د ارسنل نوی ګول ساتونکی او د اتلولۍ ګټلو هيلې

د انځور حقوق Arsenal.com
Image caption ارسنل نوموړی له چېلسي د نژدې ۱۵ مېلیون ډالرو په بیه وپېره.

د ارسنل پخواني لوبغاړي ډیوېډ سیمن ویلي د چېلسي د تکړه ګول ساتونکي پیټر چېک پېرل ښايي ارسنل سره د پرېمیرلیګ اتلولۍ په ګټلو کې مرسته وکړي.

۳۳ کلن پيټر چېګ له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې چېلسي ته لوبه کوله او روان دوبی د لوبغاړو د پېر پلور په موده کې نوموړی د ارسنل روزونکي ارسنې وېنګر له لوري پېرل شوی لومړی لوبغاړی دی.

ارسنل نوموړی له چېلسي د نژدې ۱۵ مېلیون ډالرو په بیه وپېره.

ښاغلي سیمن وویل

"د ارسنل لوبډلې ته د پیټر چېک راتګ د دغې لوبډلې لپاره د خوښۍ خبر دی. دا د ارسنل لومړی بریالی ګام دی خو باید لږ تر لږه دوه نور لوبغاړي هم وپیري چې وکولی شي راتلونکی کال د پرېمیر لیګ اتلولۍ ګټلو هڅه وکړي"

ارسنل په تېرو ۱۲ کلونو کې د پرېمیرلیګ اتلولي نه ده ګټلې خو په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ لوبیز کلونو کې یې پرله پسې دوه ځل د اېف ای کپ اتلولي وګټله.

پیټر چېک په تېر لوبیز کال کې د چېلسي روزونکي یوازې په اوه لوبو کې کارولی و.

نوموړي له همدې امله پرېکړه وکړه چې له چېلسي ولاړ شي او داسې لوبډلې سره ولوبېږي چې په میدان کې د لوبېدو فرصتونه ورته ډېر وي.

ارسنل به روان دوبی هڅه کوي چې مرکزي بریدګر او مرکزي دفاعي لوبغاړی هم وپېري.

پر ارسنل سربېره د انګلستان پرېمیرلیګ نورې مخکښې لوبډلې لکه چېلسي، مانچېسټر یونایټېډ او مانچېسټر سټي هم هڅه کوي چې د خپلو اړتیاوو سره سم بېلابېل لوبغاړي راونیسي چې لوبډله یې لا ځواکمنه شي.

د رپوټونو له مخې مانچېسټر یوناټېډ د اسپانوي کلب ریال مادرید تکړه دفاعي لوبغاړي سرجیو راموس د پېرلو لپاره د څه باندې ۴۰ مېلیون ډالرو وړاندیز کړی.

یوناټېډ هم د دفاعي لوبغاړي تر څنګ مرکزي بریدګر ته اړتیا لري.

تېر کال د دوی د برید مهم لوبغاړي وان پرسي او فالکاو ونه ځلېدل او دواړه ښايي راتلونکی لوبیز کال د لوبډلې برخه نه وي.

ورته مطالب