ولسمشرغني او حامد کرزي په ارګ کې څه وویل؟

Image caption د ولسمشر اشرف غني او حامد کرزي ناسته: عکس د ولسمشر غني اقتصادي سلاکار عمر زاخېلیوال له پاڼې اخېستل شوی.

د ولسمشر اشرف غني او مخکني ولسمشر حامد کرزي تر منځ اړیکې وروسته له هغه کړکېچنې شوې چې د افغانستان او پاکستان د څارګرو ادارو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو.

که څه هم افغان حکومت وايي دغه هوکړه وروستۍ نه ده خو حامد کرزي یې بیا بیا د لغوه کېدو غوښتنه کړې.

د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافاتو هغه مهال دخلکو انديښنې لا زیاتې کړې چې ځینو لویدیځو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګنې ښاغلی کرزی په افغانستان کې سیاسي بې ثباتۍ ته لمن وهي.

خو د مخکني ولسمشر پلویان بیا دغه ډول څرګندونې بې ځایه کڼي.

داسې رپوټونه هم شته چې د ښاغلي غني او ښاغلي کرزي تر منځ د اختلافاتو له را پیدا کېدو وروسته، د احمد ضیا مسعود په مشرۍ یوه پلاوي څو ځلې د اختلافاتو د له منځ وړلو هڅه کړې ده.

ښايي همدغو ناسمو پوهاویو او انګیرنو دواړه لوري دې ته اړ کړي وي چې تېره شپه په ارګ ماڼۍ کې دوه بېلا بېلې غونډې جوړ کړي.

د هغو کسانو له قوله چې په دغو ناستو کې يې برخه لرله، په یوه غونډه کې د ښاغلي غني د حکومت او د مخکني ولسمشر حامد کرزي د مهال د حکومت لسګونو مهمو پلویانو ونډه لرله.

خو په دویمه ناسته کې بیا یواځې ولسمشر اشرف غني، حامد کرزي، په سیاسي چارو کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي محمد اکرام خپلواک، د ولسمشر غني اقتصادي سلاکار عمر زاخېلوال او ځینو نورو کسانو برخه درلوده.

محمد اکرم خپلواک، چې په سیاسي چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی او هغه ته نژدې کس بلل کیږي، له بي بي سي سره په خبرو کې د دواړو مشرانو ترمنځ د اختلاف ټکي هومره ژور نه بلل، څومر چې رسنیو کې پرې بحث کیږي.

له پاکستان د استخباراتي مالوماتو تفاهم، له طالبانو سره د سولې خبرې او سیمه ییزې همکارۍ د ښاغلي خپلواک په وینا د دغو ناستو مهم ټکي وو.

خو د مخکني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم، چې په دغه ناستو کې حاضر و، وايي چې د بحث ډېره برخه له پاکستان سره په شوې تفاهمنامې ورټوله وه.

ښاغلی خرم چې د حامد کرزي له نژدې پلویانو بلل کېږي بي بي سي ته زیاته کړه ((ولسمشر غني په دغه ناسته کې وویل چې دغه کار (تفاهمنامه) زما په بې خبرۍ کې شوې، زه له دغې تفاهمنامې سره موافق نه یم، بله مسوده مې جوړه کړې، هغه به تاته (کرزي) در ولیږم او ستا له موافقې وروسته به هغه امضا کیږي))

نوموړی وايي د اشرف غني او حامد کرزي تر منځ د دغه اختلاف له حل کېدو وروسته، د اختلاف بل ټکی نه لیدل کیږي.

حامد کرزي په دغو ناستو کې هغه اوازې هم بې بنسټه بللي چې ګنې د اوسني حکومت د بې ثباتې او یا هم بېرته حکومت ته د داخېلېدو هڅه کوي.

هغه مهال چې ولسمشر غني تازه د چارو واګی تر لاسه کړی و، له مخکني ولسمشره به یې په ډیرو مسایلو کې سلا مشورې کولې خو د مشورو دغه لړۍ د پاکستان له ای اېس ای ادارې سره له تفاهمنامې وروسته د اختلافاتو له وجې تړل شوې وه.

خو ښاغلی خپلواک وايي، اوس دواړو پریکړه کړې چې په مهمو مسایلو کې به دغه لړۍ بېرته له سره پیلوي.

نوموړی وايي چې د دغو ناستو په پایله کې اوس د دواړ ترمنځ اړیکې بېرته عادي حالت ته ستنې شوې دي.

د حامد کرزي پلویان وايي، ولسمشر غني د واک له تر لاسه کولو مخکې ښاغلي کرزي سره ژمنه کړې وه چې د ډيورنډ کرښې، ملي حاکمیت او نور ملي مسایلو په اړه به له ده سره سلا مشوره کوي.

خو ځینې بیا په دې باور دي چې پخواني ولسمشر ته په کار نه ده چې په هره پریکړه کې د خپل نظر پلي کېدل اړین وګڼي.