مسلمانان ولې د بدن غړي نه سپاري؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مسلمان ناروغان د نورو پرتله د بدن غړو بسپنې ته په منځنۍ کچه یو کال زیات انتظار باسي.

د بریتانیا د ویسټ مېډلنډز سیمې روغتونونو له مسلمانانو غوښتي هغو ناروغانو ته د خپل بدن غړي د بسپنې په توګه ورکولو باندې غور وکړي چې د بدن غړو پیوند ته انتظار باسي.

هغه مسلمانان چې د بدن یوه غړي لکه پښتورګي یا ځیګر بسپنې ته سترګې په لار وي، د غیر مسلمانانو پرتله په منځنۍ کچه یو کال ډېر انتظار کوي.

لامل یې د هغو ورته توکم مسلمانانو کمی دی چې د بدن غړو سپارلو ته چمتو وي.

د روژې له پیل سره ډاکټرانو له مسلمانانو غوښتي چې له خپل مرګ وروسته د بدن غړو بسپنه ورکولو په باب غور وکړي.

سوېلي اسیا

بریتانیا کې څه کم درې میلیونه مسلمانان اوسېږي چې ډېری یې د سوېلي اسیا دي.

د هند، پاکستان او بنګله دیش کډوال په عمومي ډول په سترو ښارګوټو او ښارونو لکه برمنګم چې څه دپاسه ۲۱ سلنه وګړي یې مسلمانان دي، مېشت شوي.

په ټوله بریتانیا کې مسلمان ناروغان په منځنۍ کچه یو کال زیات انتظار باسي خو په برمنګم کې ښايي د انتظار موده تر دې هم اوږده وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډاکټر عدنان شریف خبرداری ورکوي د غړو بسپنې انتظار په اوږدېدو دی.

د پښتورګي ډاکټر عدنان شریف په وینا دلته ښايي ناروغان تر څلورو یا ان پنځو کلونو منتظر پاتې شي.

نوموړي وویل: "بې له شکه، زموږ روغتون کې مسلمان ناروغان ډېر انتظار باسي".

"ځینې مسلمان ناروغان د انتظار پر مهال د پښتورګي بسپنې لاسته نه راوړلو له کبله مري او زما په اند د دغه ډول ناروغان شمېر په زیاتېدو دی".

د عقیدې مسله

د مناسبو او ورته توکم بسپنه ورکونکو کمي لامل دا ناڅرګندتیا ده چې ایا اسلام بل چاته د بدن غړو سپارل غندي که اجازه یې ورکوي.

په دې اړه ناڅرګندتیا ډېره ده، او تر ځایه یې دلیل دا دی چې په دې باب په قران شریف کې څه نه دي ویل شوي او نور عالمان یې په اړه مخالف نظرونه لري.

د بدن غړو بسپنې ورکول په دوه ډوله دي: ژوندۍ بسپنه چې یو ژوندی کس خپل د بدن غړی بل ته ورکوي او د مړو شویو وګړو د بدن غړي چې ژوندیو ته ورکول کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډاکټر یاسر مصطفی له مسلمانانو غواړي د بدن غړو سپارلو لپاره نوم لیکنه وکړي او کارتونه یې واخلي.

ډاکټر یاسر مصطفی له عبادت کونکو سره د بدن غړو بسپنې ورکولو په اړه د خبرو لپاره پر جوماتونو ګرځي او کوښښ کوي دوی د هغه ځانګړي کارت اخیستلو ته وهڅوي چې ښيي دغه شخص به له مرګ وروسته د بدن غړي د بسپنې په توګه ورکوي.

ډاکټر مصطفی وویل: "د مسلمان وګړي توکم په نظر کې نیولو پرته چې ښايي له افریقا، اسیا یا خپله د بریتانیا وي، پای کې یوه پوښتنه مهمه ده، چې د مسلمانانو مذهبي مشران د بدن غړو سپارلو په اړه څه وايي؟ ایا په اسلام کې د بدن غړو بسپنې ورکولو اجازه شته؟"

د پیوند ناروغ

یو سړی چې په دې اړه ډېر مالومات لري، د بریتانوي پولیسو یو پخوانی کارکونکوی پرویز حسین دی چې د یوه نوي پښتورګي لپاره یې درې کاله انتظار وویست.

