د نورو په مرسته مړینه؟

د بریتانیا په پارلمان کې بیا، (د نورو په مرسته مړینې) په اړه بحث پیل شوی دی.

په دې تړاو د کارګر ګوند غړي لارډ فولکنر پخوانۍ هڅه بې پایلې وخته خو اوس په پارلمان کې د کارګر ګوند غړي، راب مرېس، نوې هڅه پیل کړې چې د (د مړ کېدو حق) قانون کې شامل کړي.

پر دې موضوع به د جمعې پر ورځ (سپتمبر ۱۱مه) د بریتانیې په ولسي جرګه کې بحث کېږي.

چاته به د نورو په مرسته د ځان مړ کولو اجازه ورکول کېږي؟

که د نورو په مرسته د مړینې لایحه تاید شي نو پر هغو کسانو به د پلي کېدو وړ وي چې په انګلستان او وېلز کې پر نه رغېدونکو ناروغیو اخته دي.

هغه کس چې د نورو په مرسته د مړ کېدو پرېکړه کوي، باید بالغ وي، ډاکټرانو یې د لږترلږه شپږو میاشتو پورې ژوندي پاتې کېدو اټکل کړی وي، له ذهني پلوه روغ، د نورو غورایو په اړه خبر او دغه پرېکړه یې په خپله خوښه کړې وي.

په دې اساس بیا ډاکټران کولی شي چې ناروغ ته د مړ کېدو درمل وکړي، او دغه درمل باید ناروغ ته د ډاکټرانو په حضور کې ورکړل شي.

د نورو په مرسته د مړینې قانون پر هغو خلکو د تطبیق وړ نه دی چې ټول بدن یې فلج وي ځکه دوی نه شي کولی د مرګ درمل خپله وکاروي.

په دې اړه به پرېکړه څوک کوي؟

دوه خپلواک ډاکټران باید دا تاید کړي چې ناروغ په خپله خوښه او له بشپړ پوهاوي وروسته د مړ کېدو پرېکړه کړې.

او تر دې وروسته به بیا ستره محکمه هرې ځانګړې قضیې ته کتنه کوي.

خو، هغه کسان چې د دغه قانون مخالف دي، استدلال کوي چې دا ښايي پر عمر خوړولو کمزورو او معیوبو خلکو فشار راوړي چې خپل ژوند ته پای ورکړي.

اوسنی قانون څه وايي؟

Image caption ټوني نیکلینسن، چې ټول بدن یې فلج دی، په خپل خوښه د ځان مړ کولو قانون لپاره مبارزه کړې.

ایتونیزیا (د ډاکټرانو له خوا د درملو په مټ د هغو خلکو مړ کول چې پر دردونکو او نه رغېدونکو ناروغیو اخته وي)، چې قتل بلل کېږي، په انګلستان کې غیر قانوني عمل دی.

انګلستان او وېلز کې د ځانوژنې ۱۹۶۱ قانون، نور خلک ځانوژنې ته هڅول یا ځانوژنې کې ورسره مرسته کول، جرم ګڼي او مجرم ته یې ښايي تر ۱۴ کالو د بند سزا ورکړل شي.

په شمالي ایرلنډ کې هم تقریبا ورته قانون دی.

په سکاټلنډ کې د نورو په مرسته مړینې په اړه قانون نه شته، چې یو څه ناڅرګندتیا یې رامنځ ته کړې، خو بیا هم، خلک د وژنې د قانون له مخې محاکمه کېدای شي.

ایا په تېر کې د دغه قانون د بدلولو هڅه شوې؟

لا له وړاندې ګڼې هڅې شوې چې د نورو په مرسته مړینې ته قانوني بڼه ورکړل شي خو دغه ټولې هڅې رد شوې دي.

د نورو په مرسته د مړینې کمېسون چې یو شمېر کمپاینرانو جوړ کړی، او په قانون کې د بدلون غوښتنه لري، په ۲۰۱۲ کال کې ویلي وو چې په انګلستان او وېلز کې باید د نه رغېدونکو ناروغانو، د نورو په مرسته مړ کېدو قانون په اړه "جدي غور" وشي.

خو د روغتیا څانګې یو شمېر چارواکي، د معلولینو د حقونو ځینې ډلې او مذهبي مشران استدلال کوي چې اوسنی قانون باید بدل نه شي ځکه له مخې یې په ټولنه کې د کمزورو او زیانمنونکو کسانو ساتنه کېږي.

په نوره نړۍ کې حالت څنګه دی؟

د امریکا په اورېګن او واشنګټن ایالتونو کې د نورو په مرسته مړینه قانوني بڼه لري.

بلجیم او هالنډ په خپله خوښه د ایتونیزیا قانون معرفي کړی دی.

سویټزرلنډ له ۱۹۴۲ کال راهیسې د نورو په مرسته د ځانوژنې اجازه ورکړې ده. د دغه قانون له مخې، د مرګوني درملو ورکولو اجازه شته خو خپله کس یې باید په تطبیق او کارولو کې برخه واخلي.

په دغه هېواد کې د (ډیګنېټس) په نامه مرکز کې له ۱۹۹۸ کال راهیسې تر اوسه څه دپاسه زر کسان مړه شوي دي.

د نورو په مرسته د ځان مړ کولو په اړه دریځونه څه دي؟

Image caption د نورو په مرسته مرګ قانون په اړه به د بریتانیا په پارلمان کې بحث کېږي.

د انګلستان کلیسا رسمي دریځ د نورو په مرسته د ځان مړ کولو کلک مخالفت کوي.

خو د کنټربري پخواني اسقفانو (د عیسویانو مذهبي مشرانو) ډیسمنډ ټوټو او لارډ کېري، دواړو په دې وروستیو کې د دغه چارې ملاتړ کړی دی.

روغتیاپالان هم وېشلي نظرونه لري. د بریتانیې د روغتیا ټولنه د نورو په مرسته د مړینې هر ډول بڼې سره مخالفت لري خو د نرسنګ (روغتیا) رایل کالج په دې اړه بې طرفه نظر لري.

د رایل کالج روغتیاپالانو تېر کال د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې ویلي، باور یې دا دی چې اوسني قانون کې بدلون ته اړتیا نه شته.