"د وزن کمولو لپاره د لږ غوړو رژيم د کاربوهايډريټو تر رژيم غوره دی"

د انځور حقوق kevin Hall
Image caption ساينسپوهانو د وزن کمولو لپاره غوړو او کاربوهايدرېټو رژيمونه څېړلې دي

امريکا کې يوې څېړنې ښودلې چې د وزن کمولو لپاره د غوړو څېزونو کمول د کاربوهايډريټو تر کمولو ګټور تمامېږي.

دغه څېړنه کې د ۱۹ کسانو چې وزنونه يې ډېر زيات وو خواړه او حرکتونه څېړل شوي دي.

د روغتيا ملي ټولنې، دواړه ډوله غذايي رژيمونه څېړلي دي، دوی وايي د دواړو رژيمونو له کبله وزن کم شوی و، خو هغه کسان چې د غوړو اخيستل يې لږ کړی وو، ډېر وزن کم کړی و.

کارپوهان وايي تر ټولو ګټور غذايي رژيم هغه دی چې خلک وکولای شي هر وخت يې ترسره يې کړي.

تراوسه داسې ويل کېدل چې د کاربوهايډرټو کمول د بدن وزن کمولو تر ټولو غوره لار ده، دغه تيوري وايي لږ کاربوهايډرېټ د انسولينو اندازه ټيټوي چې له کبله يې بدن کې خوندي شوې چربي مصرفېږي.

د دې څېړنو يوه مشر ډاکتر کېون هال وايي دا په هغه صورت کې چې د کاربوهايډريټو اندازه کمه شي د بدن وزن هم کمېږي خو په هغه اندازه نه چې د چربي يا غوړو خوړو کمولو له کبله وزن کمېدای شي.

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption دغه څېړنه وايي د لږ غوړ رژيم د لږ کاربوهايډرېټو په پرتله ګټور دی

دغه څېړنه په ۱۹ کسانو چې وزنونه يې ډېر زيات وو ترسره شوې ده. هغه کسان چې غوړ خواړه يا چربې يې لږ اخيستې وه ۴۶۳ ګرامه او هغه کسان چې کاربوهايډريټ يې کم کړي وو ۲۴۵ ګرامه وزن کم کړی و چې نژدې ۸۰ سلنه توپير يې درلود.

څېړنه دا هم وايي په هغو پېښو کې چې د خوړو رژيم سم نه کنټرولېږي کېدای شی خلک د کاربوهايډريټو په لږ اخيستو د خپل وزن اندازه کمه کړي.

بي بي سي وېبپاڼې ته ډاکتر هال وويل د وزن کمولو لپاره هغه رژيم غوره دی چې اسانه او هر وخت ترسره شي.

ټول غذايي رژيمونه هغه چې دغوړو کمولو يا کاربوهايډريټو کمول دي کولای شي وزن کم کړي.