د زلزلې خطر: د لوړو پوندو پر څپلیو بندیز ولګید

د انځور حقوق AP
Image caption د نويو اصولو له مخې ښوونکي او زده کونکي نه شي کولای داسې څپلۍ یا بوټان پر پښو کړي، چې د پوندې لوړوالی یې له څلور سانتي مترو زیات وي

د ایټالیا یوه ښوونځي کې د داسې څپلیو او بوټانو پر پښو کولو بندیز لګول شوی دی، چې پوندې یې لوړې وي.

لامل یې هم دا په ګوته شوی دی، چې وايي د زلزلې راتلو پر مهال په بېړه له ودانۍ نه د زده کونکو ایستلو پر مهال دغه ډول څپلۍ یا بوټان خنډ رامنځته کولای شي.

د نويو اصولو له مخې ښوونکي او زده کونکي نه شي کولای داسې څپلۍ یا بوټان پر پښو کړي، چې د پوندې لوړوالی یې له څلور سانتي مترو زیات وي.

د اینسا نیوز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي دي، چې دغه اعلان د لاکیلا ایالت په یوه منځني ښوونځي کې شوی دی، چې دغه ایالت کې وايي د زلزلو راتلو احتمال شته.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه اعلان د لاکیلا ایالت په یوه منځني ښوونځي کې شوی دی، چې دغه ایالت کې وايي د زلزلو راتلو احتمال شته

رپوټ کې ویل شوي دي، چې د ښوونځي ادارې پر بېلو څپلیو او بوټانو له غور کولو وروسته پرېکړه کړې، چې په تېرو پوندو لرونکو او سپرینګ لرونکو بوټانو او څپلیو هم بندیز ولګوي.

د ښوونځي سرښوونکې ایناامانزې د ایټالیا خبري اژانس ته ویلي،'' دغه بندیزونه له سخت دریځي مذهبي بارونو سره کوم تړاو نه لري، بلکې وايي دا زموږ جدي اړتیا ده، چې ماشومانو ته د خوندیتوب په اړه معلومات ورکړو او په ځانګړې توګه د هغو سیمو ماشومانو ته، چې پکې د زلزلې احتمال وي باید د احتمالي خطرونه په هکله معلومات ورکړو.''

یوه زده کونکې بیا په دې اړه وايي:

'' اداري چارواکي باید د بېلګې په توګه د ښوونځي ودانۍ تود ساتلو سیسټم ته د پام په څېر مسایلو غور وکړي.''

دغه سیمه کې ۲۰۰۹ کال کې د زورورې زلزلې راتلو له کبله ۳۰۹ کسان مړه شوي وو او له ۱۰ زرو ډېرو ودانیو ته زیان اوښتی و.

۔