لیونارډو د فولکس واګن پر رسوایۍ فلم جوړوي

Image caption لیونارډو دې کاپریو تر دې وړاندې هم د چاپېریال په اړه یو لړ مستند فلمونه جوړ کړي.

د امریکا د فلمي صنعت مشهور لوبغاړی لیونارډو دې کاپریو ویلي چې د جرمني د ګاډو لوی شرکت فولکس واګن پر رسوايۍ به فلم جوړوي.

د ښاغلي دې کاپریو فلم جوړونې کمپنۍ (پروډکشن کمپنۍ) اپیان وای ویلي چې د دغې رسوايۍ په اړه د هغه کتاب حقوق یې تر لاسه کړي چې تر اوسه لا نه دی لیکل شوی.

دا لا نه ده معلومه چې پخپله لیوناردو دې کاپریو به په دغه فلم کې رول ولوبوي کنه.

د جرمني فولکس واګن شرکت څه موده وړاندې په ډاګه کړه، چې د لوګي معلومولو ازمېښتونو سایفټوېر په تړاو یې رښتیا نه دې ویلي.

د دغه راز له سپړېدو را وروسته فولکس واګن ومنله چې له امله به یې شاوخوا ۱۱ مېلیونه ډیزلي موټر اغېزمن شي.

د دغه سافټ ویر په مرسته هغه ګاډي چې د ګازو له ټاکل شوې کچې ۴۰ برابره لوړ لوګی هم کوي، بیا هم په ازمېښت کې بریالي راخېژي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د جرمني فولکس واګن شرکت څه موده وړاندې په ډاګه کړه، چې د لوګي معلومولو ازمېښتونو سایفټوېر په تړاو یې رښتیا نه دې ویلي.

دغه سافټ ویر ته د غولولو آلې نوم ورکړل شوی.

د فولکس واګن شرکت د رسوايۍ پر دغې پېښې د کتاب لیکلو وړاندیز د نیویارک ټایمز خبریال جاک اېوېنګ کړی.

لیونارډو دې کاپریو تر دې وړاندې هم د چاپېریال په اړه یو لړ مستند فلمونه جوړ کړي.

د هغه په مشهورو چاپېریالي مستندو فلمونو کې د ۲۰۱۴م کال کاوسپېریسي او وېرونګا شامل دي.

ښاغلي دې کاپریو په ۱۹۹۸م کال کې یوه مرستندویه اداره جوړه کړه چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې فعالیت لري.

په ۲۰۱۳م کال کې نوموړي اعلان وکړ چې د برېښنايي موټر ځغلولو په نوې سیالۍ فارمولا اي کې به خپله لوبډله واخلي.

ورته مطالب