د الوتونکو چترونو دود په افغانستان کې په غوړیدو دی

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption په دا وروستیو میاشتو کې د کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو اسمانونه د الوتونکو چترونو شاهد وو

افغانستان ته د پاراګلایډ یا الوتونکو چترونو دود راغلی.

په دا وروستیو میاشتو کې د کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو اسمانونه د الوتونکو چترونو شاهدان وو.

دغه الوتنې که څه هم خطر لري، خو مینه وال یې وايي تجربه یې په زړه پورې ده.

زموږ خبریال اولیا اطرافي، خپل رپوټ کې کاږي، چې پاراګلایدینګ په افغانستان کې لا محدود او له یو لړ خنډونو سره هم مخامخ دی.

د کابل اودي رنګه اسمان په رنګارنګ چترونو رنګین او ښکلی شوی و او دا ځکه، چې دلته د قرغې سیمې د بند څنګ ته پر شنو غونډیو د 'پاراګلایډینګ' یا الوتونکو چترونو لومړني تمرینات روان وو.

دغو چترونو دا وروستیو کې د ډېرو افغانانو پام ځان ته وراړولی. د بامیانو، هرات او کابل ولایتونو یوه ډله ځوانان د دغې لوبې له مخکښانو دي.

نوید پوپل د افغان پارا بنسټ یو تن چلوونکی دی، چې وايي:

' کله چې دلته راغلو او ومو لیدل چې هېڅ شی هم نشته، د پاراګلایډینګ په څانګه کې د هوايي چارو یوه غټه څانګه خالي ده، اړتیا مې احساس کړه، چې له بده مرغه دغې برخه کې روزونکي نه لرو. '

پوپل په ترکیه او ایران کې د پاراګلایدینګ زده کړه کړې او په تېرو څو میاشتو کې یې ۱۵ افغان نجونې روزلې دي.

د هر تن په روزنه له ۶۰۰ تر ۸۰۰ ډالره لګښت راځی، هغه بیه چې ډېری افغانان یې د پرې کولو توان نه لري.

د انځور حقوق Tsarkov
Image caption د پاراګلایډینګ لوبه کې څه هم بې خطره نه ده، خو مینه وال یې وايي تجربه یې په زړه پورې ده

'کوروش پاراګلایدینګ'د ګلایدرانو یوه بله ډله ده، دوی شاوخوا ۴۰ زره امریکایي ډالره پانګونه کړې، چې نور افغانان هم له دغې لوبې سره اشنا کړي.

خو دا لا وخت غواړي چې په ځانګړې ډول د افغانستان ښځې او نجونې دغې لوبې ته لیوالتیا ومومي. یو پیغله البته لیلا سجادي ده چې دغې لوبې ته یې مخه کړې او وايي په هوا کې ښادي او ارامتیا تجربه کوي.

'نا امنیو د افغانستان د خلکو پر ژوندانه سیوری غوړولی آن پر هغو لږو ساعت ېریو او لوبو چې خلک یې اوس لري.'

جاوید مروان: یو تن چتر چلوونکی دی، هغه وايي:

'دا څیزونه مو انلاین وپېرل، په سکاټلنډ کې مو یوه شرکت ته برېښنالیک ولېږه، د بانکي حساب غوښتنه مو ترې وکړه ، چې پیسې یې ور ولېږو. وروسته یې پوښتنه رانه وکړه چې له دغو چترونو به ترهګریز چارو کې کار نه اخلو، ما ورته وویل نه!

داسي یې ځکه وپوښتل چې موږ د افغانستان یو او دوی یې په هکله ناسمه منښته درلوده. بیا ما ورته ویل، پیلوټان یو، جواز یې لرو او د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې آزمویو.'

په افغانستان کې هر نوی کار تر هغه چې پخیږي له خنډونو او ستونزو سره مخامخ وي، چې لاملونه یې دودیزه ټولنه، د خلکو کمزوری اقتصاد او له دغو نویو څېزونو سره د خلکو نه اشنایي بلل کېږي.