"سخت چلند ښايي ماشومان په رواني ناروغيو اخته کړي"

د انځور حقوق iStock
Image caption ډاکتران وايي دغه منفي اغېزه پر ماشومانو د ژوند تر ډېرو کلونو پاتې کېږي

د یوې نوې څېړنې په پایله کې ویل شوی هغه کسان چې په وړکوالي ورسره مور او پلار سخت چلند کوي ښايي د ژوند په اوږدو کې په رواني ناروغیو اخته شي.

د لندن پوهنتون د څېړونکو په وینا له ماشومانو سره د سخت چلند منفي اغېزه دومره ده لکه د یوه چا نژدي خپلوان یا ملګری چې ومري او د ده پر ذهن منفي اغېز وکړي.

دغه څېړنه پر ۲۰۰۰ کسانو چې په ۱۹۴۶ کال په بریتانیا کې زیږدلي دي ترسره شوې ده.

د دغو کسانو روغتیايي حالت د ژوند په درېيمه، څلورمه لسیزه او له ۶۰ نه تر ۶۴ کلونو عمر کې څارل شوی او له هغوی غوښتل شوي چې د عمر په لومړیو ۱۶ کلونو کې خپل عمر وارزوي.

د بېلګې په توګه له هغوی نه پوښتنې شوې چې د مور او پلار مینه او اړیکه ورسره څنګه وه؟ څومره یې په خپلو چارو کې ازادي لرله او پلار او مور یې ورسره څومره سخت چلند کاوه؟

د مغزو په نمو او ودې کې د کوچینوالي ژوند ډېر مهم ګڼل کېږي خو دا لومړی ځل دی چې د ماشومتوب د دومره ډېرو کلونو په اوږدو کې له ماشومانو سره د مور او پلار چلن ارزول کېږي.

که څه هم د ماشومان په لویولو کې د مور پر رول ډېر ټینګار کېږي خو بېلا بېلې څېړنې وايي د ماشومانو په لویولو کې د پلار رول هم باید له پامه و نه غورځول شي.

ډاکټر می استفورد چې په یادې څېړنې کې يې ونډه لرلې وايي ټولې میندې او پلرونه تر یوه حده له خپلو ماشومانو سره سخت چلند کوي او کنترولوي یې خو مهمه دا ده چې ماشومان څه فکر کوي چې آیا د هغوی پر شخصيت برید کېږي او که نه، ستانه او پالنه یې کېږي.

د انځور حقوق spl
Image caption دغه څېړنه پر ۲۰۰۰ کسانو چې په ۱۹۴۶ کال په بریتانیا کې زیږدلي دي ترسره شوې ده

نوموړی ډاکټر وايي هرڅومره ډېر چې مور او پلار خپل ماشومان درک کړي او زړه سوی پرې ولري همدومره ډېر د خپلو بچیانو خبرې اوري، په مینه او دوستې ورسره خبرې کوي.

د څېړونکو په وینا له ماشومانو سره سخت چلند د هغوی ازادي ترې اخلي او د هغوی د یوه پیاوړي او خپلواک شخصیت مخه نیسي، ځکه دغسې ماشومان نه شي کولی له خپل فکر نه کار واخلي او له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي.

ډاکتران وايي دغه منفي اغېزه پر ماشومانو د ژوند تر ډېرو کلونو پاتې کېږي.

ډاکټر استفورد وايي هغه ماشومان چې مور او پلار ورسره ښې اړیکې لري او خبرو ته یې غوږ نیسي د ژوند په لومړیو، مینځنیو او وروستیو کلونو کې له رواني پلوه ښه او له خپل ژونده راضي وي.

دې څیړنې دا هم په ډاګه کړې چې هغه کسان چې په کوچینوالي ورسره مور او پلار سخت چلند کړی له نورو خلکو سره په اړیکو کې او راتلوونکې کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي