روغې پښې، روغ سر

د انځور حقوق THINSTOCK
Image caption نو روغې او صحت مندې پښې د روغ او سالم دماغ نښه ده.

یوې نوې روغتیايي څېړنې چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې پرې کار روان و په ډاګه کړې، چې د هغو ډېر عمر لرونکو مېرمنو ماغزه ژر نه کمزوري کېږي چې پښې یې روغې وي.

په دغه څېړنه نژدې یوه لسیزه وخت ولګېد او په تحقیق کې شاوخوا ۳۰۰ غبرګوني شاملې وې.

د لندن کېنګز کالج یوې ډلې ویلي چې د پښو روغتیا د دې ښکاروندويي کوي چې څومره فعاله یاست او څومره ورزش کوئ.

نو روغې او صحت مندې پښې د روغ او سالم دماغ نښه ده.

ساینس پوهان وايي چې د ورزش پر مهال له بدن نه داسې کېمیاوي مواد خارجېږي چې د ډېر عمر لرونکو مېرمنو دماغ تقویه کوي.

خو ساینس پوهان ټینګار کوي چې د دغې نوې څېړنې د پایلو کره کولو لپاره لا نور تحقیق ته اړتیا ده.

په دغه څېړنه کې د ۳۰۰ غبرګونو خویندو له ۴۳ کلنۍ نه تر ۷۳ کلنۍ پورې عمر څارل شوی.

د څېړنې په پیل کې د بېلا بېلو ورزشي ماشینونو په مرسته د پښو روغتیا وڅارل شوه، چې څومره تکړه او مضبوطې پښې لري او په کوم سرعت ځغاستلی شي.

Image caption د دې تر څنګ د هرې څېړنې په پیل او پای کې د دماغ روغتیا او سالمتیا هم څارل کېده.

د دې تر څنګ د هرې څېړنې په پیل او پای کې د دماغ روغتیا او سالمتیا هم څارل کېده.

د مثال په ډول بېلا بېلو مېرمنو ته به د بدني ورزش له پیل نه وړاندې او بیا وروسته داسې ازمینې ورکول کېدې چې یادښت او د دماغو روغتیا به یې څارله.

په دغه تحقیق کې شامله کلیر سټيف وايي:

"چې د زړښت خبره کېږي نو د پښو روغتیا زموږ د څېړنې مهمه برخه وه، د دې تر څنګ د زړه روغتیا هم مهمه ده"

نوموړې زیاتوي:

"زما په اند د پښو ورزش د یوه داسې بدني فعالیت نښه ده چې زموږ د دماغ پر روغتیا مخامخ اغېز کولی شي"

ورته مطالب