کب نیونه او بې حده تاوتریخوالی

د انځور حقوق Other
Image caption د فرات د سیند پر غاړه کب نیونه (د اسلامي دولت ډلې له یو تصویري رپوټ څخه د ۲۰۱۵ داګست لومړۍ)‎

چارلي وینټر لیکي چې اسلامي دولت په نامه ډله د خپلې ظالمانه رویې له امله شهرت لري، خو د ډېرو زیرکانه طریقو په مرسته خلک هم ښکاروي.

څه موده کېږي چې د اسلامي دولت په نامه ډلې د تبلیغاتو په اړه په څېړنې بوخت یم- دا زما د ورځني کار یوه برخه ده، حساسیت مې له منځه تللی او ورسره عادي شوی یم.

پوهېږم هغه څه چې زه یې وینم کرکجن دي خو د وحشت نه ډک حالت یې په بشپړه توګه کله کله تجربه کوم.

خو، د جولای په څلورمه د اسلامي دولت ډلې یوې ځانګړې ویډیو زما د بدن عادي دفاعي میکانیزم مات کړ.

یوه ډله ځوان هلکان یې کتار درولي و او د هغوی مخې ته ۲۵ تنه نور چې ادعا کېده د اسد پلوه عسکر وو ګونډې وهلې وې.

دغو هلکانو د خپلو ټوپکو سره د عسکرو د سرونو شا په نښه کړې وه. د دې لړزونکې وژنې ځای د پالمیرا یا تدمر د لرغوني ښار د رومیانو تیاتر ټاکل شوی وو.

د معمول په توګه مې د وژنې د عمل نه مخکې دا فلم ودراوه. که څه هم زه د اسلامي دولت ډلې د بې حده تاوتریخوالې او ظالمانه رویې سره عادي شوی یم، خو دا ویډیو بل ډول وه، ځکه چې زه د خپل کار په دفتر کې یو عکس لرم چې د خپلې ښځې، پلار او ناسکه مور سره مې د تدمر د ښار د رومیانو په همدغه تیاتر کې نژدې پنځه کاله پخوا اخېستی و.

هغه وخت ما په سوریې کې ژوند کاوه، او مخکې له دې نه چې له دې هیواده ووځم دغه خپلوان مې د ځینو وروستیو کسانوڅخه و چې زما د لیدنې لپاره راغلي وو. دا هغه وخت و چې سوریه په چټکۍ په کورنۍ جګړې کې ښکیله شوه. هغه وخت زه نه پوهېدم چې څه به پېښېږي.

د انځور حقوق Other
Image caption د تدمر په ښار کې سوریايي عسکر په ګونډو دي (دا انځور ۲۰۱۵ په جولای کې د اسلامي دولت ډلې له یوې ویډیو نه اخیستل شوی)

له هغې راهیسې کلونو کې زه د سوریې په اړه څېړنو باندې بوخت یم، او د هغې د جهادي ډلو په هکله پلټنې او څېړنې کوم. معمولا هغو ځایونو ته ځم او هغه لرغوني آثار وینم چې دغې وحشتناکې جګړې ځپلي دي- لکه د حلب د ښار لرغونی ارګ، د بصري الشام سرکس یا دصلیبي جګړو د وخت کلا چې تر اوسه ښه ساتل شوې.

خو هیڅکه مې داسې څه نه و لیدلې لکه د اسلامي دولت ډلې له خوا د اعدام دا ویډیوچې هغوی ورباندې ویاړي.

د دغې وېډیو د لیدلو راهیسې، تل د هغې په فکر کې یم او د هغو کسانو په هکله فکر کوم چې په ډزو وویشتل شول، له وړو هلکانو څخه یې د هغوی د ویشتلو لپاره کار واخېست.

که څه هم ښه پوهېدم چې ولې اسلامې دولت دا ویډیو جوړه کړې، خو په بشپړه توګه او په ډاډ سره د هغې په علت نه پوهېدم. تصمیم مې ونیوه چې د خپلې پخوانۍ څیړنې تر څنګ باید نورمعلومات هم تر لاسه کړم او پوه شم چې د اسلامې دولت ډلې د مبلغانو په ماغزو کې څه تېرېږي.

