لندن فلم فستیوال د سفراجېت په ننداره پیلېږي

د انځور حقوق Getty
Image caption د سفراجېت فلم هنرمندان

د لندن فلم فستیوال نن (اکتوبر ۷مه) په لندن ښار کې پیلېدونکی دی.

سږ کال د دغه فستیوال تنظیموونکو د لومړي ماښام نندارې لپاره سفراجېت فلم ټاکلی چې په سیاست کې د مېرمنو رول او د ښځو لپاره د رایه ورکولو د حق او مبارزې په اړه دی.

مشهورې فلمي څېرې کاري مولېګن، مېرایل سټریپ او هلېنا بونهم کارټر به د سفراجېت فلم ځانګړې نندارې ته ورځي.

ټاکل شوې، د لندن فلم فستیوال کې پر سفراجېت سربېره له ۷۲ بېلا بېلو هېوادونو شاوخوا ۲۴۰ فلمونه نندارې ته وړاندې شي.

د فلمونو دغه فستیوال به ۱۲ ورځې دوام ولري.

د لندن فلم فستیوال مشرې کلیر سټيورټ وايي ۲۰۱۵م کال د ځواکمنو مېرمنو کال دی.

نوموړې بي بي سي سره په مرکه کې وویل:

"زه ډېره خوښه یم چې د فستیوال د لومړي ماښام فلم دې ته زمینه برابره کړې چې د کامرې تر شا د ښځو د کار او رول په اړه بحث وکړو او همداراز د دې اړتیا په اړه هم وغږېږو چې مېرمنې د کامرې مخې ته په ځواکمنو رولونو کې راڅرګندې شي"

Image caption ښې اړخ ته کیري مولېګن او کيڼ اړخ ته کیتي بلانچېټ

نوموړې سفراجېت داسې یو فلم یاد کړ چې برېتانوۍ مېرمنو د هغو برېتانویو مېرمنو په اړه جوړ کړی چې د تاریخ پاڼې یې اړولي.

سفراجېت د ۲۰مې پېړۍ په پیل کې د مېرمنو یوه فعاله ټولنه وه چې په برېتانیا کې یې د ښځو لپاره د رایه ورکولو د حق په اړه مبارزه کوله.

پر مشهورو فلمي څېرو سربېره د سفراجېت فلم ځانګړې نندارې ته هېلېن پانکهرسټ چې د مېرمنو د حقونو فعالې اېمېلین پانکهرسټ کودۍ ده او لارا پانکهرسټ چې د سفراجېت ټولنې د مشرې کودۍ ده هم بلل شوي.

د سږني کال لندن فلم فستیوال کې د پېغلې پښتنې ملالې یوسفزئ په اړه جوړ شوی فلم "هي نیمډ مي ملاله" ((زما نوم یې ملاله کېښود)) هم نندارې ته وړاندې کېږي.

دغه مستند فلم امریکايي فلم جوړوونکي ډیوېډ ګګېنهم جوړ کړی.

نوموړي له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې د ملالې یوسفزئ ژوند څاره او په نژدې ټولو سفرونو کې به ورسره ملګری و.

پر ملالې یوسفزئ دغه مستند فلم په ۱۸ میاشتو کې جوړ شوی او په لندن فلم فستیوال کې به نندارې ته وړاندې شي.

د لندن فلم فستیوال به د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د سټیو جابز پر ژوند جوړ شوي فلم پای ته ورسېږي.

په دغه فلم کې مایکل فاسبېنډر او کیت وېنسلېټ مهم رولونه لري.