د واک تنده

Image caption پیېرنکورونزیزا د بوروندي ولسمشرۍ په ټاکنو کې چې د جولاې د ۱۵ نیټې لپاره پلان شوي ځان د دریمې دورې لپاره کاندید کړی

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې داسې مشران شته دي چې نه غواړي له واک نه لاس واخلي.

یو اوسنی مثال یې د بوروندي ولسمشر پیېرنکورونزیزا دی چې د تاوتریخوالي نه ډک مخالفت سره سره یې د درېیم ځل لپاره ځان کاندید کړی دی، که څه هم د هېواد اساسي قانون وايي د دوو دورو نه زیات حکومت باید ونه کړي.

خو هغه استدلال کوي چې په لومړۍ دورې کې یې ټاکنې نه وې شوې او دی له ټاکنو پرته ټاکل شوی و نوځکه یې لومړۍ دوره نه حسابېږي.

ویل کېږي چې د رواندا ولسمشر پول کاګامي هم غواړي چې له دوو دورو نه زیات حکومت وکړي. او د ګامبیا ولسمشر یحیی جامع په ۲۰۱۱ کال کې بي بي سي ته ویلي و:

’’ که اړتیا وي یو ملیارد کاله به هم حکومت وکړم’’

خو په واک پورې د ټینګ نښتلو هڅې تل بریالۍ نه وي.

د بورکینافاسو ولسمشر بلیس کمپاور تېرکال د ولسي اعتراضونو له امله له واک نه لرې کړای شو. هغه غوښتل چې اساسي قانون بدل کړي او د ځان بیا ټاکل کېدو ته لاره پرانېزي.

ځینې ولسمشران له قانوني تاکتیکونو نه کار اخلي خو ځینې نور بیا د واک د دورې محدودیت په بشپړه توګه ردوي.

د زېمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې چې ۷ دورې یې حکومت کړی وايي د واک د دورې محدودول غیر دموکراتیکه لار ده.

رابرت موګابې د روان کال په لومړیو کې د افریقايي اتحادیې د مشرانو په غونډې کې وویل:

"موږ خپلې غاړې په رسۍ تړو او وایوچې مشران یواځې دوه دورې حکومت کولی شي. دېموکراسي دا ده چې که خلک غواړي مشران یې واک ته دوام ورکړي، باید پرېښودل شي چې دوام ورکړي"

په ختیځې آسیا کې هم ځینې مشران د هېواد د خپلواکۍ نه وروسته په لسګونو کلونه واکمن پاتې شوي دي.

د اندونیزیا ولسمشر سوکارنو ۲۲ کاله حکومت وکړ.

په سېنګاپور کې لي کوان یو له ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۹۰ پورې د لومړي وزیر په توګه کار وکړ.

سینګاپورکې د لي کوان د څیړنیز مرکز یو پروفیسر کیشور محبوباني بي بي سي ته وویل:

"لي کوان یو یو استثنايي سړی و چې د واک په وروستیو کلونوکې یې د سینګاپور ناخالص ملي عاید د لومړیو کلونو په پرتله څه باندې لس واره زیات شوی و. باید هرهېواد ته په جلا توګه کتنه وشي او داسې فکر باید ونشي چې د ټولې نړۍ لپاره یو لویدیځ قانون دی"

لویديځه نظریه؟

د ځینو له نظره د واک د دورې محدودیت یوه لویدیځه نظریه ګڼل کېږي ځکه چې د امریکا د متحدو ایالتونو د قانون له مخې ولسمشران یواځې دوه دورې حکومت کولی شي.

شپږ کاله وروسته له هغې نه چې ولسمشر فرانکلین دیلانو روزویلت څلور دورې واکمني وګټله، په ۱۹۵۱ کې د امریکا په اساسي قانون کې دوه ویشتم ترمیم رامنځته شو چې د هغې له مخې ولسمشران یواځې د دوو دورو حکومت کولو حق لري.

د ولسمشر روزویلت نه مخکې هم د دوو دورو حکومت کولو نظریه موجوده وه خو په اساسي قانون کې نه وه شامله، چې ولسمشر جورج واشنګټن یې یوه بیلګه ده.

که څه هم د واک د دورې د محدودیت تاریخ لرغوني یونان ته رسېږي خو روښانه نه ده چې دا نظریه به یواځې په لویدیځوهېوادونو پورې محدوده وي.

