' وکي له ځمکې سره مینه کوي '

د وکي ویبپاڼې له لوري ' ویکي له ځمکې سره مینه لري ' تر سر لیک لاندې د انځورونو سیالي تر سره شوې، چې پایلې یې اعلان شوې او پکې لومړی مقام تر لاسه کونکی انځور د پاکستاني عکاس زعیم صدیقي دی.

د انځور حقوق Zaeem Siddiq

دغې سیالۍ ته د نړۍ له ۲۶ هېوادونو نه عکاسانو خپل عکسونه استولي و، چې پکې د سکردو سیمې لویر کچورا ډڼد عکس ته لومړۍ جایزه ورکړله شوه، چې زعیم صدیقي اخیستی.

د انځور حقوق Jorge Nelson Alves

دویم ځای د پرتګال یورګ نېلسن ایلوس دی، چې د میدیرا ټاپو لورل نومي ځنګله عکس یې اخیستی.

د انځور حقوق Bernd Thaller

دریم ځای د اتریش عکاس برنډ تهیلر دی، چې د کارتهینا اتریش سیمه کې اخیستل شوی دی.

د انځور حقوق H Knoke

څلورم مقام د ایچ کونک دی، چې د یوې غڼي ' عنکبوت ' عکس یې عین هغه مهال اخیستې، چې هغې یو مچ ښکار کاوه.

د انځور حقوق Mohamed El Golli

پنځم عکس د تیونس اشکول ملي پارک کې عکاس محمد الغولی د اروپايي بي ایټر نومي مرغۍ نه اخیستی.

د انځور حقوق Vitaliy Bashkatov

شپږم ځای تر لاسه کونکی عکس له اوکراین نه ویټالي بشکاتووف د کارپیتین سفئر له ځنګلونو اخیستی.

د انځور حقوق GeKo15

اووم عکس ګیکو اخیستی، چې پکې د کارنتهیا طبیعي زېرمې وینۍ.

د انځور حقوق Didier Devze

اتم عکس له فرانسې نه دیدئیر دیویزي استولی، چې پکې د الپس کوټ دی زور ملي پارک لیدلای شئ.

د انځور حقوق Caio Vilela

نهم ځای تر لاسه کونکی عکس چاو ویلیلا استولی، چې بونیتو غارونو کې د چونې معادن پکې انځور شوي دي.

د انځور حقوق Lukasz migasiewicz

د پولنډ لوکاژ سمیګازوچ دغه انځور لسم مقام وګاټه.