د کندوز اهمیت په څه کې دی؟

Image caption د روان کال له اپریل میاشت راهیسې پر کندوز ګڼ بریدونه شوي دي.

د افغانستان په شمال ختیځ کې د کندوز ولایت د کندوز ښار سقوط په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له پرځېدو وروسته د افغان حکومت تر ټولو خرابه ماته ده.

کندوز چې د افغانستان یو تر ټولو ستر ښار دی، د هېواد شمال لپاره له ستراتېژیک پلوه د ترانسپورت مهمه لاره بلل کېږي.

لویې لارې کندوز په سوېل کې له کابل، په لوېدیځ کې له مزار شریف او په شمال کې له تاجکستان سره نښلوي.

خو دغه ښار تل د طالبانو لپاره سمبولیک اهمیت لرلی ځکه له ۲۰۰۱ کال مخکې دا په شمال کې د دوی مهم مرکز و.

"د نشه يي توکو د قاچاق لاره"

کندوز د افغانستان شمالي ولایتونو د ور په توګه ګنل کېږي او په مرکزي اسیا کې د دغه هېواد له ګاونډي تاجکستان سره ګډه پوله لري.

تاجکستان سره پوله پرانیستې ده او له دغې لارې افغانستان کې جوړ اپین او هیروین مرکزي اسیا ته قاچاقېږي او بالاخره اروپا ته رسېږي.

هره غاړه چې پر کندوز کنترول ولري، نه یوازې پر شاوخوا سیمو اغېز لرلی شي بلکې په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر یو تر ټولو مهمې لارې هم کنترول لرلی شي.

د دغې سیمې امنیت د جرمني ځواکونو مسولیت و خو په ۲۰۱۳ کال کې دغه مسولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

خو کندوز ډېرې نورې ستونزې هم لري: په دغه ولایت کې د ناسمې حکومتولۍ، بې کفایتۍ او د ځینو ځايي چارواکو ځورونې له کبله ډېر خلک ناخوښ دي.

طالبانو له ډېرې مودې راهیسې د دغه ولایت د نیولو هڅه کړې ده.

د ولایت د کلیوالو سیمو، چې اکثریت خلک په کې اوسېږي، ډېرې برخې لا له وړاندې د طالبانو په ولکې کې دي. اورپکو په تېرو دوو کلونو کې دلته خپله جګړه سخته کړې ده.

اټکل دی ښار کې شاوخوا ۳۰۰ زره خلک اوسېږي خو ښايي دغه شمېرې بدلېدونکې وي ځکه د روان کال په پیل کې د جګړو له کبله ډېر خلک له دغې سیمې تښتېدلي دي.

لسګونه زره کسان بې ځایه شول او اوس په پنډغالو کې اوسېږي چې د هېواد په ډېرو برخو کې شتون لري.

که څه هم اورپکي په شا تمبول شوي وو، خو په سیمه کې یې شمېر تل زیات و او ډېرو شنونکو باور درلود چې طالبان هر مهال د یوه پیاوړي برید توان لري.

د دغه راپور په جوړولو کې د بي بي سي خبریالانو داود اعظمي او عنایت الحق یاسیني هم مرسته کړې ده.

ورته مطالب