Image caption په ۱۹۴۵ کې فرانکلین روزویلت د څلورمې دورې لپاره ولسمشر وټاکل شو

په ځینو لویدیځو هېوادونو کې د واکمنۍ د دورې محدودیت نشته، لکه بریتانیا ،ایټالیا او سویتزرلینډ.

خو په ځینو نورو هیوادو کې ډېر خلک د یوې ټاکلې دورې واکمنۍ ملاتړ کوي.

د اکسفورډ پوهنتون پروفیسر نیک چیزمن وايي

"که د خلکو د نظریو احصاييو ته وکتل شي د زیاترو افریقايي هېوادونو اکثریت خلک د جمهوري ریاست د دورې د محدودولو ملاتړ کوي"

"دا داسې کوم څه ندي چې یواځې لویدیځ به هڅولي وي"

هبریس سندروم

ځینې خلک له دې امله د واکمنۍ د دورې د محدودولو په پلوۍ استدلال کوي او وايی چې د یوې اوږدې مودې لپاره مشرتوب کول د مشرپه شخصیت کې بدلون راوستی شي او د هغه یا هغې قضاوت کولو توانايی ته زیان رسوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو یو پخوانی وزیر لارډ اوین چې له مسلکي پلوه روح پیژندونکی هم دی استدلال کوي چې هغه مشران چې د ډېرو کلونو لپاره واکمن پاتې شوي وي، ځینې یې مغروره کېږي، د نوروکسانو خبرو ته غوږ نه نیسي، د خپلو فیصلو په اړه له حده زیات خوشبینه وي او فکر کوي چې د دوې خپلې فیصلې ښې نتیجې ورکوي.

د شخصیت دغه ډول بدلون د هبریس سندروم په نامه یادیږي.

لارډ اوین بي بي سي ته وویل:

"اته کاله بس دي"

"ټوني بلیر د هوبریس سندروم یو کلاسیک مثال دی چې ژورې اغیزې یې درلودې ځکه چې د بوش او جورج بوش د هوبریس سندروم د بلیر هوبریس سندروم هم پیاوړی کړ او هغوی دواړو وحشتناکه اشتباهات وکړل"

لارډ اوین په دې باور دی چې د هبریس سندروم یواځې په سیاستوالو پورې محدود نه دی.

هغه وايي "دا د بانکونوپه مشرانو کې هم شته دی"

لارډ اوین زیاتوي:

"که د ۲۰۰۸ – ۲۰۰۹ کلونو بحرانونو ریښو ته وګورئ وینئ چې د ډیرو سترو بانکونو مشرانو ځینې داسې فیصلې کړي دي چې د هبریس سندروم لرونکو کسانو د ډېرو مشخصاتو سره سمون لري"

د ډبلین د ترینیتي کالج د روح پیژندنې د څانګې پروفیسر یان رابرټسن وايي

"له حده زیات بریالیتوبونه په بدن کې د ټسټوسټیرون هورمون زیاتوي. له دې امله د دوپامین په نامه د ماغزو د یوې کیمیايي مادې فعالیت زیاتیږي. کله چې د دوپامین فعالیت ډیر زیات شي او یا ډېره موده زیات وي، د ماغزو قضاوت ګډوډېږي"

په خپله خوښه د واک پرېښودل؟

ژورنالیست وېلف مبانګا په دې باوردی چې د هبریس سندروم ځینې نښې په ولسمشر رابرټ موګابې کې لیدل کېږي.

مبانګا وايي موګابې یې یوه وخت له نژدې پیژانده او دوی به په ګډه د نامتو سندرغاړي جېم ریوز موسیقي اوریدله.

هغه وايی "ما د موګابې او د هغه د ګوند ډېر ملاتړ کوه’’

Image caption لارډ اوین په ۱۹۸۰ کلونوکې د سوسیال دموکرات ګوند مشر و

لږ شمېر سیاستوال په خپله خوښه له واک نه لاس اخلي.

د مثال په توګه نېلسن مانډیلا، له یوې دورې حکومت نه وروسته واک پریښوده.

د بریتانیا اوسني لومړی وزیر ډیویډ کامرون هم ویلي چې د دریمې دورې لپاره به ځان کاندید نه کړي.

خو دهبریس سندروم، او یا لوړې هیلې ډیر کسان دې ته هڅوي چې هر څومره چې کولای شي په واک کې پاتې شي، او ډېر کسان تر ډېر زاړه عمره پورې دا کار کولی شي.

د اساسي قانون په مټ د واک د دورې محدودول ښايي تل ممکن نه وي خو د واک تږیو مشرانو د مخنیوي لپاره ښايي دا تر ټولو اغېزمنه وسیله وي.