هغه طبي پټۍ( پانسمان ) چې ټپ کې د جراثیمو له موندلو وروسته رنګ بدلوي

د انځور حقوق
Image caption ماهرین وايي، کله چې جراثیم په ټپ کې زهر خپروي، دغه پټۍ یو ډول ژړ، زرغون رنګ خپلوي.

د بات پوهنتون څېړونکي وايي یوه طبي پټۍ ( پانسمان ) چې د انفکشن له موندلو وروسته رنګ بدلوي، د بې ځایه انټي بیوک درملو اړتیا کموي.

دوی وايي کله چې مکروب په ټپ کې زهر خپروي، دغه پټۍ یو ډول ژیړ، زرغون رنګ خپلوي. وايي له دې کبله ډاکټرانو سره مرسته کېږي، چې په جراثیمو ککړې برخې وپېژني او په وخت یې درملنه وکړي.

ویل کېږي، چې دغه چاره په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو په درملنه کې خورا ګټوره ده، چې د بدن برخې یې سوځلې وي.

څېړونکي وايي دا د ژوند په ژغورلو کې مرسته کولای شي. سوځلي ماشومان په ځانګړې توګه د خپل بدن د ناتوانه دفاعي سیسټم له کبله د مکروبي ککړتیا برخه کې ډېر حساس وي.

دغه ډول انفکشنونه ډېری مهال د ټپونو ژر رغېدو مخه نیسي، تر ډېره په روغتونونو کې د ناروغانو بستري کېدو لامل کېږي، کله نا کله د ټپونو شړېدو سبب کېږي او ان په ځینې مواردو کې د مړینې لامل کېږي.

ډاکټرانو ته دا خورا ستونزمنه وي، چې د پټۍ له لرې کولو پرته په ټپونو کې دننه جراثیمي ککړتیا معلومه کړي او د پټیو لرې کول له درد سره سره د ټپونو پراخیدو لامل هم کېږي.

له همدې کبله ډېری مهال انټي بیو ټک درمل د مکروبونو له معلومولو مخکې د احتیاط په توګه کاریږي. خو که جراثیم موجود نه وي او انټي بیوتک وکارول شي، مکروبونه د دغه درمل پر وړاندې دفاعي قوت مومي او له انټي بیوټک سره مدافعت د روغتیا برخه کې یوه لویه اندېښنه ده.

د بات پوهنتون بایوفزیکل کیمسټري برخې ډاکټر ټوبې جینکینز، چې د دغې پروژې مشري کوي وايي:

'' دغه پټۍ رښتیا د ژوند ژغورلو کې مرستندویه ده.''

د څېړونکو دغې ډلې ته وار له مخه د پانسمان هغو بېلګو پر سر چې د سوځېدلو کسانو له ټپونو اخیستل شوې د طبي څېړنو شورا له لوري یو میلیون پاونډه جایزه ورکړله شوې ده.