بهرنۍ فضا د چا ملکیت دی؟

Image caption د بهرنۍ فضا د نړیوال تړون له رامنځته کېدو دوه کاله وروسته په ۱۹۶۹کې د امریکا د متحدو ایالتونو بیرغ د سپوږمۍ پر مخ ودرول شو. ( د اسوشیټډ پریس تصویر)

کله چې د بهرنۍ فضا په اړه خبره کېږي، د ملکیت موضوع ورسره فورا فکر ته نه راځي.

خو په دې ډګر کې د بشري نژاد د پرمختګ، او د تجارتي فضايي هڅو په رامنځته کېدو سره، په بهرنۍ فضا کې د څېړنو او په تړاو یې د ځواک د سیاستونو په اړه یو لړ پوښتنې را پیدا کېږي.

نامتو امریکايي ستورمزلي، نیل ارمسټرانګ، په ۱۹۶۹کې د امریکا د متحدو ایالتونو بیرغ د سپوږمۍ پر مخ ودراوه.

کېدای شوای دغه کار د سیمې د ملکیت په معنا وای، خو د ۱۹۶۷کال د بهرنۍ فضا د تړون له مخې دا یوازې یو سمبولیک عمل بلل کېږي.

د چین، روسیې، بریتانیا او د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د نړۍ ۱۲۹ هېوادونو دغه تړون منلی چې د ملګرو ملتونو د سازمان د بهرنۍ فضا د چارو څانګې له خوا یې څارنه کېږي.

په دې تړون کې یو لړ مهم اصول بیان شوي لکه دا چې بهرنۍ فضا باید د ټول بشریت شتمني وګڼل شي، ټول هېوادونه کولای شي په هغې کې په آزاده توګه پلټنې وکړي، هېڅ یو دولت نه شي کولای پر سپوږمۍ یا نورو آسماني اجسامو د ملکیت ادعا وکړي.

له سپوږمۍ او نورو آسماني اجسامو څخه یوازې د سوله ییزو هدفونو لپاره کار اخیستل کیدای شي، د ځمکې په مدار یا بهرنۍ فضا کې باید وسلې ځای پرځای نه کړل شي.

د لندن د اقتصاد پوهنځي یوه استاده او د بهرنۍ فضا د تګلارو د مجلې مسوله مدیره، ډاکټرې جیل سټیوارټ، بې بي سي ته وویل چې ’’اکثرا دغه (تړون) د بهرنۍ فضا د اساسي قانون په نامه یادېږي’’.

بهرنۍ فضا چېرته ده؟

د بهرنۍ فضا تړون تر اوسه پورې اغېزمن دی، خو هغسې چې ډاکټره سټیوارټ یې بیانوي ځینې ستونزې پکې شته دي.

’’د بهرنۍ فضا کوم رسمي تعریف نه دی شوی، خو د ملګرو ملتونو یوه کاري ډله ورباندې کار کوي او د غړو هېوادونو سره سلا مشورې کوي. ګومان کوم چې د (کارمان پر لیکه) به د یوې فزیکې پولې په اړه یوه فیصله وشي، چې تقریبا ۱۰۰ کیلومتره لوړه ده، خو یوه بله لاره هم دا ده چې یوعملي تعریف یې وشي، په دې معنا چې قوانین په فضا کې د یوه جسم د موقعیت له مخې نه بلکې د هغې د دندې یا کړنې پر بنسټ جوړ شي’’.

د فزیکې پولو په نښه کول د تجارتي فضايي الوتنو شرکتونو لپاره د ډېر کاغذي او دفتري کار سبب کېږي، د مثال په توګه د ویرجین ګالکتیک شرکت چې په ټیټې فضا کې د سیلانیانو لپاره فضايي الوتکې جوړوي، باید هم د هوايي چلند نړیوال قوانین او هم د بهرنۍ فضا قوانین مراعت کړي، سره له دې چې یوازې ۵-۶ دقیقې به په بهرنۍ فضا کې پاتې کېږي. د دې لپاره باید یوه معقوله حل لاره پیدا شي.

په سپوږمۍ کې د کانونو کیندل

څېړونکي دا مني چې د بهرنۍ فضا تړون د یوه نړیوال فضايي قانون لپاره یو ډیر ښه بنسټ دی، خو په هغې کې د تجارتي فضايي فعالیتونو لکه د فضايي زېرمو د را ایستلو په اړه کومه یادونه نه ده شوې، ښايي په دې دلیل چې په ۱۹۶۷ کې د دغسې فعالیتونو وړاندوینه نه وه شوې.

د لندن د پوهنتون د بیربیک کالج د فضايي علومو د څانګې پروفیسر، یان کرافورډ، استدلال کوي چې ’’په بهرنۍ فضا کې د خصوصي شرکتونو د کان کیندلو فعالیتونو په اړه نړیوال قانون روښانه نه دی. د بهرنۍ فضا تړون نوي کولو ته اړتیا لري’’.

