صالح وايي نایجریا کې په دغه ډول د ژوند ملګري لټون ساری نه شته.

د نوموړي په وینا کانو ښار کې، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي د مېندو پلرونو له لوري اولادونو لپاره د ژوند ملګري ټاکل کېږي او وايي ډېرو مواردو کې زوم او ناوې خپل خپلوان وي.

۔