اندونيزيا کې د کښتۍ د ننه بانک

Image caption تمه کېږي چې د دغو بانکونو له جوړېدو او فعالیت سره د اندونیزیا اقتصادي حالت چې په وروستو کې خراب شوی وده وکړي

د اندونيزيا په جاوا ټاپو کې دا سې بانک شته په کښتۍ کې د ننه دی او له يوه ټاپو بل ته ځي.

اوتن جاوا ټاپو د اندونيزيا پلازمینې جاکارتا برخه ده خو له ښاره لری دی او د ژوندانه ډېرې اسانتیاوې په کې نشته.

د اندونیزیا په ملیونونه وګړي له لویو ښارونو لري سیمو کې اوسیږي. هلته دوی بانکي خدمتونو ته ډېر لږ يا هېڅ لاس رسی نه لري.

همدا څو اوونۍ وړاندې په اوتن جاوا ټاپو کې چا بانکي خدماتو ته منظم لاسرسی نه درلود. خو دولتي بانکي بي ار آی، خلکو ته د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یو بانک چې په کښتۍ کې جوړ شوی هر ورځ له یوه ټاپو نه بل ته استوي.

اندونیزیا د څه باندې ۱۷زرو ټاپوګانو هېواد دی، ډېری خلک د اوتن جاوا ټاپو په څېر لرې ځایونو کې اوسېږي ځکه نو دوی ته په کښتۍ کې د بانک راتګ ډېر مهم دی او له دوی سره د بانکي چارو په برخه کې یوه لویه مرسته ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي د کښتۍ بانک ورسره ډېره مرسته کوي ځکه چې دوی له خپلو بانکي حسابونو د پیسو د ایستلو لپاره نه اړ کېږي چې جاکارتا ته لاړ شي.

د دې سيمې يو دوکاندار عزيز وايي زه په کښتۍ کې د بانک نه ډېره ګټه اخلم، خو کاشکي چې دا بانک هره ورځ زموږ ټاپو ته راتللی.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې د اندونیزیا ۳۶ سلنه خلک بانکي حسابونه لري. بي ار آی، یوازینی بانک دی چې په اندونیزیا کې په کښتۍ کې خلکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کوي.

خو په کښتۍ کې د دې کرځنده بانک جوړول هم اسانه چاره نه وه بلکې د ډېرو ننګونو له ګاللو وروسته دا شونې شوه. ځکه چې د کښتۍ د څرنګوالي نه نیولې د بانک تر امنیت پورې ډېرې ننګونې وې چې باید هوارې شوې وای.

خو یوه ننګونه چې کله کله دغه بانک ورسره مخامخ کېږي د هوا د خرابوالي ده. د بي ار آی بانک یو تن مسوول واحیو ادي تاینیټو وايي "زموږ بانکي چارې اب هوا پورې تړلې دي. که هوا خرابه وي موږ فعالیت نه شو کولای."

پر دې سربیره یوه بله ننګونه د خلکو د پوهاوي ده چې د بانکونو په استعال یې پوه کړای شي، خو هیله دا ده چې د څو کلونو په موده کې به ډېر خلک په کښتۍ کې د ګرځنده بانک له خدمتونو سره اشنا وي.

بي ار آی بانک ادعا کوي چې د نړۍ په کچه یې په لومړي ځل په کښتۍ کې د بانکي خدمتونو وړاندې کول پیل کړي او غواړي چې په راتلونکو کلونو کې کښتۍ کې د بانکونو شمېر ډېر کړي. تمه کېږي چې د دغو بانکونو له جوړېدو او فعالیت سره د اندونیزیا اقتصادي حالت چې په وروستو کې خراب شوی وده وکړي.