روغتون ته د هغه مخکني اوونیز سفرونو څرګنده کړه چې د سوېلي اسیا توکم مسلمانانو لپاره دا څومره جدي ستونزه ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پرویز حسین خوښ دی چې له درې کال انتظار وروسته یې نوی پښتورګی لاسته راوړ.

"هغه ځای کې چې زما درملنه وشوه، ۳۱ کسان وو او زما په نظر لږترلږه ۲۵ په کې د لږکیو له ټولنو وو، بې له شکه".

برمنګم کې خپل کور کې هغه د مذهبي مشرانو له دوه مخۍ ناخوښ دی.

هغه په دې باور دی چې دغه مشران باید له خپلو دریځونو ګټه پورته کړي او د دې چارې تبیلغ وکړي چې دین کې د بدن غړو پیوندولو اجازه شته.

"زه به له یوه امام یا مذهبي عالمه دغه یوه او ساده پوښتنه وکړم. که ته خپله پیوند ته اړتیا ولرې، و به یې منې که د مذهب له کبله به ترې تېر شې؟"

"زما په فکر په سلو کې سل به یې ومني. زه په دې باور یم چې زیاتره خلک به په ډېرې خوښۍ د نورو د بدن غړي ومني".

"او په ټولیز ډول مې د برمنګم په ټولنه کې هم لیدلي چې خلک د نورو د بدن غړو منلو ته چمتو دي خو ښايي خپله نورو ته د بدن غړي ور نه کړي".

نړیواله ستونزه

د بسپنې ورکونکو کمی یوازې د بریتانیا ستونزه نه ده.

د اپریل په میاشت کې اسلامي علما د پاکستان په کراچۍ پوهنتون کې پر دغه موضوع د بحث لپاره راټول شول.

که څه هم ډېرو په کې د بدن غړو بسپنې ورکولو ملاتړ وکړ خو د اسلامي ایډیالوژۍ شورا یوه لوړپوړي عالم اندېښنه درلوده چې له مرګ وروسته به د قیامت پر ورځ له هغو مسلمانانو سره څه کېږي چې د بدن غړي یې بشپړ نه وي.

دا دغې مسلې په اړه د مذهبي ناڅرګندتیا یوه بېلګه ده.

مسلمانه ریحانه صادق د ملکې الیزابېت په روغتون کې کورنیو ته د روغتیايي ستونزو په وخت د مذهبي مشورو ورکولو مسولیت لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ریحانه صادق وايي د غړو سپارلو په اړه باید خپله شخص پرېکړه وکړي.

خو نوموړې وايي تر اوسه یوې کورنۍ هم ورسره د یوه مړ شوي کس د بدن غړو بسپنې ورکولو په باب د مشورې لپاره اړیکه نه ده نیولې.

"په ټولنه کې دغه وېش خورا جوت دی".

"یو خوا داسې خلک دي چې فکر کوي دغه کار د بدن غړو پرېکول او د مړي خرابول دي، او نور دلایل هم لري."

"او بل خوا داسې خلک هم شته چې ټینګ باور لري اسلام د دغه کار کلکه سپارښتنه کوي، د بدن غړی سپارل یو چاته تر ټولو ښکلې ډالۍ ورکول دي، د ژوند ژغورل".

اغلې صادق وايي هغه په دې اړه نظر نه ورکوي چې ایا خلک باید د غړو بسپنه ورکړي که نه، بلکې پر ځای یې دوی ته سپارښتنه کوي چې په دې باب دعا او فکر وکړي او وروستۍ پرېکړه خپله وکړي.

د بسپنې او پیوند د څار نړیوالې ټولنې شمېرې ښيي په هغو هېوادونو کې چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، د بدن غړو پیوند په کې د نړۍ د نورو ځایونو پرتله کم دی.

په ځینو هېوادونو کې یې ښايي لامل د روغتیايي اسانتیاوو کمی وي.

په نورو کې بیا دا یوه مذهبي مسله ده.

ورته مطالب