د خپلو تېرو معلوماتو په مرسته مې غوښتل چې د هغوی په نړۍ کې ننوځم او پوه شم چې دغسې ویډیوګانې د چا لپاره جوړوي، او دا چې اسلامي دولت ډله ځان ته په څه نظر ګوري په دې هکله هغوی څه وايي؟ موږ پوهېږو چې د اسلامي دولت ډلې هغه پلویان چې ایډیالوژیکي انګیزې لري د دې ډلې د پوځي ډوله او بې حده تاوتریخوالي ډکو تبلیغاتو څخه خوند اخلي او خوښیږي یې، خو آیا نور خلک په دې اړه څه فکرکوي؟ په زرګونو هغه ولسي خلک چې خپل کورونه پرېږدي او د اسلامې دولت ډلې له خلافت سره یوځای کیږي.

پوهېدم چې دا ډول څېړنه به ډېر وخت وغواړي، نو ځکه مې ځان ته محدودیت وټاکه او تصمیم مې ونیوه چې په پیل کې به یواځې یوه میاشت پلټنه وکړم او وبه ګورم چې څه ترلاسه کوم. د شوال د میاشتې د ۳۰ ورځو په ترڅ کې چې د اسلامي دولت ډلې د جنتري له مخې د جولاې په ۱۷ پیل او د آګست په ۱۵ پاې ته رسېږي- ما هره ورځ دوه ساعته کار وکړ او په ټویټر کې مې په عربې ژبه په ډېر دقت سره د اسلامې دولت ډلې د تبلیغاتو راز راز بڼې وڅېړلې او د هغوی د بې حسابه هشتاګونو څخه مې د کلي ګانو په توګه کار واخیست.

هغه څه چې مې وموندل لړزونکي وو، خو نه له دې امله چې له ظلمه ډک وو. یواځې په ۳۰ ورځو کې د اسلامي دولت ډلې رسمي مبلغانو۱،۱۴۶ بېلابېل تبلیغاتي خپرونې جوړې کړې وې. تصویري مقالې، ویډیوګانې، ږغیزه ویناګانې، راډیويي خبري بولیټنونه، متني خبري لنډیزونه، مجلې، پوسټرونه، تبلیغاتي پاڼې، دیني وعظونه او داسې ډېر نور شیان یې جوړ کړي و.

دا شیان په راز راز ژبوخپاره شوي و، راډیويي غږیزه او متني خبرونه په شپږو ژبو خپاره شوي و چې په ټوله کې ۸۹۲ واحده کېدل. دا ټول په یوه واحده بڼه په دقت او مهارت سره تر جزیاتو پورې په ډېر ښه ډول وړاندې شوي وو.

زه پوهېدم چې د اسلامي دولت ډلې تبلیغات به ډېر وي خو د دومره ډېرو انتظار مې نه درلود. راته جالبه وه چې وګورم نور څېړونکي په دې هکله څه فکر کوي. د امریکا د متحدو ایالتونو په بهرنیو چارو وزارت کې د ترورېزم ضد مخابراتو د سټراتیژیکو څېړنو د مرکز پخواني مشر البرټو فرناندز سره مې تماس ونیوه چې په انټرنیټ کې یې د اسلامي دولت ډلې د تبلیغاتي فعالیتونو پر ضد هڅو کې بر خه درلوده

دا د تبلیغاتي فعالیتونو یوه حیرانونکې کچه ده، احتمالا په هېڅ یو غیر دولتي افراطي غورځنګ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

د لاس ته راغلیو معلوماتو د وړو جزیاتو په څېړنې او تحلیل مې پیل وکړ. د تبلیغاتو هغه بڼې چې د شوال د میاشتې په ۳۰ ورځو کې ورنه کار اخېستل شوی و، آشنا ښکاریدې. ځینې ځانګړتیاوې یې درلودې چې ما په وار وار لیدلې وې، لکه غږیز او متني خبرې بولیټونونه چې د تېرې ورځې د پوځې بریاوو لنډیز بیانوي.

