د ټوپکو د کنټرول قوانین د خلکو ژوند ژغورلای شي؟

د انځور حقوق AP
Image caption د هاې برېج په نامه د وسلو پلورلو د هټۍ لوې مدیر سټیوالکاییرو خپله هټۍ وروسته له هغې بنده کړه چې د سانفرانسسکو چارواکو یو نوی قانون راوایسته چې د ټولو ټوپکو او مهماتو د پلورلو د ویډیويي ریکارډولو غوښتنه ېې کوله.(AP)

په دې اونۍ کې د سانفرانسسکو د ټوپکو د پلورلو وروستۍ هټۍ بنده شوه.

خاوند ېې وویل ورځ پر ورځ زیاتېدونکو سختو قوانینو- لکه دا چې وايي د ټوپکو د پلور ټولې معاملې دې په ویډیو کې ثبت شي- د ده پر سوداګرۍ له حده زیات فشار اچولی.

د ټوپکو د نرمو قوانینو پلویان دا نه مني چې د لاسختو قوانینو رامنځته کول به د لږو مړینو سبب شي. هغوې استدلال کوي چې د ټوپکو زیاتوالی د جنایتونو د کموالي سبب کېږي.

هغوې دا هم وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د اساسي قانون دویم ترمیم(تعدیل) د ټولو هغو کسانو د حقونو ساتنه کوي چې له ځانه سره وسلې ګرځوي.

خو، هغه کسان چې د ټوپکو په اړه د لاسختو قوانینو پلوي کوي ټینګار کوي چې د ټوپکو د کنټرول نشتوالي او د دغو وسلو له امله د مړینو ترمنځ اړیکي شته.

د چا خبره سمه ده؟ ایا د ټوپکو د کنټرول قوانین د خلکو ژوند ژغورلای شي؟

د انځور حقوق Getty
Image caption دوه کلنه آریانا لودلن د یوټا ایالت په مرکز کې د ټوپک درلودلو د حقونو په اړه یوې غونډې کې د یوه پوسټرسره (دګیټي تصویر)

ډېر ټوپک، لږ جنایتونه؟

د ټوپکو پلویان استدلال کوي چې دا په خپله د وسلو عیب نه دی چې ځینې کسان پرې ډله ییزې وژنې کوي، لکه هغسې چې د اوریګان ایالت د روزنبرګ د ښار په یوه کالج کې وشوې، چې یوه وسله وال کس ۹تنه ووژل، یا هغسې چې د سېنډي هوک په لومړني ښوونځي کې ۲۰ ماشومان او شپږ غټان مړه شول.

هغوې د دې وژنو ملامتي پر نورو عواملو اچوي- محافظه کاره تبصره کونکې ان کولټر ادعا کوي چې"ټوپک خلک نه وژني- روحي ناروغان ېې وژني."

د ټوپکو پلویان دا هم وايي چې ټوپک د جنایتونو مخنیوی کولای شي.

د امریکا د ټوپک درلودونکو د ټولنې مشر، لاري پراټ، بي بي سي ته وویل "پټې وسلې د جنایت مخه نیسي. دا په دې معنا نه ده چې تاسو باید هغه (جنایتکار) ووژنئ. زیاتره وخت د چټلیو کڅوړه ټوپک ویني او بلې خوا ته ځي."

"د ټوپکوهوښیار قوانین ژوند ژغوري"

د ټوپکو د تاوتریخوالي د مخنیوی لپاره د قانون مرکز د ټوپکو د کنټرول پلوي کوي او د "ټوپکو هوښیار قوانین ژوند ژغوري" شعار پرمخ بیايي.

هغوې په دې باور دي چې د وسلو د اغیزمنو قوانینو او مړینو د کمښت ترمنځ روښانه اړیکي شته.

