بې پولې ډاکټران: هندی فلم 'پونټوم'مو کارکونکي خطر سره مخامخ کولای شي

د انځور حقوق AP
Image caption د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي د دوی د تګلارې له مخې هېڅ کارکوونکی یې وسله نه شي کارولی

د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي د هندي سینما باليوډ د هغه فلم پرضد قانوني اقدام کوي چې په وینا یې د جګړې په سیمو کې د دوی د کارکوونکو ژوند له خطر سره مخامخ کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې پاکستان کې یوې محکمې هم پر دې هندي فلم بندیز لګولی دی.

د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي په هندي فلم پونټوم کې یو خیره کارکوونکې ښودل کېږی چې د دوی د ټولنې په څېر یوې ورته ټولنې ته کار کوي او وسله کاروي. بې پولې ډاکټران وايي د دوی کارکوونکي هېڅ کله دغسې کار نه کوي.

نوموړې ټولنه وايي د پونټوم فلم کېدای شي په هغو ځایونو کې چې دوی ته د بېطرفې له امله د کار اجازه ورکول کېږي د دوی چارې اغیزمنې کړې.

د فلم جوړونکي تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي خو دا فلم د یوه هندي پوځي کېسه ده چې د هغه پاکستاني اورپکي لټون کوي چې د ادعا له مخې یې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبي کې بریدونه پلان کړي وو.

Image caption د فلم مرکزي رول سیف علي خان لوبولی او کترینا کیف په کې د مرستندویه ادارې د کارکوونکې رول لوبوي

د فلم مرکزي رول سیف علي خان لوبولی او کترینا کیف په کې د مرستندویه ادارې د کارکوونکې رول لوبي، هغه رول چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه اعتراض یې پارولی دی.

که څه هم په فلم کې د بې پولو ډاکټرانو د ټولنې نوم نه دی اخیستل شوی خو نوموړې ټولنې په یوې اعلامیې ویلې دوی وروسته له هغه پوه شول چې د فلم جوړونکې ډلې یوه غړي وویل د فلم یو کریکتر په فلم کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ته کار کوي.

د فلم په اعلان کې همدا کریکتر ښوول کېږي چې وسله یې په لاس کې وي. د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي د دوی د تګلارې له مخې هېڅ کارکوونکی یې وسله نه شي کارولی او په هېڅ کلینیک کې یې وسله نشته.

په همدې حال کې په پاکستان کې یوې محکمې وروسته له هغه چې د جماعت الدعوه ګوند بنسټ ایښودونکي شکایت وکړ پر پونټوم فلم بندیز ولګاوه. نوموړی د هندوستان له خوا تورن دی چې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبي کې د ترهګرو بریدونو ترشاه لاس درلود.

حافظ سعید ویلي د فلم د یوه بدماش په نامه دی.