دا هره ورځ پر ټاکلي وخت خپرېدل. د دې تر څنګ د ملکې ژوند، پوځي فعالیتونو، قربانیانو، بې حده تاوتریخوالي، د بښنې ځینو مثالونو او د بهرنیو جنګیالیو د ملګرتیا په اړه رپوټونه هم وو چې په ځینو ورځو کې ځینو موضوع ګانو په کې برجستګي درلوده.

تر ډېره، پر تخیلي نظریو ډیر ټینګارکېده، لکه ټولنیزعدالت، اقتصاد، دیني سوچه توب او د اسلامي خلافت پرله پسې پراختیا.

په ځینو نورو ورځوکې بیا د پوځي روزنې په اړه رپوټونه ډېر وو، په ویډیويي او انځوریزه مقالو کې پوځي روزنه او پوځي پریډونه ښودل کیدل او د پوځي عملیاتو په ا ړه رپوټونه هم و.

د انځور حقوق Other
Image caption د اسلامي دولت ډلې ویډیو ښيي چې سړي جګړې ته چمتوکېږي ( د۲۰۱۵ د جولاې ۱۷- د اسلامي دولت روزنیزه ویډیو)

د دې پراخې، سرسري څارنې پرته محتویات خورا ډېر او راز راز و. د مثال په توګه، په یوې نسبتا عادي ورځې، د شوال په ۲۳ نېټه، ټولې ۵۰ ځانګړې تبلیغاتي ټوټې وې. په یو شمېر انځوریزه رپوټونو او ویډیو ګانو کې د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت ډلې د یوه برید کیسه او د صلاح الدین په سیمه کې د مړو د فاتحې د مراسمو رپوټونه و.

د قربانیانو د موضوع په اړه عکسونو کې د عراق په انبار او کرکوک ولایتونوکې، د هغوی په خبره "د صلیبي- صفویانو هوايي بریدونو" پایلې ښودل کېدې. خو تبلیغ کوونکو یې په خورا دقت سره زیاتره دا هڅه کوله چې ’’عادي’’ ژوند وښيي.

له ۵۰ څخه په ۳۲ تبلیغاتي ټوټو کې ملکي فعالیتونه ښودل کیدل: لکه په موصل کې د پلاستر کولو یو ورکشاپ، په فالوجه کې د ورځپاڼو وېشل کېدل، په تل عفارکې د سړکونوغاړو ترمیم، په قیاره کې د ټیلیفون د مزو د ترمیم کار، په شرقات کې د سګرټو ظبط اوسوځیدل، او په بیرالقصاب کې د اوښانو پیول.

تبلیغاتي شعارونه په شدت سره جاري و. ځانګړې موضوع کانې او مهمې مسلې په کې له ورایه څرګندېږي. د اسلامي دولت دلې د تبلیغاتي تګلارې راز مې په دې کې وموند چې غواړي تولید، "تولید، تولید" وکړي. دومره ډېر تبلیغاتي محتویات تولیدوي چې سړی اصلا نشي پوهیدای دا تبلیغ کوونکي څه هدف لري. هغوی په انټرنیټ کې دومره ډېراطلاعات اچوي چې د دوې د اصلي شعارونو موندل په کې ناممکنه کېږي. هغوی خپل رقیبان حیرانوي او په عین وخت کې کنجکاوه او کمزوري کسان راجلبوي.

د انځور حقوق Other
Image caption د اسلامي دولت ډلې د یو انځوریز رپوټ څخه یو انځور چې ښيي دوه همجنسبازه کسان د یوې ودانې له سره لاندې غوځول کیږي (د اسلامي دولت ډلې انځور)

تصفیه شوي آرشیف ته په کتو سره راته څرګنده شوه چې د شوال د میاشتې په لومړیو څو ورځو کې تاوتریخوالی هیڅ نه و موجود ځکه چې د شوال میاشت د رمضان یا روژې د میاشتې پسې راځي او شوال د لوی اختر په ورځو پیلېږي.

