پاکسان ولې په ښکاره د خپل اټومي پروګرام په اړه غږېږي؟

Image caption پاکستان هغه توغوندي ازمویلي و چې د اټومي وسلو د لېږدولو وړتیا لري خو هیڅکه ېې اعتراف نه و کړی چې اټومي وسلې هم جوړوي(AFP/Getty)

لومړی ځل دی چې پاکستان وايي د ټیټې کچې اټومي وسلې یې جوړې کړې دي او که چېرته د ګاونډي هند له خوا ورباندې برید وشي دا وسلې به وکاروي.

ډېر کلونه کېږي چې پاکستان اټومي وسلې لري خو فکر کېږي چې دا لومړی ځل دی چې په ښکاره د خپلو اټومي وسلو په اړه غږېدلی.

ولې اوس؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعزاز چودري د دوشنبې په ورځ دا خبره د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې په واشنګټن کې وکړه.

دا خبره په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم په واشنګټن کې د ولسمشر اوباما سره کتنه کوي.

دواړه خواوې به د پاکستان د اټومي پروګرام تر څنګ په نورو مسایلو لکه د افغانستان حالات او د حقاني او لشکرطیبه اورپکو ډلو په اړه هم غږېږي.

د ډېرو له نظره د ښاغلي چودري څرګندونې په دې هکله د یو پاکستاني چارواکي لومړني مشخص توضیحات دي چې د هند د احتمالي تېري په وړاندې به پاکستان څه ډول غبرګون ښيي.

آیا دا کومه ناڅاپي خبره ده؟

لاهور کې د امنیتي چارو یو خپلواکه څېړونکی او اټومي فزیک پوه پروېز هوډبهوي وايي:

"دا چې پاکستان وړې تاکتیکي اټومي وسلې جوړولې له هغه وخته نړیوالو ته روښانه وه چې پاکستان د خپلو توغوندیو پروګرام پیل کړی و"

"دا په دې معنا ده چې پاکستان د ټیټې کچې اتومي ګولۍ جوړې کړي چې کیدای شي د جګړې په وخت کې د توغوندیو په مرسته په لنډ واټن کې وتوغول شي او یوه محدوده سیمه ویجاړه کړي، چې دا د غټو اټومي بمونو څخه چې ښارونه ویجاړولی شي، توپیر لري"

کارپوهان باور لري چې په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان له خوا د نصر اټومي توغوندیو ازموینه چې ۶۰ کیلومېتره واټن لري د دې نښه ده چې پاکستان په جګړې کې د کارولو لپاره تاکتیکي اټومي وسلې جوړوي.

په لاهور کې د امنیتي او دفاعي چارو یو کارپوه عسکري رضوي ګمان کوي چې ښايي پاکستان حتی داسې وړې اټومي وسلې جوړې کړې وي چې کیدای شي د ځانګړي ډول جوړو شویو توپونو په مرسته وتوغول شي.

هغه وايي:

"ظاهرا داسې ښکاري چې امریکایان د دغو وسلو په اړه خبر دي، او د امریکايي رسنیو له وروستیو بحثونو څخه ښکاري چې کېدای شي پاکستان داسې تاکتیکي اټومي وسلې ولري چې شمېر او دقت به یې د هندي وسلو په پرتله زیات وي"

موږ باید څومره اندېښمن واوسو؟

ښاغلي هوډبهوې وايي کېدای شي دغه ډول وسلې د غټو وسلو په پرتله لا ډېر خطرناک وي ځکه چې د جګړې په وخت کې باید هغه په یو شمېر بېلابېلو ځایونو کې تیتې او خورې شي، هدف ته نژدې په څو ځایونو کې ځای په ځای کړل شي، او په لنډې خبرتیا سره وویشتل شي.

هغه وايي:

"د جګړې په ډګر کې د ټولو ځای په ځای شویو توغوندیو ټولګي ښايي د اټومي قومندې او کنټرول طرزالعملونه تل په مناسبه توګه مراعات نه کړي"

د لویدیځو ځواکونو د اندېښنې وړ یوه بله مسله دا ده چې پاکستان په داسې حال کې دا وسلې جوړې کړې چې د ۱۹۹۸ راهیسې چې لومړۍ اټومي ازموینه یې کړې وه تر نړیوالو بندیزونو لاندې وو.

داسې باورکېږي چې د دې تکنالوژۍ زیاتره برخه یې له چین څخه ترلاسه کړې ده، او تر هغو چې پاکستان په رسمي ډول د اټومي وسلو درلودونکو هېوادونو په کتار کې نه وي شامل شوی، د دې لارې بندول به سخت وي.

د امریکا متحده ایالتونه څه کوي؟

داسې ویل کېدل چې ښايي د امریکا متحده ایالتونه پاکستان ته د اټومي توکو درلودونکې ډلې (Nuclear Suppliers' Group) د غړیتوب وړاندیز وکړي، چې په قانوني توګه به اټومي څېړنو او ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولري، خو په بدل کې به د ځینو اټومي توکو د تولید او توغوندیو پروګرام په برخه کې ورباندې ځینې محدودیتونه ولګول شي.

پاکستان کې چې ملکي رهبري یې په دفاعي او بهرنیو چارو کې ظاهرا د پوځ تر فشار لاندې ده، دا خبرې یو خبرداری ګڼل کېږي چې ښايي امریکایان به هڅه وکړي چې ملکي مشر نواز شریف مجبوره کړی چې اټومي محدودیتونو ته غاړه کېږدي.

پاکستان ولې د خپلو اټومي وسلو په اړه غږېږي؟

Image caption هغه فلم چې په آګست کې راوتلی و او د فانټوم په نامه یادېده، د پاکستان له خوا منع شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلې وینا کې ډېر جزیات نه دي څرګند کړي، خو پروفیسر عسکري فکر کوي چې د اټومي وسلو په اړه د هغه خبرې ښايي دوه علته ولري.

"ظاهرا یو دا چې د هېواد دننه خلکو ته ډاډ ورکړي چې د اټومي مسلې په اړه به کوم سازش او معامله ونشي"

"دویم دا چې په رسمي ډول هند ته دا خبره په ډاګه کړي چې که پر پاکستان باندې برید یا پر خاوره یې تیری وکړي، د څه شي په انتظارکې ښايي اوسي"

هغه فلم چې په آګست کې راوتلی و او د فانټوم په نامه یادېده، د پاکستان له خوا منع شو.

دافلم د هند د هغو پټو عملیاتو پر بنسټ جوړ شوی و چې غوښتل یې د ممبئ د ۲۰۰۸ کال د تروریستي برید مسوول کسان ووژني لکه د لشکرطیبه د اورپکې ډلې پخوانی مشر حافظ سعید چې د دغې برید په کولو باندې تورن دی.

په فلم کې ښيي چې یو هندی مامور چې د دې عملیاتو مشري یې کوله او مسلمان لوبغاړي سیف علي خان یې رول لوبوه، ویل چې:

"امریکایان ننوتل او اسامه بن لادن یې وواژه، ولې موږ دا کارنه شو کولی؟"

هند ویلي چې پر ځواکونو باندې یې هر ډول اټومي برید به داسې وګڼل شي لکه چې پر هند باندې برید شوی وي او مناسب ځواب به ورکړي - نو څارونکي خبرداری ورکوي چې د اټومي وسلو هر ډول کارول کېدای شي ژر شدت او پراختیا ومومي.