د ملا عمر د ځای ناستي د ټاکلو پر سرلانجه

Image caption داسې اندېښنې وې چې د ملا عمر په نشتوالي کې به چې د غورځنګ بنسټ اېښودونکی و، د طالبانو په لیکو کې اختلافونه رامنځ ته شي

د طالبانو د ستر مشر ملا محمد عمر له مړینې سره د طالبانو د مشرتابه تر ټولو لویه وېره په رښتیا بدله شوه.

هغوې سره له ډیرې مودې راهیسې دا ویره وه چې کېدای شي د ملا عمر د ځاې ناستي ټاکلو پر سر په دوې کې اختلافونه پیداشي.

داسې اندېښنې وې چې د ملا عمر په شان یو پیاوړي شخصیت په نشتوالي کې به چې د غورځنګ بنسټ اېښودونکی و او ۱۹ کاله د هغوی مشر پاتې شوی و، د طالبانو په لیکو کې اختلافونه رامنځ ته شي.

دقیقا همدغسې وشول، کله چې طالبانو د ډېرځنډ وروسته د جولاې په دېرشمه نېټه ومنله چې ملا عمر د طبیعي ناروغۍ له امله د ۲۰۱۳ کال د اپریل په ۲۳ مه مړ شوی.هغسې چې له وړاندې ېې فکر کېده د ملاعمر د ځاې ناستي د ټاکلو پر سر د جنجالونو په ترڅ کې د طالبانو د بیلابیلو ډلو تر منځ اختلافونه راڅرګند شول.

سره ددې چې ملا عمر مطلقه واکمنۍ درلوده او له ۱۹۹۶ څخه تر۲۰۰۱ پورې ېې پر افغانستان ټینګ حکومت وکړ، خو د ځان لپاره ېې کوم ځای ناستی نه و ټاکلی، هغه پر کوم مهم رسمي مقام باندې د خپلې کورنۍ د غړو له ټاکلو ډډه کړې وه.

د هغه دوه وروڼه، عبدالخالق او عبدالسلام، په ۱۹۹۹ کې د طالبانود واکمنۍ پر وخت د هغوې د کورنۍ د ځینو نورو غړو سره یو ځاې د یو بمي برید له امله چې د دوې پرکور باندې شوی و، وژل شوی وو.

د ملا عمر یوازینی ژوندی پاتې شوی ورور، ملا عبدالمنان، او مشر زوې ېې ملا محمد یعقوب، په اوسني وخت کې د ده د کورنۍ استازیتوب کوي او د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د واک پر سر د روانې مبارزې په لړکې مهم لوبغاړي دي.

د انځور حقوق none
Image caption تېره مياشت طالبانو ملا اختر محمد منصور خپل مشر ټاکلی و چې ځينې طالبان پرې ناخوښ وو

د هغو کسانو پر ضد چې د ملا عمر د ځاې ناستي د مقام لپاره د ملا یعقوب د نوماندولو پلوي کوي د مخالفینو له خوا داسې استدلال کېږي چې د طالبانو غورځنګ چې ځان اسلامي بولي باید د کورنۍ سلسلې پربنسټ میراثي مشرتوب ونه لري.

د دې ترڅنګ، ځوان او بې تجربې یعقوب، چې ویل کېږي تقریبا ۲۳ کلن دی، د طالبانو د مشرتابه د ستر مسولیت د ترسره کولو لپاره نه دی روزل شوی.

ملا عمر، چې د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د طالبانو د رژیم د سقوط راهیسې د ۲۰۱۳کال تر اپریل پورې پټ ژوند درلود، په لومري سر کې ېې خپل یو ملګری ملاعبیدالله د خپل مرستیال په توګه ټاکلی و چې په پاکستان کې له خپل پناه ځاې څخه ېې د طالبانو د غورځنګ ورځنۍ چارې پرمخ بېولې.

کله چې پاکستاني چارواکو ملا عبیدالله ونیو، چې ویل کېږي په ۲۰۱۰ کې د زړه حملې له کبله مړ شو، د طالبانو ستر مشر خپل یو بل ملګری ملا عبدالغنی برادر خپل مرستیال وټاکه.

ملا برادر هم د لسګونو نورو طالبانو سره یو ځاې په پاکستان کې ونیول شو، او ملا عمر دې ته اړ شو چې د طالبانو د پخوانۍ ادارې د ملکي هوايي چارو وزیر ملا اختر محمد منصور د خپل مرستیال په توګه غوره کړي.

