د بریتانیا د ملکې بکېنګهم ماڼۍ ترمیم ته اړتیا لري

Image caption د بکینګهم ماڼۍ په لندن کې د بریتانیا د ملکې رسمي استوګنځی دی

د دې لپاره چې د ۱۵۰ مېلیونو پونډو په لګښت په لندن کې د بکېنګهم شاهي ماڼۍ د ترمیم کار ترسره شي ملکه ښايي د یو څه وخت لپاره له ماڼۍ څخه ووځي.

چارواکي وايي د دې ماڼۍ د اوبود نلونو او د برېښنا د مزو سېستمونه زاړه شوي دي او باید نوي شي، ځینې خونې یې له ۱۹۵۲ کال راهیسې نه دي رنګ شوي.

دا خبر په داسې حال کې راځي چې د شاهي شتمنیو او ملکیتونو اداره چې د ملکې په استازیتوب د دې شتمنیو خاونده ده وايي چې تېر کال یې د بیت المال دولتي صندوق ته ۲۸۵ مېلیونه پونډه ګټه سپارلې ده چې د نورو کلونو په پرتله ۶،۷ سلنه زیاته ده.

په نظرکې دي چې د ملکې دولتي بودیجه راتلونکي کال کې ۲ مېلیونه پونډه زیاته او ۴۲،۸ مېلیونو پونډوته لوړه شي.

په همدې ترڅ کې، د سکاټلنډ لومړۍ وزیرې نیکولا سټرجن دا رپوټونه په ټینګه رد کړي دي چې وايي کله چې سیمه ییز پارلمان ته نور واکونه وسپارل شي، کیدای شي د سکاټلنډ پارلمان د ملکې بودیجې ته خپله ونډه ۱-۱،۵ ملیونه پونډه کمه کړي.

د بکېنګهم ماڼۍ

  • د ترمیم تخمیني لګښت: ۱۵۰ مېلیونه پونډه
  • د ماڼۍ زړې برخې په ۱۷۰۳ کال کې جوړې شوي
  • برېښنايي مزي یې په ۱۹۴۹ کال کې نصب شوي و
  • تیرکال د ۳۰۰،۰۰ پوڼدو په لګښت د اسبیستوس په نامه هغه ساختماني توکي چې پخوا په ودانۍ کې کارول شوي و او اوس زیانمن بلل کېږي، ور څخه لرې شول.

د بريتانیا د شاهي شتمنیو او ملکیتونو د کلنۍ ګټې ۱۵سلنه برخه د بریتانیا د حکومت له خوا د ملکې بودیجې ته ورکول کیږي چې په سکاټلنډ کې د شاهي شتمنیو او ملکیتونو د ګټې برخه هم په دې کې شامله ده.

دا د هغې دولتي مرستې د مقرراتو له مخې کېږي چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوي دي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې ملکې تېرکال ۳۷،۹ مېلیونه پونډه دولتي مرسته ترلاسه کړې چې له هغې څخه ېې ۳۵،۵ ملیونه لګولي دي.

په نظر کې دي چې دا رقم سږ کال ۴۰،۰۵ ملیونو ته او راتلونکي کال کې ۴۲،۸ ملیونو پونډو ته زیات شي.

په دې ارقامو کې هغه لګښتونه نه دي شمېرل شوي چې شاهي کورنۍ ته د امنیت برابرولو باندې لګیږي.

د شاهي شتمنیو کلنی رپوټ ښيي چې د پانګې ارزښت یې په بېساري توګه ۱۶،۱ سلنه لوړشوی او ۱۱،۵ملیاردو پونډوته رسیدلی.

معمولا کله چې د شاهي کورنۍ کلني حسابونه خپرېږي د ډېرو د پام وړ نه ګرځي خو سږکال داسې نه ده.

په لندن او ایډنبره دواړو کې چارواکو هغه رپوټونه رد کړل چې وايي کله چې د سکاټلنډ سیمه ییز پارلمان ته نور واکونه وسپارل شي ښايي د ملکې بودیجې ته خپله ونډه کمه کړي.