د اسلامي دولت تبلیغات چیانو ښايي غوښتل وښيي چې په اختر کې له تاوتریخوالي ډډه کېږي. داسلامي دولت دوونظریاتي اړخونو، دین او’’د اتباعو’’ ټولنیز ژوند ته ډېر پام کېده. مبلغانو په سوریې او لیبیا کې بیوزلو ته د خیراتونو ویشلو په اړه لویه ډرامه جوړه کړې وه، او د لمانځنو او دوعاګانو او د جشنونو د عمومي فضا په اړه رپوټونو باندې یې ډېر وخت لګولی و- ښودل یې چې ماشومان د لوبو په ځایونو کې په لوبو اوتفریح بوخت دي، د یتمانو تر منځ د لوبو وسایل او خواږه وېشل کیږي، د جګړو په لومړیو کرښو کې جنګیالي سندرې وايي، چای څښي او په ګډه خاندي.

د اسلامي دولت ډلې راډیوستیشن، البیان، یوه خپرونه جوړه کړې وه چې هغې کې یې د لارې پر سر تېرېدونکو کسانو څخه د هغوی د اختر د ورځو د تجربو په اړه پوښتنې کولې (چې البته ټولو خوښۍ ښودله)

د انځور حقوق Other
Image caption دا انځورچې د اسلامي دولت ډلې د یو انځوریزه رپوټ څخه را اخیستل شوی ښيي چې کورنۍ د یو تفریحي پارک په کتنه بوختې دي (د اسلامي دولت د یوې تبلیغاتي ویډیو څخه)

خو د روژې د میاشتې او اختر د تېریدو نه وروسته په زیاترو تبلیغاتي رپوټونو کې د غټانو د لمونځونو او ماشومانو د لوبو تر څنګ هره ورځ پوځي موضوع ګانې خپرېدې. د کرهنې،لاسي صنایعو، وحشي ژوند، د سګرټو د مصادرې او د کوڅو د پاکولو عکسونو تر څنګ هره ورځ د اسلامي دولت ډلې د جنګیالو او د هاوان د ډزو عکسونه خپرېدل، د مړو شویو ’’دښمنانو’’ جسدونه او پرغنیمت شویو مالونو باندې د خوښۍ صحنې به یې ښودلې.

په دقت سره جوړو شویو دغو انځوریزو رپوټونو تر څنګ چې شمېر یې ۶۹۶ ته رسېده، ۶۴ وېډیوګانې هم خپرې شوې وې چې د اسلامي ’’دولت’’ پر بېلابېلو فعالیتونو یې رڼا اچوله، لکه د ازدواج دفترونه، د عمومي نانوايي ګانو مدیریت، د اسلامي دولت ډلې د پولیسو لخوا د ’’بتانو’’ د ځایونو ویجاړول، او ’’دیني مجرمینو’’ ته په عام محضرکې سزا ورکول.

په یوې پېښې کې یو سړی ښودل کېږي چې په همجنسبازۍ تورن دی او د یوې ودانۍ له بامه لاندې غورځول کېږي او د راټولو شویو خلکو له خوا سنګساریږي. د ملکي ژوند په اړه هرو دوو وېډیوګانو تر څنګ یوه وېډیو د پوځي عملیاتو د بېلابېلو اړخونو په اړه وه لکه د نویو سربازانو روزنه، د انتحاري برید کونکو وصیتونه، د دښمن پر مورچلو سنجول شوي بریدونه او داسې نور.

په پرلپسې توګه د ملکي او پوځي ژوند د ښودلو تر څنګ، تبلیغات چیان په دوامداره توګه د قربانیانو او ځورېدلو خلکو انخورونه ښيي، هره ورځ د کمرو په وړاندې د مړو یا معلولو ماشومانو، ښځو او بوډا کسانو تصویرونه ښيي او په دې توګه هڅه کوي د دښمن د هوايي بریدونو د جانبي زیان څخه ترممکنه حده زیاته سیاسي ګټه پورته کړي.