د ټوپکو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د قانون د مرکز د ټولنې یوې مشرې وکیلې لاورا کوټیلیتا بي بي سي ته وویل "موږ ټول ایالتونه د ټوپکو په هکله د هغوې د قوانینو د پیاوړتیا یا کمزورتیا له مخې درجه بندي کړل، او بیا مو د ټوپکو له امله مړینو شمېرې یو له بله سره پرتله کړې. د ټوپکو په اړه د ایالتونو د پیاوړو قوانینو او د ټوپکو له امله د مړینو د کمښت ترمنځ ډېر روښانه متقابل اړیکي موجود وو، له بلې خوا دا هم ریښتیا وه چې هغو ایالتونو کې چې د ټوپکو په اړه ېې کمزوري قوانین درلودل د ټوپکو له امله د مړینو شمېرې لوړې وې."

که د تر ټولو پیاوړو قوانینو درلودونکې ایالتونه او د تر ټولو کمزورو قوانینو درلودونکي ایالتونه د ټوپکوله امله د مړینو د شمېر پر وړاندې سره پرتله کړئ دا ډول ښکاري:

د ټوپکو په اړه د تر ټولو پیاوړو قوانینو درلودونکو ایالتونو کې مړینې تر ټولو کمې وي، او هغه چې د ټوپکو تر ټولو کمزوري قوانین لري د وګړي پر سر د مړینو شمېرې په کې تر ټولو ډېرې وي.

د پرانیستي پوهنتون د عملي احصاييو د څانګې پروفیسر کیوین مک کانوې، تاییدوي چې دلته یقینا پیاوړي اړیکي شته، خو خبرداری ورکوي چې تاسو دا نتیجه نه شئ اخیستی چې د ټوپکو له امله د مړینو د کچو ترمنځ د توپیر علت به حتما د قانون پیاوړتیا وي.

هغه وویل "یواځې د دغو شميرو پربنسټ، موږ نشو ډاډه کېدای چې که یو ایالت د ټوپکو په اړه خپل قوانین پیاوړي کړي نو د ټوپکو له امله د مړینو شمېر به ېې کم شي. دا ارقام یقینا وړاندیز کوي چې کېدای شي داسې وشي، خو دا يوازې یو وړاندیز دی."

لاري پراټ د دې درجه بندي په اړه بېل نظر لري. هغه وايي "دوی په زړه پورې وړاندیز لري- هغوې هغو ایالتونوته لوړې نمرې ورکوي چې دوې غواړي لوړې نمرې ولري. دا د هغو جنایتونو سره ډېر تړاو نه لري چې خلک ېې په کوڅو کې تجربه کوي."

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسټرالیا د تاسمینیا په سیمه کې د ۱۹۹۶کال د ډله ییزې وژنې وروسته، حکومت په سلګونو زره وسلې د بازار په بیه بېرته رانیولې(AFP )

اسټرالیا اوبریتانیا

په ۱۹۹۶کې یو ټوپکوال مارتین برایانټ د ۳۵ کسانو له وژلو وروسته، اسټرالیا پر وسلو سخت محدودیتونه ولګول.

دغو وژنو د هېوادوالو غوسه را وپاروله او د څو اونیو په ترڅ کې حکومت په ټول هېواد کې د ټوپکو د بېرته رانیولو یو پروګرام پیل کړ، چې له امله ېې ۷۵۰،۰۰۰ وسلې بېرته حکومت ته وسپارل شوې.

د سکاټلینډ د ډنبلین ښار په یوه ښوونځي کې له ډله ییزې وژنې وروسته، بریتانیا هم د اسټرالیا په شان په ۱۹۹۷کې د وسلو په اړه د نړۍ تر ټولو سخت قوانین رامنځته کړل.

داسې ښکاري چې دا قوانین د ډله ییزو وژنو په کموالي کې اغېزمن وو او د امریکا د متحدو ایالتونو په پرتله د ټوپکو له امله د مړینو عمومي شمېرې کمې شوې.

احصاېې ښيي چې په ۲۰۱۲ کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د وګړي پر سر د ټوپکو د قتلونو شمېر، د بریتانیا په پرتله نژدې ۳۰ ځلې لوړ دی، په هرو ۱۰۰،۰۰۰ کسانو کې ۲،۹ سلنه، په داسې حال کې چې بریتانیا کې دا رقم ۰،۱ دی.