داسې استدلال کېږي چې په راتلونکي کې کله چې په بهرنۍ فضا کې هر ډول شیان جوړېږي، له اقتصادي پلوه به ښه دا وي چې له فضايي کانونورا ایستل شویو اومو موادو څخه هلته کار واخیستل شي، د دې پرځای چې له ځمکې څخه یوړل شي.

پروفیسر کرافورډ وايي د فضا لپاره د روښانه تعریف شویو قوانینو لپاره یو بل قوي دلیل هم شته دی.

Image caption آیا د تجارتي فضايي الوتنو په عصر کې به د فضا د ملکیت په اړه زموږ رویه بدله شي؟ ( د تینک سټاک تصویر)

’’د ساینسي لاملونو له مخې، د سپوږمۍ ځینې برخې د ساینس لپاره د ځانګړې دلچسپۍ وړ دي چې باید له تجارتي فعالیتونو څخه خوندي وساتل شي.’’

په داسې حال کې چې د نړۍ د وګړو شمېر په زیاتېدو دی او د ژوند د لوړو معیارونو د ساتلو لپاره نورو اومو موادو ته اړتیا ده، له اخلاقي او د ځمکې د چاپیریال ساتنې له پلوه به دا ډېره معقوله وي چې د اړتیا وړ اومه مواد د آسماني اجسامو له کانونو څخه را وایستل شي.

خو له دې څخه یوه بله مسله را ولاړېږي: که چېرې خصوصي تجارتي شرکتونه لکه (پلانیټري ریزورسیز) او (مون ایکسپریس) وکولای شي په عمل کې په بهرنۍ فضا کې له کانونو څخه مواد یا توکي را وباسي، آیا د هغوی کار به د بهرنۍ فضا د تړون سره سمون ولري؟ آیا هغوی به وکولای شي ثابته کړي چې کارونه یې د ټولو هېوادونو د وګړو او ټول بشریت په ګټه دي؟

فضايي جګړې

د هوا او فضا د قانون په اړه د مک جیل انسټیټوټ اجرايي مدیره، ډاکټره کاساندرا سټیر، وايي

’’زموږ ورځینی ژوند په فضا پورې تړلی دی. هر ځلې چې تاسو پر ټیلیفون خبرې کوئ، پیسې انتقالوئ یا د ګوګل له نقشې کار اخلئ- دا ټول د مصنوعي سپوږمکۍ د سیګنالونو په مرسته کېږي. د نښتو په وخت کې به ډېره آسانه وي چې پر دغو مصنوعي سپوږمکیو بریدونه وشي. کېدای شي بهرنۍ فضا د نویو جګړو پر ډګر بدله شي’’

سره له دې چې ویل کېږي بهرنۍ فضا کې کوم قانون نه شته، خو په اصل کې هلته ټول نړیوال قوانین عملي کېداې شي.

نو، که دا ټول قوانین هلته عملي کیداې شي، ستونزه څه ده؟

Image caption تر حاکمیت لاندې سیمه: هر هېواد خپله مصنوعي سپوږمۍ لري (د تینک سټاک تصویر)

د بهرنۍ فضا د تړون تر څنګ، د فضايي قانون په ا ړه څلور نور تړونونه هم شته دي.

د مسولیت د کانونشن یا تړون له مخې، هر هغه شی چې فضا ته ځي باید له خپل دولت سره راجستر شي، او د هغه دولت تر حاکمیت لاندې سیمه ګڼل کېږي.

ډاکټره سټیر وايی ’’که تاسو د یوه بل هېواد پر مصنوعي سپوږمکۍ برید وکړئ، یو زیات شمېر فضايي پاتې شونې را منځته کوئ، چې کېدای شي پر نورو مصنوعي سپوږمیو باندې ناوړه اغېز وکړي.’’

نو دلته یو ابهام را پیدا کېږي او روښانه نه ده چې په فضا کې د دې ټوټو او پاتې شونو د پاکولو مسول څوک دی.

ډاکټره سټیر زیاتوي چې ځینې مصنوعي سپوږمکۍ دوه ګونی استعمال لري. د هغې ټکنالوژۍ کېدای شي هم د پوځي او هم د غیر پوځي مقصدونو لپاره وکارول شي- او له دې امله د بهرنۍ فضا د تړون مسله ډېره پېچلې کېږي.

خو که د نورو زیرکو مخلوقاتو او د هغوی د قوانینو سره مخامخ شو څه به کوو؟ د چا قوانین به د لومړیتوب حق ولري؟ دا موضوع لا نورې پوښتنې را پیدا کوي.

ډاکټره جیل سټیوارټ په پای کې وايي ’’موږ په داسې یو وخت کې ژوند کوو چې له پخوا نه ډېره ضروري ده چې د بهرنۍ فضا په اړه خپل اوسني حقوقي بنسټیز جوړښتونه له سره و ارزوو’’.

ورته مطالب