سګرټ څکول د ځینو پر سږو ولې اغېز نه کوي؟

بریتانیا کې ساینس پوهانو دا راز سپړلی چې د ځینو پر سږو د سګرټ څکولو ولې اغېز نه دی کړی، سره له دې چې ټول عمر یې سګرټ څکولي وي.

پر څه دپاسه ۵۰ زرو کسانو تر سره شوې ازموینه ښيي چې د ځینو خلکو ډي این ای د سږو فعالیت سره مرسته کوي او د سګرټ څکولو ناوړه اغېزو مخه نیسي.

د روغتیايي څېړنې د شورا ساینس پوهان وايي، دغه موندنه د سږو د فعالیت زیاتولو لپاره د نویو درملو د جوړولو په برخه کې مرسته کولی شي.

خو دوی وايي، دا په دې معنا نه ده چې ګنې دغه خلک دې سګرټ څکولو ته دوام ورکړي.

په وینا یې، تر ټولو ښه غوراوی به تل همدا وي چې خلک سګرټ و نه څکوي.

ټول نه خو ډېر سګرټ څکونکي سږو سره تړلو ناروغیو باندې اخته کېږي.

خو د ځینو هغو خلکو بدن کې هم د سږو ستونزې پیدا کېدای شي چې سګرټ ته یې لاس هم نه وي ور وړی.

په اسانۍ ساه اخیستل

ساینس پوهانو د (سي او پي ډي) په نامه حالت ارزونه وکړه چې انسانانو کې د ساه اخیستلو ناروغۍ، ټوخي او د سینې سره تړلو ناروغیو لامل کېږي.

باور دی، بریتانیا کې نږدې درې میلیونه وګړي د (سي او پي ډي) پر حالت اخته دي چې په کې د ستوني او سږو ناروغۍ شاملې دي.

د سګرټ څکونکو او سګرټ نه څکونکو، او پر دغه ناروغۍ د اخته او د روغو خلکو د پرتلې پر اساس، ساینس پوهانو د سږو هغه برخه وموندله چې د دغې ناروغۍ خطر کموي.

دا په دې معنا، هغه سګرټ څکونکي چې "غوره سږې" لري، د هغو په پرتله چې "خرابې سږې" لري، پر دغه ناروغۍ د اخته کېدو کم چانسونه لري.

د لیسټر په پوهنتون کې د څېړنیزې ډلې غړي، پروفیسور مارټېن ټوبېن وویل، په ظاهره دغه غوره جینونه د سږو وده او د ټپونو پر وړاندې غبرګون اغېزمنوي.

خو نوموړي بي بي سي ته وویل، "داسې کوم جادويي درمل نه شته چې خلک یې وکاروي او د سګرټ څکولو د ناوړه اغېزو مخه پرې ونیسي – که د غوره ډي این اې خلک سګرټ څکوي نو بیا به یې هم د سګرټ نه څکونکو په پرتله سږې لږې رغې وي."

"په راتلونکې کې د ښې روغتیا لپاره او د سرطان او زړه ناروغیو د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې خلک سګرټ و نه څکوي."

روږدي کېدل

بله دا چې سګرټ څکول د زړه او سرطان ناروغیو خطر هم زیاتوي چې په دغه څېړنه کې په نظر کې نه دي نیول شوي.

ساینس پوهانو د ډي این اې هغه برخې هم تر څېړنې لاندې ونیولې چې په سګرټ څکونکو کې د سګرټ نه څکونکو په پرتله ډېرې موندل کېږي.

ښکاري چې دغه ډي این ای د مغزو فعالیت ته تغیر ورکوي او یو کس یې له کبله په اسانه پر نیکوتینو روږدی کېدای شي، خو دغه خبره له تاید شوې نه ده.

پروفیسر ټوبېن وايي، دغه موندنې "د انسان بدن په اړه په زړه پورې نوي حقایق په ډاګه کوي چې تر دې مخکې مو په اړه ډېر مالومات نه درلودل او دغه موندنې کولی شي د درملو په جوړولو کې ډېره مرسته وکړي."

ورته مطالب