ډله ییزه بېسدي ولې رامنځ ته کېږي؟

د انځور حقوق ALAMY

د بریتانیا د يوه ښوونځي۴۰ تنه زده کونکي په یوه وخت کې ناڅاپه ناروغه، او یو شمېر ېې بېسده شول.

د بي بي سي خبریال جسټین پارکینسن د دې پوښتنې ځواب لټولی چې ولې ۴۰ تنه ماشومان په یوه وخت کې په دې ډول ناروغه شوي؟

د روغتیايي خدمتونو اداره وايي بېسده کېدل چې ماغزو ته په موقتي توګه د وینې د جریان د کمېدو له امله رامنځ ته کېږي راز راز علتونه لرلی شي.

د عصبي سیستم د ګډوډېدو له امله هم بېسدي رامنځ ته کېدای شي چې لامل ېې ښايی یوه "بهرنۍ انګېزه" وي لکه ډېره ګرمه هوا یا د یو داسې شي لیدل چې د انسان نه خوښېږي. د وینې ټیټ فشار یو بل لامل دی، چې کېدای شي د تندې او په بدن کې د اوبو د کمښت له امله وي. همدا راز د زړه ستونزې، د زیات وخت لپاره پر پښو درېدل او روحي فشار د بېسده کېدو سبب کېدای شي.

خو ایا دا او نورطبي نظریات دا موضوع توضیح کولای شي چې ولې د بریتانیا په شمالي یورکشایر سیمه کې د تېرو جګړو د یوې تاریخې ورځې د لمانځلو مراسمو په ترڅ کې د ښوونځي یوشمېر زده کوونکي په ډله ییزه توګه په یوه وخت کې بېسده شول؟

ځواب

بېسده کېدل ماغزو ته د وینې د جریان د کمښت له امله رامنځ ته کېږي.

خو د ډله ییزه بېسده کېدلو داسې پېښې هم لیدل شوي چې لامل ېې ماغزوته د وینې د جریان کمښت نه، بلکې دا بلل شوی چې د یوې ډلې برخه والو کسانو ښايی غوښتل د دغې ډلې د نورو غړو په شان اوسي.

د دغې پېښې په ځاې کې کوم زیان رسوونکي توکي یا زهرجن غاز نه وو موندل شوی.

د اور وژنې یو کارکوونکي وویل هغه خونه چې زده کونکي په کې وو، توده وه او کله چې یو څو تنه بېسده شول او نورو ولیدل، هغوې هم بېسده شول. یوه زده کونکي وویل چې د یوه بېسده کېدلو پر نورو اغېز کړی و.

د مانچسټر یو ډاکټر مارک هامیلتن وايی کېدای شي یو عامل دا وي چې ځینو دغو کسانو به په خپل غیر ارادي شعور کې غوښتل چې د نورو په شان اوسي. هغه وايی "که د نورو په شان نه اوسې نو تقریبا د خجالت یو احساس ورته پېداکېږي، ان که داسې فعالیتونه هم وي چې د چا نه خوښېږي."

هغه زیاتوي: "دا هماغسې یو اصل دی لکه چې دهپنوز(مصنوعي خوب) کارپوهان ېې کاروي، کله چې یوې ډلې خلکو ته وايي چې ټول یو کار وکړي. موږ په ډله کې د آرامۍ احساس کوو."

د شمالي یورکشایر د ښوونځي د پېښې په شان نورې پېښې هم لیدل شوي. په ۱۹۶۵کې د لانکاشایر په بلیک برن سیمه کې یوه ډله ییزه تنفسي (ساه ایستلو) ستونزه پِیدا شوه، ۸۵ تنه نجونې روغتون ته وړل شوې چې ځېنې بېسده شوې وې او ځېنو ته سر څرخی پيدا شوې و.

د احتمالي لاملونو په کتارکې ېې پر روحي ناکرارۍ، ویروسونو، زهرجن خوراک او د غازو خپریدو باندې شکونه شوي وو، خو د هېڅ یوه ثبوت تر لاسه نشو.

یو بل احتمالي لامل ېې په دغه ښار کې څو ورځې وړاندې د پولیو (ګوزڼ) ناروغې د ناڅاپي خپرېدو له امله "ډله ییزه وارخطايي" ګڼل کېده.

د سږ کال په لومړیو کې په کمبوډیا کې د لباس جوړولو دوو بېلو کارخانو نژدې ۲۰۰ تنه ښځینه کارکونکې بېسده شوې او روغتون ته یوړل شوې. د کار ناوړه شرایط، لکه د لوګي شته والی ېې لامل ګڼل کېده، خو حکومت دا خبره تایید نه کړه.

په یوې بلې پېښې کې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوه ښوونځي د ماشومانو د یوې نندارې د تمرین په وخت کې دېرش تنو ماشومانو خپلې خیټې ټینګې ونیولې او بېسده شول. لامل ېې "ډله ییزه وارخطايي" وبلل شوه.

د لانکاشایر د پوهنتون د روح پېژندنې د څانګې یوه مشره استاده، سانډي مان، فکرکوي چې ښايي د بریتانیا د یورکشایر په ښوونځي کې همدغسې یوه پېښه شوي وي. د تېرو جګړو د برخه والو د یادونې مراسمو ښايی د احساساتو د لوړولو یوه فضا رامنځ ته کړې وي.

د لومړي کس بېسده کېدلو ښايي په ټوله ډله کې روحي ناکرارۍ راپیدا کړې وي. او له دې امله دویم کس هم بېسده شوي وي او ورپسې نور.

د یوه په لیدلو ښايی نور هغه کسان هم بېسده شوي وي چې بدن ېې د بېسده کېدو لپاره چمتو وو، او ځینې نورو به چې د روحي فشار په ځواب کې ېې معمولا کانګې کولې دا کار کړی وي.

سانډي مان چې د ناڅاپي وارخطاي په اړه ېې یو کتاب هم لیکلی دی وايی، "احساسات ډېر ساري دي."

فکرکېږي چې د هرو لسو کسانو څخه تقریبا څلورکسه په خپل ژوند کې بېسده کېږي. دا لومړی د ځوانۍ په وخت کې پېدا کېږي او د هلکانو په پرتله زیاتره په نجونو کې لیدل کېږي.

خو د یورکشایر د ښوونځي پېښې د مانچسټر یوه ډاکټره فرح شیخ حیرانه کړې. هغه وايی "بېسده کېدل طبي علتونه لري." "کله کله که تاسو ډېرژر راولاړ شئ یا خونه ډېره توده وي کېدای شي بېسده شی، خو ما هېڅکله دا ډول پېښه نه وه لېدلې."

هغه وايی "د ښونځي پېښه د غرمې د ۱۱ بجو شاوخوا شوې وه، ماشومانو ډوډۍ نه وه خوړلې کله چې ېې د یادګاري مراسمو په ترڅ کې دوه دقیقې چوپتیا کوله، نو دا ډله ییزه ناروغي د کوم زهرجن خوراک له امله نه وه. ډېره عجیبه ده."