او د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ټولو قتلونو ۶۰ سلنه د ټوپکو په مرسته شوي، په داسې حال کې چې په بریتانیا کې ۱۰ سلنه دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومتي احصاییو له مخې په دغه هېواد کې د وسلو۵۰،۰۰۰ سوداګر شته چې فدرالي حکومت ورته اجازه ورکړې، په داسې حال کې چې هلته د مکډونالډ رسټورانونو شمېر یواځې ۱۴،۰۰۰ ته رسېږي (ګیټي تصویر)

یوه نړیواله بیلګه؟

نو، ایا د امریکا متحده ایالتونه د اسټرالیا او بریتانیا له تجربو څخه زده کولای شي؟

لارې پراټ داسې فکرنه کوي.

هغه وايی "په بریتانیا کې خلک رعیت ګڼل کېږي، خو د امریکا په متحدو ایالتو کې موږ اتباع یوو. هر امریکايي وګړی د هېواد واکمن دی. ولسمشر جیورج په دې پوه و، چې د امریکایانو ټوپک نه اخستل کېږي!"

برسیره پردې، د امریکا متحدو ایالتونو حکومت لپاره به شونې نه وي چې د اسټرالیا له بېلګې پیروي وکړي، ځکه چې په امریکا کې ټوپک زښته ډېر دي.

په ۲۰۰۹ کې دعدالت ملي انسټیټوټ د هېواد د سروې په یو ریپوټ کې وویل چې هېواد کې ۳۱۰ ميلیونه ټوپک شته دي.

مقاومت

داسې ډېر شواهد هم شته چې وايي د امریکا په متحدو ایالتونو کې به د وسلو ډېری خاوندان د خپلو وسلو د سپارلو په وړاندې ډېر زیات مقاومت وکړي.

د انځور حقوق Jan Morgan Media

هغسې چې د ټوپکو دغه مینه وال وايي، "زه ټوپک لرم. ته نه غواړې چې زه ېې ولرم. نه دې پريږدم چې را نه واېې خلې. نور نوستا خوښه!"

لاري پراټ دا خبره مني. "که هغوې زموږ ټوپکو پسې راشي، تاوتریخوالی به رامنځته شي!"

یوې سروې چې د پیو د څېړنیز مرکز له خوا په ۲۰۱۴کې ترسره شوه وموندله چې کېداې شي د عامو خلکو نظریات د ټوپکو د پلویانو په ګټه بدل شي، د سروې ډیری برخه والو ویلي چې د ټوپکو د ملکیت د کنټرولولو په پرتله دا ډېره مهمه ده، چې د ټوپکو د خاوندانو حقونه وساتل شي.

د امریکا د متحدوایالتونو د ټوپکو د خاوندانو د ټولنې ویاند، ایریک پراټ وویل: "د ټوپکو د کنټرول قوانین د یو څو بدو کسانو په خاطر ټولو خلکو ته سزا ورکوي"

"داسې قوانین چې وايي تاسو خپل ځان نشئ ساتلاې، بد کسان د ټوپکو د ترلاسه کولو څخه نشي منع کولاې. په حقیقت کې هغوې لا نور هم زړور کوي."

اصلي توپیر

خو ښايي وسلو ته د لاسرسي محدودولو لپاره تر ټولو هڅونکي استدلال د قتلونو سره هېڅ تړاو ونه لري.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې زیاتره په ټوپکو ویشتل شوي او مړه شوي کسان نورو کسانونه دي وژلي. هغوې خپله ځانونه وژلي.

د هاروارډ پوهنټون د ۲۰۰۸کال یو ریپوټ وايي د ځان وژنو شمېرې د بل چا په لاس د قتلونو په پرتله تقریبا دوه چنده زیاتې دي.

دا ريپوټ استدلال کوي چې هر کال د ۳۰،۰۰۰ ځان وژنو زیاترو پېښو مخنیوی کېداې شوای.

"څېړنې ښيي چې د ځان وژونکي کس ژوندي پاتې کېدل یا مړینه تر ډېره حده په دې پورې تړلې ده چې وژونکو وسایلو، په تېره بیا ټوپک ته اسانه لاسرسی لري که نه."