که د سوریې د رژیم د هوايي بریدونو پایلې ښيي او که د اسلامي دولت ډلې ضد نړیوال ایتلاف بریدونه، په ټولو رپوټونو کې تصویرونه وحشتناکه ښيي، چې په دې توګه خپل اعلان کړی خلافت مشروعه وښيي او د خپلو فعالو غړو بې شمېره جنایتونه توجیه کړي.

د انځور حقوق Other
Image caption ورځینی ژوند- د لامبو په یوه حوض کې (د اسلامي دولت له یوې ویډیو څخه را اخیستل شوی تصویر)

د هغو بې شمېره رپوټونو بر خلاف چې په جولای کې را ووتل او ادعا یې کوله چې اسلامي دولت ډلې خپل ظلم او تاوتریخوالی کم کړی، د هغوی بې حده تاوتریخوالی هېڅکه هم نه دی کم شوی. د شوال د میاشتې په لومړیو پنځو ورځو کې یوه وېډیو خپره شوه چې په کې د سوریې د هوماپه ولایت کې د اسد د رژیم یوعسکرښودل کېده چې پر شا باندې د ویشتل کېدو نه وروسته د یو کمر له پاسه لاندې غورځول کېږي.

څلور ورځې وروسته په عراق کې د درې تنو ’’جاسوسانو’’ د سرونو د پرې کېدو وېډیوګانې خپرې شوې او له هغې وروسته په یوې بلې ویډیو کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د ’’دښمنانو’’ یوه ډله ښودل کېږي چې په زوره پر چاودیدونکو موادو باندې کېنول شوي دي او وژل شوي دي. همدا راز د شوال د میاشتې د رپوټونو له مخې د اسلامي دولت ډلې د وژنو تر شا انګېزه نوره هم څرګندېږي.

یو خبرداری خپرېږي خو دا خبرداری د نړیوالې ټولنې لپاره نه بلکې د هغو ناراضي کسانو لپاره دی چې د اسلامي دولت ډلې د واک د سیمې دننه ژوند کوي. هغوی ته ویل کېږي چې بله لار نه لري، یا باید د اسلامي دولت ډلې ملاتړ وکړي او یا له دښمن سره مرسته وکړي او په وحشتناکه توګه مړه شي.

خو مهمه دا وه چې دا ډول خبرداری کله کله خپرېده ځکه د اسلامي دولت ډلې مبلغانو غوښتل دا خلک وویروي، خو نه یې غوښتل چې د مکررو خبرداریو سره عادت شي او ویره یې ورکه شي.

یو شی چې ما یې انتظار نه کاوه دا و چې د اسلامي دولت ډلې د ’’خلافت’’ د لومړي کال بر خلاف د بښنې او خواخوږۍ موضوعګانو ته ډېر کم وخت ورکړل شوی و، په داسې حال کې چې یو وخت دا د هغوې د ولسي دپلوماسۍ یوه مهمه برخه وه.

یواځې دوه ځلي تبلیغ کوونکو هڅه کړې وه چې بهرني جنګیالي د ملګرتیا او دوستۍ له ژمنو سره راجلب کړي، اساسا هڅه کېده چې نوي جنګیالي د مذهبي غوښتنو پر بنسټ راجلب کړي. د شوال د میاشتې په ډېرو لږو رپوټونو کې د پښېمانه مخالفینو د بښنې خبره یاده شوې وه. دا ښيي چې مبلغان خپل پیغامونه د مرکزي مشر تابه له پراخې تګلارې سره همغږي کوي.

داسې ورځ به نه وه چې د اسلامي دولت ډلې تبلیغاتي ماشین به نوي تبلیغاتي رپوټونه نه درلودل. رپوټونو په جلا توګه کوم خاص مفهوم نه درلود خو په ټولیزه توګه یې د اسلامي دولت ډلې تر واکمنۍ لاندې د ژوند بشپړ تصویر ورکاوه، د هرچالپاره په کې یو څه وو:

مخالفینوته سختې سزاګانې چې ملاتړي خوښ او د ښمنان وویروي، مخ په ودې کرهنه او صنایع چې خلک اقتصادي رفاه ته هیله من کړي، د بدن د غړو پرې کول، سنګسارول او د سرونو پرې کول چې د نظم او قانون برقرارېدل او د شریعت عملي کول وښيي.