کله چې خبریالانو د شاهي کورنۍ د مطبوعاتي چارو له یو مامور نه پوښتنه وکړه چې د ملکې دولتي بودیجه ولې کال په کال زیاتیږي، هغه وویل دغو پیسو ته ځکه اړتیا ده چې د شتمنیو او ودانیو پر ساتنې او ترمیم باندې باید ولګول شي.

هغه دا هم وویل چې کیدای شي د دولت مشره د څو میاشتو لپاره له یوې ماڼۍ څخه ووځي ځکه چې د ودانۍ د نلونو او برېښنايي مزو سیستمونه ترمیم ته اړتیا لري.

بنسټیز ترمیم

حسابونه ښيي چې شاهي کورنۍ ته د دولتي بودیجې تقریبا نیمه برخه د کارکونکو پرتنخاګانو لګیدلې.

د شتمنیو د ترمیم او ساتنې لګښتونه په ۲۰۱۳-۱۴ کې له ۱۳،۳ مېلیونو پونډو څخه ۱۱،۷ ملیونو ته کم شوي و او ۲،۲ مېلیونه پاتې شوې پیسې بېرته زېرمه شوي دي چې په راتلونکي کې د بکېنګهم ماڼۍ د ترمیم په کارونو ولګول شي.

د ۲۰۱۴-۱۵ کلني حساب ځینې نور جزیات:

  • کلني لګښتونه په تېرو پنځو کلونو کې ۱۱ سلنه یا ۳،۶ مېلیونه پونډه لوړشوي.
  • د سفرونو لګښتونه ۲۱ سلنه لوړشوي، په ۲۰۱۳-۱۴ کې ۴،۲ مېلیونه و چې په ۲۰۱۴-۱۵ کې ۵،۱ ملیونو ته ورسیدل.
  • شاهي کورنۍ ۶۳ سفرونه کړي چې هر یو یې ۱۰،۰۰۰ پونډه یا زیات لګښت درلود.
  • د شاهي کورنۍ تر ټولو قیمتي سفر باندې ۴۴۶،۱۵۹ پونډه لګیدلي دي. دا هغه رسمي سفر و چې د ویلز شاهزاده او د کورنوال ډیوکې د اکتوبر له ۲۸ څخه د نومبر تر ۵ پورې کولمبیا او مکسیکو ته کړی و.
  • د شاهي کورنۍ د کارکونکو د ناروغۍ له امله د کلنۍ رخصتۍ کچه په منځنۍ توګه ۵،۸ ورخې وه چې د هیواد د منځنۍ کچې، ۶،۶ څخه ټیټه وه.
  • تېرکال ملکې په ۱۹۶ عمومي مراسمو کې ګډون کړی چې د ۲۰۱۳-۱۴ کال په پرتله ۱۱۳ لږ وه.
  • په ټولیزه توګه د شاهي کورنۍ د شتمنیواوملکیتونوپرساتنې او ترمیم باندې ۳،۸ ملیونه پونډه لګیدلي چې د ۲۰۱۳-۱۴ په پرتله ۱۲سلنه او د ۲۰۱۲-۱۳ په پرتله ۲۳ سلنه ډیر دی.

د بکېنګهم ودانۍ په ۱۷۰۳ کال کې د بکېنګهم د ډیوک له خوا جوړه شوې وه.

پاچا درېیم جورج په ۱۷۶۱ کې دا ودانۍ د خپلې مېرمن ملکې چارلټ لپاره رانیوله او یو کال وروسته ېې په کې ځینې بدلونونه پیل کړل.

کله چې په ۱۸۲۰ کې څلورم جورج پر تخت کېناست، د نامتو معمار جان ناش په مرسته یې د دې ودانۍ بدلون بشپړ کړ او د بکېنګهم پر ماڼۍ بدله شوه.

د بکېنګهم ماڼۍ اوس ۷۷۵ خونې لري، چې په هغو کې ۱۹ دولتي خونې، ۵۲ شاهي او د میلمنو خونې، ۱۸۸ د کارکونکو د خوب خونې او ۷۸ تشنابونه دي.

د وینډزر د کلا په شان دا ماڼۍ هم د ملکې شخصي شتمني نه ده خو د ملکې او د دولت د مشرې په توګه په کې اوسیږي.

