د کار او ټولونیزو چارو وزارت: د ۵ سوه زرو کونډو نومونه ثبت دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption حکومت دغو ۵ لکه کونډو ښځو ته چې بې سرپرسته ښځې هم پکې دي یو ستراتېژیک پلان هم لري واصل نور مومند

په افغانستان کې د درې لسېزو جګړو او نورو لاملونو پایله کې چارواکي وايي دوی سره اوس د پنځه سوه زره کونډو ښځو نومونه ثبت شوي دي.

دا چې په ټولنه کې دغه ښځې له کومو ننګونو سره مخ دي او دولت د دوی ستونزو هواري لپاره څه کړي، په اړه یي له کابله د بي بي سي خبریاله شازیه حیا په خپل رپوټ کې کاږي، چې لوږه او بې روزګاري په افغانستان کې ۴ میلیونه بې روزګاره کسان ځوروي.

خو دا چې کونډې ښځې له دغې بدمرغۍ سره څنګه ژوند کوي له یوې کونډې بخت بي بي سره مې څو شییبې د زړه خواله وکړ.

دغه کونډه ښځه کابل ښار کې د بې ځایه شویو په یو کمپ کې په توره تیاره خیمه کې له خپل ۹ کلن زوی سره ژوند کوي او د خپل زوی او خپل ځان پالنې لپاره د ښار پر سړکونو درویزه کوي. هغه وايي:

' درې کاله کېږي چې مېړه مې مړ شوی دی یو ۹ کلن زوی لرم یو نیم کال کېږي چې پښه مې هم ماته شوې ده څوک نلرم چې ما وساتي، په سړکونو درویزه کوم او دغسې ځان او زوی مې ساتم '

د کابل ښار په یو ښوونځي کې خور بي بي هغه بې سر پرسته کارکونکې ده چې په پنځو زرو افغانیو د کورنۍ دیارلس تنه غړي پالي او وایي چې د خپلو یتیمانو د پالنې لپاره یي او دا چې ماشومان یې بې سر پرسته پاتې نه شي بل واده هم نه دی کړی:

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کار او ټولنیزو چارو وزارت یوه ښه لاره چې کونډې ښځې خود کفایي ته ورسېږي او له فقر څخه خلاص شي دا ده چې کونډو ښځو ته حرفوي او فني زده کړې ورکړل شي واصل نور مومند

'زه په ښوونځي کې کارګره یمه له سهاره تر مازدیګره دلته زه جارو او پاکاري کوم چې د کور دیارلس تنه وساتم دلته په ښوونځي کې راته ۵ زره افغانۍ راکوي زه په دې پنځو زرو خپل ټول کور ساتم'

خو د بیوزلي او بې روزګارې تر څنګ خورا نورې ننګونې هم شته چې کونډې افغانانې ورسره لاس او ګرایون دي.

افغانستان دودیزه ټولنه ده، دا چې په دغې ټولنې کې د یوې ځوانې ښځې لپاره چې میړه یې مړ شوی وي، څه ستونزې دي نیلوفر راته خپله کیسه کوي:

زه اوس ۳۵ کلنه یمه، وړه وم چې واده مې وکړ پنځه کاله کېږي چې میړه مې مړ شوی دی، درې ماشومان لرم د مېړه له مړینې وروسته لېورونه راسره ډېر ظلم کوي، زه یې وهلې ډبولې یم، د مېړه حق یې را ته خوړلی دی، زه اوس ښوونځي ته ځم په یوولسم ټولګي کې یم خلک راپسې ډیرې خبرې کوي چې دغه کوڼده ښځه د ښوونځي په بهانه چېرې ځي، نو کله چې له کوره وځم ځان په څادر کې ښه رانغاړم.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره پنځه لکه کونډې ښځې ثبت شوي دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وایي چې د کونډو ښځو د ځان بسیاینې او له بې روزګارۍ د خلاصون لپاره به دا ښه لاره وي چې دوی ته حرفوي زده کړې او ښوونه او روزنه ورکړله شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره ۵ لکه کونډې ښځې ثبت شوي دي

د کار او ټلنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مومند:

د کار او ټولنیزو چارو وزارت یوه ښه لاره چې کونډې ښځې خود کفایي ته ورسېږي او له فقر څخه خلاص شي دا ده چې کونډو ښځو ته حرفوي او فني زده کړې ورکړل شي، چې دوی وکولای شي ځان بسیاینې ته ورسېږي. موږ دغو ۵ لکه کونډو ښځو ته چې بې سرپرسته ښځې هم پکې دي، چې یو ستراتېژیک پلان هم لرو.

په افغانستان کې بې روزګاري، بیوزلي، تاوتریخوالی، د ځینو دودونو ناوړه پایلې، له خپلو حقونو څخه بې برخې پاتې کېدل او داسې ګڼ شمېر نورې ستونزې دي چې افغان کونډې ښځې ورسره مخامخ دي.