د دې ټولو تر څنګ یې ښکلې طبیعي منظرې او وحشي ژوند هم ښوده چې د جنت په اړه یو فکر رامنځه کړي. غواړي وښيي چې د اسلامي دولت ډلې د خلافت نظریه هر اړخیزه ده.

د انځور حقوق Other
Image caption د اسلامي دولت ډلې له یوې ویډیو څخه را اخیستل شوی تصویر چې په عام محضر کې د یو شخص اعدامیدل ښيي چې ادعاکیږي یوه مور او د هغې درې لورګانې ېې وژلي (د ۲۰۱۵ د جولاې ۲۹)

د ټولو معلوماتو له ارزونې وروسته پوه شوم چې دا تبلیغات یواځې په بهر کې د اسلامي دولت ډلې د پیاوړي کېدو لپاره نه و چې نوي ملاتړي راجلب کړي، پخواني پلویان وساتي او د مرستندویانو مالي ملاتړ راجلب کړي، بلکې دا تبلیغات د دې لپاره هم و چې د هیواد دننه اسلامي دولت ډله پیاوړې کړي.

که تاسو ځان د هغوعادي ملکي خلکو پر ځای وانګېرئ چې د اسلامي دولت ډلې تر لاس لاندې ښارونو او کلیو کې ژوند کوي، وینئ چې انټرنیټ ته آزاد لاسرسی نه لرئ، که کله کله یې نادرا هم ولرئ د اسلامي دولت یو جنګیالی به ستاسو پر سر ولاړ وي او هر خوزښت به موڅاري.

هلته د اطلاعاتو آزادي نشته، مخالف نظریات نه زغمل کېږي، انتقادي اطلاعاتوته اجازه نشته، د اسلامي دولت ډلې د مبلغانو په لاس جوړو شویو تبلیغاتي موادو پرته هېڅ ډول اطلاعاتو خپرېدو ته اجازه نه ورکول کېږي.

په یو مفهوم سره، په آنلاین کې هم همدغه حالت دی. ما د څېړنې لپاره دا کار کوه خو د اسلامي دولت زیاتره پلویان یواځې پر تبلیغاتي خبرونو او اطلاعاتو باندې بوخت دي. په ټولنیزو رسنیو کې خلک کولای شي د خپلې خوښې شیان خوښ کړي.

خو کله چې دا د اسلامي دولت ډلې د نشه کوونکو تبلیغاتو سره یوځای شي، قوت یې لا نور هم زیاتېږي. که څه هم د اسلامي دولت ډلې آنلایني پلویان کولای شي نورو نظریاتو ته لاسرسی ولري، خو هغوی کله کله نور معلومات لټوي. په دې توګه هغوی د اسلامي دولت ډلې تبلیغاتو باندې معتاد کېږي.

ما په جولای کې دا پروژه پیل کړه او هدف مې دا و چې د اسلامي دولت ډلې د تبلیغاتي تګلارې په اړه ژورمعلومات تر لاسه کړم.

خو، هغه څه چې مې وموندل لا ډېر ګټور و. حتی د هغوی د یوې میاشتې تبلیغاتو په بشپړې مطالعې سره ما وکولای شول چې هغه وسایل وسپړم او وارزوم چې د هغو په مرسته دا ډله د خپلو پولو دننه او بهر خلکو ته خپل ځان ورپیژني.

ښايي د دې پروژې د دوام په مرسته، او د اسلامي دولت ډلې د مشرانو د تبلیغاتي پلانونو په اړه دقیقې پوهې سره، هغه کسان چې د اسلامي دولت ډلې پرضد جنګېږي وکولای شي په لا اغېزمنه توګه د هغوی د اطلاعاتي انحصار مخه ونیسي.

چارلي وینټر په لندن کې د کویلیام موسسې سره د مشرڅېړونکي په توګه کار کوي.