ملکه چې ۸۹ کلنه ده د کال درېیمه برخه وخت په دې ماڼۍ کې چې په لندن کې د هغې رسمي استوګنځی دی، د رسمي مراسمو په کوربه توب تیروي.

سر آلن ریډ د ملکې د شخصي شتمنیو د مالي چارو مسول وايي:

’’په راتلونکو کلونو کې به د شاهي ملکیتونو په تیره بیا د بکینګهم ماڼۍ ساتنه او ترمیم له مالي پلوه یوه مهمه ننګونه وي. مونږ به په پرلپسې توګه د شاهي شتمنیو د معتمدانو ډلې سره په ګډه کار کوو چې د شاهي کورنۍ بودیجه وکولای شي د دې ننګونو ځواب ووايي.’’

Image caption پدې اونۍ کې ملکې د نامتو فوټبالر ډیویډ بیکهم او ځینو نورو میلمنو سره د بکینګهم په ماڼې کې وکتل

شاهي سرچینو خبریالانو ته وویل چې د بنسټیزو ترمیمونو په لړکې دې ته اړتیا وه چې یوه زیاته اندازه د اسبیستوس په نامه تعمیراتي توکي چې پخوا د بکېنګهم ماڼۍ په جوړښت کې لګول شوي و او اوس روغتیا ته زیان رسونکي بلل کیږي له هغې نه لیرې کړو.

Image caption د بکینګهم ماڼۍ له زیرخانې څخه د اسبیستوس توکو د ایستلو کار تیرکال بشپړشو

یوې سرچینې وویل:

’’یوه لاره دا ده چې دا ماڼۍ د یوې مودې لپاره تشه شي. د لومړني تخمین له مخې کیدای شي د بکېنګهم ماڼۍ پر ترمیم باندې ۱۵۰ ملیونه پونډه ولګیږي’’

Image caption د بکینګهم ماڼۍ په ځینو بهرنیو دیوالونو کې درزونه لیدل کیږي

د ریپبلیک په نامه د یو کمپاین ډلې غړی ګراهام سمیت وايي د دې ډول ودانیو د ساتنې او ترمیم په تګلارو کې باید بدلون راوستل شي.

هغه وايي:

’’دا په دې پورې تړلې ده چې څه ډول ترمیم کوئ، په څو پړاوونو کې یې کوئ اوکه ټول په یو وار. اوس دا وخت رارسیدلی چې د بودیجې ټول سیستم له سره ولیکل شي، شاهي کورنۍ ته په سمه توګه یوه بودیجه جوړه شي او د ماڼۍ ترمیم د هغوی له لاسه واخېستل شي او هغو کسانو ته وسپارل شي چې د ټاور اف لندن ودانۍ یې سمباله کړې وه’’

شاهي شتمنۍ او ملکیتونه څه دي؟

  • دا د ودانیو یوه خپلواکه سوداګریزه اداره ده چې په بریتانیا کې یې د ودانیو تر ټولو ستره پانګه په لاس کې ده.
  • زیاتره شتمنۍ په لندن کې دي خو په سکاټلنډ ویلز او شمالي آیرلنډ کې یې هم ځینې ودانۍ شته.
  • د وینډزر ستر پارک او دا سکاټ په سیمه کې د آسونو ذغلولو ځای په دې شتمنیو کې راځي، خو زیاتره یې د استوګنې ودانۍ، سوداګریز دفترونه، دوکانونه، تجارتونه او د پرچون پلورلو پارکونه دي.
  • د شتمنیو دغې ادارې په ۱۷۶۰ کې په کار پیل وکړ، هغه وخت دا هوکړه شوې وه چې د شاهي شتمنیو اضافي عایدات به د هېواد خزانې ته ځي او په عوض کې به ملکې ته یوه ټاکلې اندازه کلنۍ پیسې ورکول کیږي.
  • د ملکې د واکمنۍ په موده کې دا شتمنۍ ملکې پورې اړه لري خو خرڅولاې یې نه شي او عایدات یې باید د هېواد خزانې ته لاړ شي.
  • د ملکې د رسمي دندو د لګښتونو لپاره هغې ته د شاهي شتمنیو د کلني اضافي عاید ۱۵ سلنه برخه د دولتي مرستې په توګه ورکول کیږي.