د کډوالو کمشنر او د فرانسې لومړي وزير د کډوالو له پنډغالي ليدنه کړې

د انځور حقوق Getty

د اروپایي ټولنې د کډوالو کمشنر او د فرانسې لومړي وزیر په دې هېواد کې د کډوالو د یو لوی پنډغالي، کالې څخه کتنه کړې ده.

د کډوالو په یوه مرکز کې د وینا پر مهال د فرانسې لومړي وزیر مانول والس وویل، د کډوالو د روان ناورین د حل لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.

ده وويل "اروپا د کډوالو د بحران د حل لپاره مناسبې او ګټورې لارې چارې لټوي. په دې برخه کې د کډوالو قبلولو، دوی ته د بشري مرستو پر ورکړه او د انساني قاچاقبرو پر ضد پر ګام اخیستو غور کېږي"

د فرانسې لومړي وزير زياته کړه چې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې روښانه دريځ لري دی وايي "دا په دې مانا نه ده چې هېڅوک به د پناه اخيستلو حق ونه لري، د هرچا لپاره بايد مناسب حل ومومو"

د اروپایي ټولنې د کډوالۍ کمشنر فرانز ټیمرمېن بیا وویل، اروپایي بشري ارزښتونه موږ دې ته اړ باسي چې پناه غوښتونکي قبول کړو. ده وویل، "اروپا به هر هغه چا ته پناه ورکوي چې له ګواښ سره مخ وي."

تر دې وړاندې د هنګري حکومت وویل، له سربیا سره پر ګډه پوله د اغزن سیم لګول سمه پرېکړه ده.

د حکومت ویاند زولتان کوواس بي بي سي ته وویل، دا اغزین سیم نه یوازې د هنګري بلکې د ټولې اروپا پولې خوندي کوي. نوموړي له دې امله پر حکومت کېدونکې نیوکې رد کړي.

د انځور حقوق

دی وايي موږ د خپلو ګډو ارزښتونو دفاع کوو. پر خپله سویلي پوله چې مو کوم ګامونه پورته کړي، له هغو سره اروپایي ټولنه ویشل کېږي نه، بلکې پولې یې خوندي کېږي. فکر وکړئ، که همدا حالت د فرانسې او انګلستان پر پوله وي، او دوه یا درې زره بې وزله کډوال وغواړي چې انګلستان ته واوړي. موږ له همداسې حالت سره مخ یو"

ده زياته کړه "موږ هڅه کوو چې پر خپله پوله نظم وساتو. دا یوازې له سربیا سره زموږ پوله نه ده، بلکې د اروپایي ټولنې د شېنګن زون پوله ده"

په همدې ډول د اتریش امنیتي ادارو هم پر خپله ختیځه پوله تلاشۍ سختې کړي دي.

موخه یې د هغو کډوالو مخه نیول دي چې په موټرو او لاریو کې پټېږي او لویدیځې اروپا ته ځانونه رسوي.

چارواکي وایي له تېر ماښام راهیسې یې کابو دوه سوه کډوال راګرځولي دي.

د انځور حقوق AFP

دغه ګامونه له هغه وروسته پورته کېږي، چې تېره اوونۍ د اتريش پر يوه لويه لار يوه پرېښودل شوې لارۍ کې ۷۱ مړي وموندل شول.

د اروپايي ټولنې په يوه اعلاميه کې راغلي چې دا کړکېچ به دې ورستيو کې بې ساري کچې ته رسېدلی دی، د کډوالۍ په دغه لړ کې ډېر شمېر کسان د مديتراني په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د کډوالو د کړکېچ پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوه ټولنيز غبرګون غوښتنه وکړه.

ده له هغو هېوادونو چې د کډوالو له څيو سره مخ دي وغوښتل چې د دوی لپار "خوندي او قانوني " لارې برابرې کړي.

د جنورۍ له میاشتې تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵۰۰ کډوال وژل شوي چې ډیری یې په مدیترانې سمندر کې د بېړیو د ډوبېدو له کبله وژل شوي دي.