د ملا عمر په نشتوالي کې، ملا منصور د هغه د نومولي په توګه د څو کلونو لپاره د طالبانو مشرتوب کاوه او د ۲۰۱۳ له اپرېل وروسته چې ویل کېږي ملا عمر مړ شوی و، ملا منصور په عملي توګه د طالبانو مشر شو. له هغې راهیسې د طالبانو د غورځنګ تر ټولو لوړ تصمیم نیونکې مقام یا"د رهبرۍ شورا" په مشوره، ټولې پرېکړې د ملا منصور له خوا کېدلې.

ملا منصور چې د طالبانو د پېچلو سیاسي چارو اداره کولو او همدار راز په افغانستان کې د بغاوت په اړه بېسارې تجربه درلوده، د طالبانو د غورځنګ د نوي’’ امیر’’ یا مشر د دندې لپاره ېې د هر بل سیال په پرتله پرېکنده برتري درلوده.

له همدې امله د حیرانتیا وړنه ده چې"د رهبرۍ شورا" یو لوې اکثریت، ۱۸-۲۰ غړو د ملاعمر د ځاې ناستي په توګه د ملا منصور ملاتړ وکړ. ظاهرا، د طالبانو"موازي حکومت" والیانو، د جګړې د ډګر قوماندانانو او نورو مامورینو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې په افغانستان او پاکستان کې ترسره شول، ملا منصور سره بیعت وکړ.

څرنګه چې ملاعمر په خپله ملا منصور د خپل مرستیال په توګه غوره کړی و، د هغه ملاتړي استدلال کوي چې د ځاې ناستي د مقام لپاره تر ټولو مناسب کس دی. هغوی باور لري چې د ملا منصور لیرې کول او پرځاې ېې یو بل کس د "امیر" په توګه ټاکل به د طالبانو پوځي مباره کمزورې او جنګیالي به ېې بې روحېې کړي.

که څه هم د طالبانو پلوي مشر، روحانیون د ملا منصور او سیالې ډلې ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي، د ملا منصور پلوي ډله استدلال کوي چې ملا منصور ته د بیعت کولو پروسه بشپړه شوې ده او بېرته نشي راګرځول کېداې.

دا خبره اوس د دواړو سیالو ډلو تر منځ د پخلاینې په لاره کې یو لوې خنډ دی. د ملا منصور برتره دریځ د هغه د اندیښنو د پاې ته رسېدو په معنا نه دی.

د هغه تر ټولو ستره اندیښنه دا ده چې د ملا عمر کورنۍ ورته له بیعت کولو څخه انکار کوي. د ملا عمر ورور، ملامنان، غوښتنه کړې چې د طالبانو پلوي دیني عالمانو، د جګړې قوماندانانو او مخورو اشخاصو په ګډون دې یوه لویه شورا راوبلل شي چې د ملا عمر د ځاې ناستي په اړه پرېکړه وکړي.

د ملا عمر د کورنۍ خواخوږي د ملا منصور د ډلې پرخلاف دي، په داسې حال کې چې دواړو یو شان غوښتنه کړې.

د ملاعمر ورور او زوې هم ادعا کوي چې د دوې اصلي اندېښنه دا ده چې د طالبانو په منځ کې بې اتفاقي رانشي او وايي چمتو دي چې د اختلافونو په حلولو کې خپل رول ولوبوي.

د پاکستان په یوه نامعلوم ځاې کې د روحانیونو په یوې وروستۍ غونډې کې، ملایعقوب له احساساتو ډکې یوې وینا کې وویل، چمتو دی چې د طالبانو د یووالي په خاطر د یو آشپز په توګه کاروکړي اوحتی یو ځان وژونکی، بم غورځونکی شي چې که د ده وینه وکولای شي دا غورځنګ یو موټی کړي چې د ده پلار ېې په ۱۹۹۴کې بنسټ ایښی دی.

د منصور مخالفه ډله چې مشهور کسان په کې نشته او تر اوسه پورې نه ده بریالۍ شوې چې د ډېری طالب جنګیالیو ملاتړ راجلب کړي، د خپل بریالیتوب لپاره د ملاعمر د کورنۍ پر ملاتړحساب کوي.

دا ډله غواړي چې دیني عالمان مداخله وکړي او منصور وهڅوي چې د طالبانو پلوي دیني عالمانو، د جګړې قوماندانانو او با نفوذو شخصیتونو په ګډون یوې پراخې شورا جوړول ومنی چې د طالبانولپاره یو نوی "امیر" غوره کړي.

د منصور مخالفې ډلې اوس ’"دعلماو شورا" ته د منځګړیتوب کولو واک ورکړی او د فیصلې منلو ته ېې چمتو دي.

