' ما خپل پښتورګی د انلاین له لارې وپلوره '

Image caption لیان رونګوها نه پوهیږي، چې ولې یې دواړه زامن ناروغان دي

د یوې مور لپاره ډېره ګرانه ده، پرېکړه وکړي، چې کوم یو زوی یې باید ژوندی پاتې شي او کوم یو ومري.

د چین ۵۱ کلنه مېرمن لیان رونګوها هغه مېرمن ده، چې سږ کال له دغسې یوې ازموینې سره مخامخ شوه.

د هغې دواړه زامن د یوریما، یا ادرارو په یو ډول ناروغي اخته وو. په دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو پښتورګي له کاره لویږي.

خو مور یې کولای شوای دوی دواړو نه یوه ته خپل پښتورګی ورکړي. پلار یې د وینې لوړ فشار درلود، ځکه هغه نه شو کولای د خپل بدن غړی دوی ته ورکړي.

کرایه شوي کور کې لیان ته په دې اړه خبرې کول ګران و. په غریو نیولي غږ یې راته وویل:

نه پوهیږم ولې مې دواړه زامن ناروغان دي.

خو وايي بالاخره پرېکړه وشوه. ۲۶ کلن مشر زوی یې لي های چنګ، پرېکړه وکړه، چې کشر ورور یې ۲۴ کلن های سونګ، د پښتورګو پیوند عملیات وکړي او مور یې هغه ته خپل پښتورګی ورکړي.

Image caption لي تهاینګ هیله مند دی، چې یوه ورځ به پیوندولو ته پښتورګی ومومي

های چنګ چې د ناروغۍ له کبله یې د طب زده کړې نیمګرې پرې ایښې وايي، ځکه مې کشر ورور ته د مور پښتورګي ورکړې پرېکړه وکړه، چې هغه کشر دی او د روغتیا امکان یې ډېر دی.

هغه وايي: هیله مې دا ده چې کله نا کله به یو پښتورګی زما لپاره هم وموندل شي او که داسې و نه شي د خپلو پښتورګو ډایلاسس یا پاکاري ته به دوام ورکړم.

خو داسې لږ هیله مندي شته، چې هغه ته به د پیوند زمینه برابره شي، ځکه چین کې د بدن غړو موندل خورا ګرانه چاره ده.

تر ډېرې مودې په دغه هېواد کې د هغو کسانو د بدن غړي کاروول کېدل، چې د اعدام په سزا به محکوم شول، خو د نړیوالو له انتقادونو وروسته سږ کال چین اعلان وکړ، چې په دغه چاره یې بندیز لګولی.

اوس حکومت وايي یوازې پر هغه څه تکیه کوي، چې خلک یې خپله خیراتوي.

حکومت اوس د بدن غړو لپاره یوه زیرمتون جوړ کړی او په دغه زیرمتون کې ساتل شوي غړي یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې اړتیا یې ډېره وي او له بدن سره یې برابر وي.

بل لور ته بیا کره کتونکي وايي دغه نظام کې د فساد امکان ډېر دی او خپل خپلوان پکې د کتار مخې تلای شي.

حکومت ته به دا هم اسانه چاره نه وي، چې خلک د بدن غړو خیراتولو ته وهڅوي، ځکه ډېری چینایان په دې باور دی، چې بدن سپیڅلی دی او باید روغ رمټ خاورو ته وسپارل شي.

ښايي له همدې کبله د بدن غړو خیراتولو کچه په چین کې د ټولې نړۍ پرتله ټیټه یانې یو میلیون کسانو کې یوازې صفر اعشاریه شپږ ته رسیږي، خو اسپانیا کې بیا دغه کچه یو میلیون کسانو کې اووه دېرش ده.

حکومت وايي سږ کال به د پښتورګو پیوند ۱۲ جراحي عملیات ترسره کېږي او د هغه مهال پر تله چې د زندانیانو غړي کاریدل پرتله یې اوس غوښتنه ډېره شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption مخکې به چین کې د اعدام شویو کسانو له بدن غړو کار اخیستل کېده

د یوه اټکل له مخې نژدې ۳ سوه زره کسان د بدن غړو پیوند ته اړ دي او همدغې ډېرې اړتیا د بدن غړو غیر قانوني بازار تود کړی دی. له څو اونیو منډو ترړو وروسته یو ځوان د نوم نه څرګندولو په شرط په دې اړه خبرو ته چمتو شو.

هغه خپله لمن پورته کړه او د بدن هغه برخه یې راته څرګنده کړه، چې د عملیاتو له لارې یې د بدن غړی ایستل شوی و.

دغه ۲۱ کلن ځوان راته وویل، چې د اووه زره امریکايي ډالرو بدل کې یې خپل پښتورګی وپلوره، ځکه وايي غوښتل یې په دغو پېسو د قیمار لپاره اخیستل شوی پور پرې کړي. هغه وايي:

د انځور حقوق
Image caption چین کې د بدن غړو اړتیا ډېره ده او دغې چارې غیرقانوني بازار تود کړی

لومړی یې یوه روغتون ته ولېږدولم، هلته یې زما د وینې معاینات وکړل. تر څو ورځو پورې، چې غیرقانوني سوداګر مقابل لوری وموند، یوه هوټل کې استوګن وم. بیا یوه ورځ یو ګاډی زما لېږدولو ته راغی، ډرېور راته وویل، چې سترګې پټې کړم، وروسته مو نژدې نیم ساعت پر یوه ورانه ویجاړه لاره مزل وکړ. له سترګو پرانیستو وروسته مې ولیدل چې د یوې کروندې منځ کې جوړې ودانۍ کې یم. هلته د جراحي عملیاتو لپاره ټول وسایل موجود وو. ډاکټرانو او نرسانو ځانګړي کالي اغوستي وو. هغه مېرمن چې زما پښتورګی ورکول کېده له خپلې کورنۍ سره هلته وه، خو موږ خبرې و نه کړې. زه ډاریدم او وروسته ډاکټر د بې هوشۍ درمل راکړل، په یوه بله کرونده کې یوه بله ودانۍ وه، چې زه په کې له ځانه خبر شوم، یو پښتورګی مې له لاسه ورکړی و.

هغه وايي پېردونکي ته پښتورګی پکار و او ما پېسو ته اړتیا درلوده.

دا داسې کېسه ده، چې موږ یې په خپلواکه توګه تایید نه شو کولای. خو دا د بدن غړو له غیرقانوني کاروباره پرده پورته کوي. دغه کاروبار کې قاچاقبر د پوځیانو په څېر فعالیت کوي او په تیاره کې اوسي.

یو کس چې نه غواړي په غیر قانوني توګه پښتورګی تر لاسه کړي هغه لي هایچهنګ دی او کشر ورور ته یې مور پښتورګی ورکړ.

خو هغه ډاریږي هسې نه چې د ډېرو نورو په څېر د پښتورګي له پیونده مخکې هر څه له منځه لاړ نه شي. ۔