پاکستان او افغانستان: نوې ستره لوبه

Image caption د پېښور پر ښوونځي برید په براخه توګه وغندل شو(EPA)

له هغه راهیسې چې په تېر دسمبر کې پاکستاني طالبانو د پېښور د یو ښوونځي ۱۳۲ تنه زده کوونکي ووژل، د پاکستان پوځ په بېساري ډول د هېواد د ځینو اورپکو په ځپلو پیل وکړ.

خو دا مبارزه تر اوسه خال خال روانه ده، پراخه نه ده.

په داسې حال کې چې پاکستاني طالبان پر شا تمبول شوي، د نورو پاکستاني اورپکو پر ضد ګامونه نه دي پورته شوي.

په څرګنده، پاکستاني مامورین ټینګار کوي چې د ’’ښو’’ طالبانو(د پاکستان د دولت نیابتي ځواکونو) او د’’بدو’’ طالبانو(چې فرقه يي او دولت ضد بریدونه کوي) تر منځ کوم توپیر نه کوي.

خو په خصوصي توګه هغوی استدلال کوي چې پوځ باید خپل لومړیتوب وټاکي چې لومړی د کومې ډلې سره مقابله وکړي.

هغوې وايي لومړیتوب یې دا دی چې د هغو اورپکو پر ضد مبارزه وشي چې د پاکستان دننه د لسګونو زرو خلکو د مړینې سبب شوی دی.

افغانستان کې بریدونه

دا په دې معنا ده چې د حقاني شبکې په شان اورپکې ډلې به چې زیاتره پر افغانستان بریدونه کوي، وکولی شي بې له خنډه خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

دا ډله چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې مېشته ده، باور کېږي چې سږ کال په دوبي کې یې په کابل کې یو لړ بریدونه کړي دي.

دا یو ویجاړونکی کمپاین دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د اسنادو له مخې د ۲۰۱۵ په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۰۸ کال راهیسې تر ټولو لوړه ده.

افغان طالبانو هم خپل پوځي فعالیتونه زیات کړې دي، د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې جګړه.

Image caption د طالبانو جنګیالي د کندوز د ښار په کوڅو کې ګرځیدل، زیاترو ېې عکسونه اخیستل (د رویټرزتصویر)

کابل په کلونو کلونو شکایت کاوه چې د افغان طالبانو زیاتره مشران د پاکستان د کوټې ښار دننه او شاوخوا کې ژوند کوي.

کله چې د پاکستان پوځي افسرانوڅخه په دې هکله پوښتنه کېږي، هغوی وايي په داسې حال کې چې تقریبا درې مېلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي، په ډاډ سره د دې معلومول سخت دي چې څوک چېرته اوسېږي.

پاکستان په قصدي ډول بشپړ انکار نه کوي.

دا چې ویل کېږي، افغان طالبان د پاکستان له خوا کنټرولېږي، پاکستاني چارواکو ته یو دپلوماتیک امتیاز ورکوي.

په دې معنا چې که لویدیځ په افغانستان کې سوله غواړي، باید د هغې لپاره د پاکستان همکاري ترلاسه کړي.

همکاري

کله چې د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱‍۴ کې واکمن شو، هغه وویل تر هر څه وړاندې باید پاکستان سره اړیکي ښه کړل شي.

که اسلام آباد له افغان طالبانوسره خپلې اړیکې پرې کړي، نو کابل به هڅه وکړي پاکستاني ضد ځواکونه پرې نږدي چې افغانستان کې ځانته د پټېدو ځای پیدا کړي.

هغه وویل دواړه هېوادونه به هغه وخت ثبات ترلاسه کړي چې یو له بله سره ګډ کاروکړي.

Image caption د افغانستان ولسمشر اشرف غني پاکستان سره د خپل هېواد د اړیکو د ښه کولو په اړه غږیده (دAP تصویر)

خو د ټولو هغو هیلو سره چې ولسمشر اشرف غني درلودلې، اسلام آباد او کابل بیا یو د بل پر ضد د تورونو په لګولو پیل وکړ، او داسې ښکاري چې بې باوري دوام لري.

جغرافیايي سټراتیژیکي اندېښنې

د پاکستان د پوځ لوړپوړي افسران وايي افغانستان کې د دوی د دوامداره لېوالتیا یو علت دا دی چې هندوستان په دې هېواد کې خپل اغېز پراخوي.

اسلام آباد وېرېږي چې، د نورو شیانو تر څنګ، ډیلي په افغانستان کې د خپل شته والي څخه په ګټه اخېستو غواړي د بلوڅو بېلتون پالو سره نژدې تره اړیکې جوړې کړي، چې پاکستان څخه د جلا کېدو لپاره جنګیږي.

دا مسله ځکه ډېره حساسه ده چې پاکستان غواړي د چین او پاکستان اقتصادي لاره (دهلېز) جوړ کړي. دا تجارتي لاره به د افغانستان پولې ته نژدې له بلوچستان څخه تېرېږي، او په ګوادر کې به د ژورو اوبو نوي بندر ته رسېږي.

پاکستان هیله من دی چې د دې تجارتي لارې له امله به پاکستان په میلیاردونو ډالره عایدات ترلاسه کړي.

لنډه دا چې، د پاکستان تګلاره جوړوونکي له اسلام پالو اورپکو ملاتړ کوي چې د هغوی په مرسته د هغو هندي استخباراتي مامورینو مخه ونیسي چې د بلوڅو ملت پالو سره یوځای غواړي د چیني تجارت کار شنډ کړي.

دا ټول په ډاګه کوي، چې هغه ستره لوبه چې په کې بهرني ځواکونه د افغانستان د کنټرول لپاره په مبارزې بوخت دي، ښه ژوندۍ پر مخ روانه ده.

ستره لوبه

  • په ۱۹ او ۲۰ پیړیو کې د منځنۍ آسیا د کنټرول لپاره د برېتانوي او روسي امپراطوریو تر منځ سټراتیژیکه سیالي روانه وه.
  • د انګرېزانو او روسانو تر منځ د ۱۹۰۷ کال په تړون سره رسما پای ته ورسېده، چې فارس یې پر درې برخو ووېشه، افغانستان یې رسما د برېتانیا تر حمایت لاندې سیمه اعلان کړه او ویې ویل چې روسیه او برېتانیا دواړه به د تبت په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.
  • ویل کېږي چې برېتانوي کپتان آرتور کانولي د دې تړون شرایط ټاکلي و.
  • په ۱۹۰۱ کې د کېم په نامه د رودیارډ کیپلینګ داستان د سترې لوبې په اړه و، چې دسترې لوبې اصطلاح یې رامنځته کړه.

د تېرو وختونو په شان، د افغانستان ثبات په دې پورې تړلی دی چې په خپل حال پرېښودل شي، خو د سیمه اییزو ځواکونو له نظره دا هېواد داسې یو ځای دی چې هغوی ته ستونزې جوړولی شي.

نتیجه دا ده چې د افغانستان زیاتره ګاونډیان د محلي، قومي او مذهبي ملېشو ملاتړ کوي چې د بل چا نیابتي ځواکونه به د دې سیمې کنټرولولو ته پرې نږدي.

دا داسې یوه پروسه ده چې د افغانستان ملکي خلک ورباندې ډېر ښه پوهېږي، زیاتره وخت همدوی دي چې د مخالفو ډلو تر منځ جګړو کې ایسار پاتې کېږي.