د څرګندو دلایلوله مخې،د ملامنصورډله نه غواړي چې "دعلماو شورا" یا کوم بل چا ته واک وسپاري، ځکه چې دا ډله اوس په یو پیاوړي دریځ کې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو پخوانی وزیر ملاعبدالرزاق، پخوانی والي ملا محمد حسن رحماني او ملا محمد رسول او د بهرنیوچارو وزارت پخواني مرستیال ملا عبدالجلیل د منصور د مخالفې ډلې مشرتوب کوي، خو تراوسه نه دي بریالي شوي چې د طالبانو د کومو مهمو شخصیوتونو ملاتړ تر لاسه کړي.

دا ډله د ځواک او زیرمو له پلوه د منصور له ډلې سره نه ده برابره. د طالبانو اوسني جوړښتونه لکه دهغې بېلابېل کمیسیونونه او مالي چارې او د رسنیو څانګه، د ملا منصور تر کنټرول لاندې دي او د ځاې ناستي لپاره په جګړې کې د هغه په واک کې دي.

د یو هوښیار اقدام په ترڅ کې، ملا منصور د طالبانو د یوې ډېرې پیاوړې ډلې د ملاتړ تر لاسه کولو په خاطر سراج الدین حقاني د خپل یو مرستیال په توګه وټاکه.

د ده بل مرستیال، ملا هیبت الله اخوندزاده ته د دیني او سیاسي چارو د څارنې دنده سپارل شوې ده. ملا منصور له دې امله هم ګټه کړې چې د ځاې ناستي پرسرلانجې کې، د طالبانو یو پیاوړی پوځي قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر بېطرفه پاتې شوی.

اټکل کېده چې هغه به د ملامنصور د مخالفینو ملاتړ وکړي خو داسې ونشوه اوبې پرې دریځ يې غوره کړ. ملا ذاکر وروسته له هغې اهمیت وموند چې څوکاله ېې د امریکا په ګوانټانامو زندان کې تېرکړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر طیب آغا او دوو نوروغړو، ملا نیک محمد او عزیزالرحمان استعفا، د ملا منصور د خجالت سبب شوه ځکه چې طیب آغا پر ملا منصورانتقاد وکړ چې ولې ېې د ملاعمر مړینه پټه ساتلې وه او د مشرتابه شورا غونډه ېې چې دی ېې د نوي "امیر" په توګه وټاکه له افغانستانه بهرجوړه کړه.

د انځور حقوق Getty

د زیان د کمولو په خاطر ملا منصور ژر طیب آغا مرستیال، شیر محمدعباس ستانکزی د سیاسي کمیسیون د سرپرست مشرپه توګه وټاکه.

ملا منصور ته دې خبرې هم مرسته ورسوله چې د ملا عمر کورنۍ وویل چې هغه د توبرکلوز یا سل ناروغۍ له امله مړشوی. په دې توګه د ملامنصور او د هغه د نژدې همکار، ګل آغا، پرخلاف هغه ادعاګانې شنډې شوې چې ویل ېې دوې د ملا عمر د وژلو امرکړی و.

څرنګه چې د جولاې په وروستیوکې د پاکستان په اشاره ملا منصور د افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي، اسلام آباد او کابل دواړه به خوښ وي چې هغه د طالبانو د مشر په توګه پاتې شي او دغه خبرې اترې بیا پیل کړي.

که څه هم هغه په دې وروستیو کې د سولې خبرو پرخلاف یوه وینا خپره کړه د دې لپاره چې خپل اعتبار پیاوړی کړي او ځان د طالبانو مشرتابه مقام لپاره تر ټولو مناسب نوماند وښيي.

دغې اقدام ته زیاتره د سیاسي انګیزو درلودونکي دریځ په سترګه کتل کيږي چې د ده پر وړاندې هغه تورونه له منځه یوسي چې ګواکې ده د پاکستان په اشاره د طالبانو د هغه پخواني دریځ څخه لاس اخیستی چې د سولې بهیرسره به ترهغه نه یوځای کېږي چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان نه وي وتلي.

د ده د پیاوړي دریځ له امله ګومان نه کېږي چې اوس به څوک وکولای شي ملا منصور د طالبانو د نوي "امیر" له مقامه لرې کړي. د ده برخلیک اوس بشپړشوی دی اومخالفین به يې مجبور وي چې د منصور شرایط ومني.

ملامنصور به دا بهتره ګڼي چې د هغوې د راجلبولو په خاطر هغوې ته د طالبانو په غورځنګ کې د ځینومقامونو ورکولو وړاندیز وکړي. دا ډول رویه همدا اوس پیل شوې ده. که دا کار نتیجه ورنکړي، منصور به پر مخ ځي او هغوې به یوې غاړې ته پرېږدي.