پر ایران لګېدلي بندیزونه د افغانستان اقتصاد هم اغېزمنوي

د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ ارزښت په کال کی دوه میلیارد ډالرو ته رسېږي خو پر ایران د نړیوالو قدرتونو د بندیزونو سیوري پر افغانستان هم اغېز کړی دی.

افغانان ایران ته د یوه مناسب سوداګریز ملګري په سترګه ګوري او تمه لري چې پر ایران د لګېدلو نړیوالو بندیزونو په لرې کېدو سره د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ ترانزیتي اړیکې لا پراخې شي.

افغانستان او په ځانګړې توګه د دې هېواد لوېدیځ تر ډېره د ایراني توکو د لګښت بازار بلل کېږي.

دلته په لوېدیځ ولایت هرات کې ډېری خلک ایراني توکي خوښوي او وایي هم یې بیه ارزانه ده او هم یې کیفیت ښه دی.

د افغانستان لپاره چی په وچه کې ایسار هېواد دی، مځکنۍ لارې ډېرې مهمې دي.

د اسلام کلا پر لویه لار څه باندې ۲۵۰ لارۍ هره ورځ افغانستان ته را ننوزي، هغه لارۍ چی په ساختماني او یا خوراکي توکو بار وي.

خو د هغو لاریو شمېر د ایراني هغو سره د پرتلې وړ نه دی چی له افغانستانه توکي بهر ته لېږدوي.

Image caption په لوېدیځ ولایت هرات کې ډېری خلک ایراني توکي خوښوي او وایي هم یې بیه ارزانه ده او هم یې کیفیت ښه دی.

افغان چارواکي د غوره راتلونکي په تمه دي.

د هرات د اسلام کلا د ګمرک مشر امیر محمد نیازی وایی:

"د ایران اقتصادي وضعیت چې ښه شي، طبعا پر افغانستان هم اغېز کوي. هغه لارۍ چې ایران ته غځېدلې او اوس مال نه پرې رالېږدول کېږی، ټولې به خلاصې شي. دا به د وارداتو کچه زیاته کړي، دا به سل په سله پر افغانستان هم ښې اغېزې وکړي."

د افغانستان د سوداګرۍ خونو د ادارې مرستیال خان جان الکوزی وایي، پر ایران د نړیوالو بندیزونو ډېر محدودیتونه ورته جوړ کړي وو او د افغان سوداګرو لار یې اوږده کړې وه.

"په ټولو هغو کلونو کی چی پر ایران بندیزونه لګېدلي وو، موږ د جدي ترانزیتي ستونزو سره مخامخ وو."

"هغه توکي چې موږ له امریکا، اروپا، چین او جنوبي کوریا راوړل، باید هرومرو یو ځل دوبۍ ته لېږدول شوی وای او بیا به مو اسناد ورته جوړول او د کوچنیو کښتیو په وسیله به مو د عباس بندر او چاه بهار ته انتقالول."

په ظاهره ایراني تولیدونکي هم نه غواړي له هغو ډالرو بې برخې پاتې شي چې افغانستان ته د مرستې په توګه راځي.

په تېرو ۱۴ کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه لس برابره زیاته شوې خو تر اوسه پر ایران د لوېدیځې نړۍ د بندیزونو اغېزې په دواړو هېوادونو کې احساسېږي.

رضا فرزام د کابل پوهنتون استاد وایي:

"د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ د سیاسي ستونزو هواری کولی شي پر افغانستان ښې اغېزې ولري ځکه که د چاه بهار پروژه پلې شي، افغانستان به وکولی شي د ایران او هندوستان بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي او له دغو لارو نورو بازارونو ته."

افغانستان چې یوازې په تېره یوه لسیزه کی یې صنعتي فعالیت هم پیل کړی، په تمه دی چې د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ د اړیکو په ښه کېدو سره تر پخوا زیاته ګټه وکړي.

ورته مطالب