د ټاما مرګ جاپانیان خپه کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption ۲۲ کلنه ټاما ۸ کاله وړاندې رسما د جاپان د اورګاډي عملې غړې شوه او هر کال د نوموړې لیدو ته زرګونه سیلانیان راتلل.

په لویدیځ جاپان کې ټاما نومې پېشو چې د اورګاډي په یوه ځايي تمځای کې یې رسمي دنده لرله د زړه سکتې له امله مړه شوې او جاپانیانو یې په ډېر درناوي د جنازې مراسم ترسره کړل.

۲۲ کلنه ټاما ۸ کاله وړاندې رسما د جاپان د اورګاډي عملې غړې شوه او هر کال د نوموړې لیدو ته زرګونه سیلانیان راتلل.

د دغې پېشو لپاره ځانګړې خولۍ او کورتۍ جوړه شوې وه چې تل به یې ځان وه.

ټاما د جون په ۲۲مه نېټه د زړه درېدو له امله مړه شوه او تېره ورځ (جون ۲۸) یې په ډېر درناوي د جنازې مراسم ترسره شول.

د دغې پيشو د جنازې مراسم د شنتو مذهب د لارښوونو په رڼا کې ترسره شول او په جنازه کې یې نه یوازې د جاپان د اورګاډي سلګونه کارکوونکيو بلکې د ټاما زرګونه مینه والو هم ګډون کړی و.

د جاپان د اورګاډي ادارې پيشو ته د دومره درنښت لامل دا ښوولی و چې په تېرو کلونو کې له ټولې نړۍ زرګونه سیلانیان یوازې د ټاما لیدو ته راتلل او له امله یې د دوی اقتصاد ته ډېره ګټه رسېدلې وه.

د جاپان د وکایما اورګاډي شرکت مشر ميټشمبو کوجیما ویلي چې ټاما د کیشي اورګاډي تمځای له اقتصادي کړکېچه را ایستلی او د شمېره له مخې د ټاما له امله اقتصاد ته شاوخوا ۸۰ لکه ډالره ګټه رسېدلې.

نوموړي ویلي همدا لامل دی چې ټاما ته یې د تل لپاره د "سټیشن ماسټر" اعزازي نوم ورکړی.