ايا ډرون د خلکو محرميت ته ګواښ دی؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوس چې تر پخوا هم ډېر خلک ډرون الوتکې رانیسي او کار ترې اخلي

د ټکنالوژۍ په نړۍ کې یو له تر ټولو ډېر مخ په ودې وسیله، بې پيلوټه الوتکې (ډرون) دي. اوس چې هرڅوک کولی شي کمره لرونکې ډرون الوتکې ولري او په هوا یې کړي، د دې اندېښنه پیدا شوې چې د خلکو د ژوند محرمیت تر ګواښ لاندې دی.

د بي بي سي خبریال ډنکن کنېډي وايي په بریتانیا کې هم ګڼو خلکو شکایت کړی چې د دوی پر کور یا شخصي ځای ډرون الوتکې، د دوی له اجازې پرته الوځول شوي.

که ډورن يا بې پيلوټه الوتکه له اصولو سره سمه وا لوځول شي د داسې ځایونو او پېښو ویډیو جوړولی شي چې پخوا شونې نه وه.

نن سبا له ډرون څخه د سینمايي او مستندو فلمونو په جوړولو کې هم کار اخېستل کېږي، خو بله خوا له دغې ټکنالوژۍ یوشمېر خلک ناوړه استفاده کوي.

قصدا په ډرون د نورو ملکیت خرابوي او یا دا چې ډرون د خلکو د کورونو پر سر الوځوي او فلم یې اخلي چې دا د نورو د خصوصي ژوند او محرمیت تر پښو لاندې کول دي.

یوازې د بریتانیا په یوې برخې کې پولیسو له خلکو ۲۰۰ شکایتونه ترلاسه کړي چې د دوی شخصي حریم کې ډرون لرونکو خپله الوتکه الوځولې ده.

داسې ډېر پېښ شوي چې ډرون د خلکو د کړکیو تر شا الوځول شوی او د کور دننه څخه یې فلم اخېستی.

اوس چې تر پخوا هم ډېر خلک ډرون الوتکې رانیسي او کار ترې اخلي، د «لېبرتي» په ګډ‌ون د بشري حقونو سازمانونه د نوو ګامونو د پورته کولو غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان وايي په بریتانیا کې د محرمیت قانون وار له مخې د وګړو شخصي ژوند او محرمیت خوندي کړی.

Image caption په امریکا او بریتانیا کې دا اندېښنه هم پیدا شوې چې په هوا کې د ډرون شتون مسافر وړونکو الوتکو ته ګواښ پېښوي

د "UAV" یا بې انسانه هوايي وسیلې د اکاډیمۍ کارکوونکی ډومېنک کراس د ډرون د الوځوونکو قانون په ساده ټکو بیانوي.

دی وايي "په دې هېواد کې د محرمیت هغه قانون چې پر فلم اخېستونکو د پلي کېدو وړ دی، له ډرون لرونکو سره هېڅ توپير نه لري.

که ستاسې له ډرون سره کمره هم لګېدلې، وړاندې تر دې چې یې والوځوئ ډېر فکر وکړئ چې چېرې یې الوځوئ، که د چا پر باغ یې الوځوئ د هغه د پرېشانۍ لامل به شي که نه؟ بل داسې فکر وکړئ چې که بل څوک داسې وکړي، تاسې به څه فکر کوی."

له بلې خوا په امریکا او بریتانیا کې دا اندېښنه هم پیدا شوې چې په هوا کې د ډرون شتون مسافر وړونکو الوتکو ته ګواښ پېښوي.

پیلوټانو له دې شکایت کړی چې څو ځلي ډرون الوتکه مسافر وړونکې الوتکې سره دومره ډېره نژدې شوې چې د لګېدو شونتیا یې وه.

که له یوې خوا ډرون الوتکې ښایسته او حیرانوونکي فلمونه اخلي بلې خوا ډېر نا آراموونکې پوښتنې هم را پورته کوي.