' افغانستان به د اوسپني په یوه لوی صادرونکي هېواد بدل شي '

Image caption ۲۰ ورځې مخکې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر داودشاه سبا وویل، چې د دغه کان د استخراج پروژه د افغانستان په ګټه نه ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له چینايي پانګوالو سره په لیدنه کي ویلي چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د میسو او اوسپني یو لوی صادرونکی هېواد وي.

خو ډېری په اوسني وخت کې د افغانستان د میسو او اوسپني له کانونو ګټه اخیستنه اسانه کار نه ګني او د ولسمشر د دغې ژمنې د عملي کېدو په تړاو شک لري.

د افغانستان د کانونو په اړه خبرې کول د عینک د میسو او د حاجیګک د اوسپني له کانونو سره تړلې دي، خو هغه خبرې چې په ارګ کې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د چین د پانګوالو یوه پلاوي تر منځ په لیدنه کې وشوې، په اړه یې نه ده روښانه چې افغانستان به له دغو کانونو نه په راتلونکو لسو کلونو کې له کومو لارو په ګټې اخیستنې سره د میسو او اوسپني په یوه صادرونکي هېواد بدل شي.

د چین، ام سي سي شرکت چې د عینک د میسو کان قراردادي دي، تر اوسه نه دی حاضر شوی چې افغانستان کې خپل دفتر پرانیزي او د حاجیګګ د اوسپني د لوی کان تړون چې له یوه هندي او کاناډايي کنسرسیوم سره لاسلیک شوی تر اوسه هم په یوه ګونګ حالت کې دی.

سره له دې، چې د مس عینک د کان لومړني کارونه له پنځو کلونو راهیسې د چینايي ام سی سی شرکت له خوا پیل شوي دي، ۲۰ ورځې مخکې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر داودشاه سبا وویل، چې د دغه کان د استخراج پروژه د افغانستان په ګټه نه ده او تړون به یې د تېرو شرطونو پر بنسټ د دویم ځل لپاره لاسلیک نه کړي.

ښاغلي سبا وویل:

'د تړون له پیل نه ۷ کال کېږي، د میس عینک د کان د استخراج په لومړنیو کارونو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او کوم کار چې په دغه کان کې شوی په نشت حساب دی.'

د انځور حقوق
Image caption د مس عینک تړون به د تېرو شرطونو پر بنسټ د دویم ځل لپاره لاسلیک نه کړو داودشاه سبا

په داسې حال کې چې افغان حکومت د دغې پروژې د امنیت ساتلو لپاره هر کال ۳۰ میلیونه ډالره لګښت کوي، تر اوسه یوازې ۲۱۰ میلیونه ډالره د دغې پروژې د امنیت پر برخې لګېدلي.

د حاجیګک د اوسپني کان لړ کې هم دا ورستیو کې ځايي رسنیو رپوټونه خپاره کړي وو، چې ګواکې هغه هندی کنسرسیوم چې غوښتل يې په دغه کان کې نژدې ۱۱ میلیونه ډالره پانګونه وکړي، له دغې چارې لاس پر سر شوی دی.

یو شمېر بیا دغه موضوع د افغانستان او پاکستان د نژدې کېدو له سیاسي انګیزې سره تړې او ځینې بیا وايي چې په دغې پروژې کې هندي کنسرسیوم ته لږ ګټه ښکاري.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې د دغه کار د پیلېدو خبرې پر خولو وې، خو تر اوسه يې عملي بڼه نه ده موندلې. د افغانستان د کانونو وزارت وايي چې له هندي کنسرسیوم سره د دغه تړون پر مسودې خبرې کوي.

هغه څه چې روښانه دي له تېري یوې لسیزې راهیسې د عینک د میسو او حاجیګک د اوسپنې کانونو د اسختراج په اړه هېڅ عملي ګام نه دي پورته شوی.

هغسې چې ښاغلی غني یې ژمنه کړې د میسو او اوسپنی په یوه لوی صادرونکي هېواد د افغانستان بدلول هغه رنګین خوب دی، چې د ښاغلي غني له حکومته مخکې د حامد کرزي حکومت هم لیده، خو هېڅکله رشتینی ثابت نه شو.